Main battle tank – د جګړې ټانک

لنډیز یې (MBT) دی. په انګریزۍ کې ورته دوه نور نومونه (battle tank or universal tank) هم اخیستل کیږي. هغه ټانک ته وایي چې په مستقیمه توګه په هدف برید کوي او په زغره پوښل شوی وي. په اوس وخت کې د ډېرو پوځونو نظامي او جنګي عملیات ترسره کوي. پخواني ټانکونه ډېر درانده وو خو د سړې جګړې پر مهال د وسلو سیالي هیوادونه دې ته وهڅول چې په سپکو زغرو پوښل شوي، د ښه تعلیق سیستم لرونکي جوړ کړي. په ۱۹۶۰ لسیزه کې د جګړې ټانک تقریبا د نورو ټولو ټانکونو ځای ونیوه خو ځینې دندې یې سپکو ټانکونو او یا هم بکتر بند موټرو ته پرېښودې. په ۲۱ پېړۍ کې د جګړې ټانکونه د عصري پوځونو اړین عنصر ګڼل کیږي. د جګړې ټانکونه ډېر کم وخت یوازې عملیات ترسره کوي، له ټانکونوه سره زغره وال کنډکونه هم مل وي او په دې کنډک کې پیاده پوځ د ټانکونه ملتیا کوي. په دې کنډک کې ډېری وخت له پیاده پوځ سره په زغره پوښل شوي بکتر بند موټر وي، په هوا کې یې یا د څارنې الوتکه او یا هم له هوا په ځمکه برید کوونکې الوتکه ملتیا کوي.
 
په لمړۍ نړیواله جګړه کې ترکیب شوو، په زغره پوښل شوو او توغونې لپاره پکې د جوړ شوي میل لویو موټرو د میخانیکي ټکنالوجۍ پولو پراخېدو ته لار هواره کړه. په یوه ټانک کې اړین د تګ سرعت، د توغونې ځواک او زغره ده. کله چې لمړني ټانکونه جوړ شول درېواړه وړتیاوې یې نلرلې. په ورته وخت کې په سوپونو او غارونو کې به له محفوظ پوځ سره مخ شول نو د یادو وړتیاو د کمۍ له امله به له لوی زیان سره مخ کېدل. له دې سره هیوادونو هڅه وکړه چې داسې ټانک جوړ کړي کوم چې له لویو خندقونو هم تېرېدلی شي ښه بېلګه یې د انګلستان (Mark I tank) ټانک دی، همدې ټانکونو ته درانده ټانکونه (heavy tanks) نوم ورکړل شو. دوېمه لویه ستونزه د ټانک دروندوالی وو په دوېم ګام کې فرانسې سپک واړه ټانکونه جوړ کړل بېلګه یې (Renault FT) ټانکونه دي، دې ته سپک ټانکونه او یا هم (tankettes) نوم اخلي. له فرانسې او انګلستان وروسته ټولو هیوادونو هڅې پیل کړې چې خپل ټانکونه ولري او هر ټانک یې په جګړه کې جلا رول ولري. په دې کې تېز ټانکونه، د برید ټانکونه شامل وو. انګلستان په دوه (cruiser tanks and infantry tanks) ډوله ټانکونو تکیه وکړه.
 
د دوه نړیوالو جګړو تر منځ په ټانکونو کې اضافه شوې ټکنالوجي په دوېمه نړیواله جګړه کې وکارول شوه. د دې جګړې یوې برخې ته (blitzkrieg) نوم اخلي. په انګریزۍ کې (blitzkrieg) داسې جګړې ته وایي چې پیاده پوځ زغروال موټر او ټانکونه پکې لري. په دې جګړه کې د هیوادونو ناسمه تجربه دا وه چې ټانکونو یې جګړه کې یوازې یو رول لره. دې چارې د ټانک په ټکنالوجۍ کې ښه والي ته انجنیران وهڅول. له دې وروسته هغه ټانکونه ښه وګڼل شو چې سپک وي خو په ځان کې د اړتیا لپاره لوجیستیکي وسایل هم انتقال کړای شي. بلاخره د سپک او درانده ټانک په ځای د منځنۍ کچې ټانکونه جوړ شول کوم چې هم لوجیستیکي وسایل انتقالولای شي او تر درندو ټانکونو سپک دي. د منځنۍ کچې د ټانکونو یوه بېلګه له دوېمې نړیوالې جګړې مخکې د جرمني (Panzer IV) درانده ټانکونه دي. دې ټانکونو یوازې له یوه ځایه د برید کولو وړتیا لرله خو وروسته پکې د ټانک ضد سیستم نصب شو، وزن یې کم شو او د توغونې وړتیا یې له وخت او اړتیا سره برابره شوه.
 
په دوېمه نړیواله جګړه کې تر ټولو ډېره تکیه د منځنۍ کچې په ټانکونو کېدله. دې ټانکونو کې له ۴۰۰ تر ۵۰۰ هارس پاوره انجن، ۷۵ ملي متره میل او وزن یې له ۲۵ تر ۳۰ ټنه پورې وو. د دې ټانکونو بېلګې د شوروي اتحاد ( T-34) ټانکونه او د متحده ایالتونو (M4 Sherman) ټانکونه دي.
 
د دوېمې نړیوالې جګړې په پای کې په ټانکونو کې د ماشیندارې په نصب کولو، زغرې، او د ټانک ضد سیستم باندې تمرکز وشو.
 
اسیمیتریکه جګړه داسې جګړې ته وایي په کومه کې چې د دوه ډلو یا پوځونو وسلې توپیر سره لري او یا هم ستراتیژي او تکتیکونه یې توپیر سره لري. په اسیمیتریکه جګړه کې که ټانک د یوه پوځ وسله وه د مخالف لوري وسلې د ټانک ضد ماینونه وو. په دې هیوادونو کې یو اسرایل وو. اسرایلو هڅه وکړه چې پرمختللي او د وړې کچې ټانکونه جوړ کړي خو ځینې مخالف لوري یې لکه حزب الله بیا (T-72) ټانکونه هم لري.
 
دوېم هیواد امریکا وه چې خپل (M1 Abrams) ټانکونه یې د عراق په جګړه کې وکارول او د تمې خلاف ماینونو ډېر زیات زیان وراړولی. خو په ۲۰۰۴ کال کې چې کله د فلوجه دوېمه جګړه وه دا ټانکونه ګټور ثابت شول. همداسې انګرېزانو هم خپل (Challenger 2) ټانکونه د عراق په سوېل کې وکارول.
 
د ټولو جګړو تجربې دا وښوده چې د ټانک ساتنه کې تر پخوا کوم ښه والی نه دی رامنځته شوی خو د کسانو مړینه تر پخوا کمه شوې. د پوځ د مړینې په کمېدنه کې د ټانک له پاسه اتومات ماشینداره کوم چې انسان ته اړتیا نلري، او د توغندیو نصب کولو مرسته کړې.
Leopard 2 A5 der Bundeswehr. Image by Bundeswehr-Fotos

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons