Australorp – اوسترالورپ

د چرګانو نسل دی، اصلي ځای یې استرالیا ده. د نسل اخیستو موخه یې هګۍ وې خو وروسته د غوښې لپاره هم ساتل کېدل. په ۱۹۲۰ لسیزه کې یې نړیوال شهرت خپل کړ او له همدې وخته په لویدیځه نړۍ کې تر ټولو نامتو نسل پاتې شوی. زیات په تور رنګ کې پیدا کیږي خو په نیله، سپین، سرو زرو ته ورته زېړ رنګ کې هم شته. نسل یې له درې ډوله چرګانو اخیستل شوی دوه ډوله (Orpington and Partington) له انګلستان او یو ډول (Rhode Island Red) له امریکا استرالیا ته انتقال شوي وو. له دې نسلونو سره د نسل ښه کېدنې لپاره (Minorca, White Leghorn and Langshan) نسلونه هم یو ځای شوي لاسته راوړل شوی نسل ته (Australian Black Orpingtons) نوم ورکړل شو لنډیز یې (Austral-orp) دی. په دې چرګانو کې واړه او د معیاري کچې دواړه شته دي. په یوه کال کې تقریبا تر ۲۵۰ پورې هګۍ کوي خو که چرګې یې ښې وساتل شي تر دې زیاتې هګۍ هم کولای شي.
Australorps henne
Australorp hen Image by Palauenc05

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons