Oil spill – د تېلو توېدنه
په چاپېریال کې په ځانګړې توګه په سمندري ایکو سیستم کې د انساني فعالیت له امله د مایع نفت د هایډرو کاربن ازادېدنه ده، د ککړتیا یو ډول دی. دا اصطلاح ډېر وخت په سمندر غاړو یا د سمندر په اوبو کې د تیلو پرېښودنې ته کاریږي، که چېرې په ځمکه هم تیل واړول شي دا اصطلاح ورته کارېدلی شي. د تیلو پرېښودنه ممکن د خامو تیلو وي، ممکن د تیلو وړونکو له بېړیو وي، ممکن د څاه وېستلو لپاره د برمې پر وخت وي او یا هم د تیلو له ښکل شوې څاه څخه پر ځمکه د تیلو پرېښودنه وي.
په سمندر او ځمکه ازاد شوي تیل د مرغانو او تی لرونکو بڼکو او وېښتو داخل ته سرایت کوي او دواړه د خپل بدن پوښلو او د تودوخې ساتلو وړتیا پرې له لاسه ورکوي. مرغان او تی لرونکي دواړه د تودوخې په تغیر کې زیان ویني او په اوبو کې پرې د لامبو وهلو وړتیا له لاسه ورکوي. همداسې ټولنې ته په اقتصادي، چاپېریالي او ټولنیزه توګه زیان اړوي. د مخنیوي لپاره یې ډېر فعالان هڅې کوي چې سیاستپوهان یې د مخنیوي لپاره ګام اخیستو ته اړ کړي.
Comments
So empty here ... leave a comment!