Brugse Vechter

په فرانسوي کې یې نوم (Combattant de Bruges) لیکل کیږي، د نوم مانا یې د بروج جنګ کوونکی ده. د جنګ لپاره د بلجیم د چرګانو نسل وو. نسل یې په ۱۹ پېړۍ کې اخیستل شوی، اوس وخت کې یوازې د نندارې لپاره کورونو کې ساتل کیږي. نوم یې د بلجیم د فلندر له بروج سیمې اخیستل شوی. اوسمهال بلجیم کې ډېر کم پیدا کیږي.
 
چرګ یې تر ۵ کیلو ګرامه او چرګه یې تر ۴ کیلو ګرامه پورې وزن کوي. کوم خلک یې چې د جنګ لپاره ساتي په بلجیم کې یې نشي جنګولی ځکه چې جرم ګڼل کیږي خو د فرانسې شمال ته له چرګانو سره سفر کوي او هلته یې جنګوي. د جنګ په پرتله هګۍ زیاتې کوي او په یو کال کې تر ۱۵۰ پورې هګۍ اچولی شي. د هګۍ وزن یې ۷۵ ګرامه وي.
Brugse vechter Roosendaal 2016
Image by Opzwartbeek

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons