Brabanter – د بلجیم برابانتېر چرګان

د کاکل لرونکو چرګانو المانی نسل دی. نسل یې په لمړي ځل د بلجیم په برابانټ سیمه کې اخیستل شوی. چرګ یې له دوه تر دوه نیم کیلو ګرامه پورې او چرګه یې تر یو کیلو ګرامه پورې وزن کوي. ډېر زوړ نسل دی او د ۱۷ پېړۍ انځورونو کې هم انځور شوی. کوچنی نسل یې په ۱۹۳۴ کې اخیستل شوی یاد انځور په ۱۶۷۶ کې یو الماني (Melchior d’Hondecoeter) انځور کړی. تر ۱۸۵۴ کال پورې د دې چرګانو نسل تقریبا ورک شو خو په ۲۰ پېړۍ کې له نورو کاکل لرونکو چرګانو سره یې نسل ګډ او بېرته په ډېرېدو شو.
 
د بدن وزن یې ډېر سپک دی. نری کاکل او د ګیرې ځای کې ګېرې ته ورته بڼکې لري. د غوږونو نرمۍ یې وړې او سپین رنګ لري. ډېری یې کرکره نلري. د کرکرې او د غوږنو د نرمیو سیمه یې په بڼکو پوښل شوې وي. په اووه رنګونو کې پیدا کیږي خو کوم نسل یې چې جرمني کې دی تر ۱۳ پورې رنګونو کې شته. لکه د نورو چرګو په څېر یې چرګه هر کال نه کوړکیږي. کوړکېدو ته انګریزۍ (broody or broodiness) وایي.
Melchior d'Hondecoeter 002
Artist : Melchior d’Hondecoeter  (1636–1695)

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons