Australian Langshan – د استرالیا لنګشن چرګان

چرګ یې تر ۳.۲ کیلو ګرامه او چرګه تر ۲.۷ کیلو ګرامه پورې وزن کوي. نسل یې په استرالیا کې اخیستل شوی. په نیله، تور او سپین رنګ کې پیدا کیږي. د پښو بهرنی څنګ یې بڼکې لري. کوم چې تور رنګ کې دي بڼکو کې شنه ځلا لري او کوم چې نیله رنګ کې دي خپلو بڼکو کې خړوالی لري. چرګ یې په لکۍ کې تېز نیله رنګ لري. کوم چې په سپین رنګ کې دي یوازې کره سپین رنګ لري.
 
نسل یې په ۲۰ پېړۍ کې له کرونډ لنګشن، اورپېنګټون، د چین واکفېر او عصري لنګشن چرګانو اخیستل شوی. په ۱۹۵۰ لسیزه کې د استرالیا تر ټولو نامتو چرګان وو. په ۱۹۹۸ کې د استرالیا د چرګانو معیاري نسل وګڼل شو. د وړې او معیاري کچې دواړه ډولونه لري.
Australian Langshan Pair
A pair of Black Australian Langshan Chickens. Image by Matthew Vearing

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons