British English – برتانوي انګرېزي
په انګریزۍ کې برتانوۍ انګرېزۍ ته (Traditional English) هم وایي. په متحده پاچاي کې ویل کېدونکې او لیکل کېدونکې د انګرېزۍ ژبې معیاري لهجه ده. د متحده پاچايي په داخل کې هم دا لهجه تنوع لري د بېلګې په توګه د (wee) ستاینوم مانا یې (little) ده او تقریبا یوازې په سکاټلند، شمال ختیځ انګلستان، ایرلنډ او ډېر کم وخت په یارک شېر کې کاریږي خو په نورو سیمو کې د (wee) په ځای (little) کلیمه کاریږي. همداسې په لیکل کېدونکې انګریزۍ کې بیا متحده پاچایي د پام وړ یوالی لري.
د نړۍ په هغو سیمو کې چې انګرېزي ویل کیږي د خبرو اترو لهجه د یوې سیمې له بلې سره ډېره توپیر لري نو له همدې مخې دا ستونزمنه چاره ده چې د خبرو اترو یوې ځانګړې لهجې ته برتانوۍ انګریزي نوم وکاروو.
د برتانوۍ انګریزي د لیکلو سیستم لاتیني دی (توري یې لاتیني دي). معیاري شکلونه یې د انګلستان معیاري انګرېزي، د سکاټلند معیاري انګرېزي او هایبېرنو یا هم د ایرلنډ معیاري انګرېزي ده. پخواني شکلونه یې زړه انګریزي، منځنۍ انګرېزي او پخوانۍ عصري انګرېزي ده.
انګرېزي ژبه د ختیځ جرمني ژبه ده او له انګلو فریزیین څخه یې سرچینه اخیستې. کومو خلکو چې دا لهجه انګلستان ته انتقال کړې د اوسنۍ جرمني له شمال ختیځ او شمالي نیدرلنډ څخه انګلستان ته کډوال شوي او هلته مېشت شوي.
د برتانوۍ انګریزي ژبې کورنۍ په ترتیب سره په لاندې ډول ده :
اېندو اروپایي ژبه
جرمني ژبه
د ختیځ جرمني ژبه
اېنګوایونیک ژبه
انګلو فریزیین ژبه
انګلیک ژبه
انګرېزي ژبه
برتانوۍ انګرېزي
Comments
So empty here ... leave a comment!