Age of Enlightenment – د روڼ اندۍ دور

د دلیل دور (Age of Reason) او یا هم په ساده توګه روڼ اندي (the Enlightenment) نومونه هم ورته اخلي. له ۱۷ تر ۱۹ پېړۍ پورې په اروپا کې فکري او فلسفي خوځښت وو او په اروپا کې یې د نظرونو په نړۍ تسلط لره. اروپایانو د رینېسانس هیومنیزم په نامه یو فکري او د تحقق خوځښت پیل کړی وو له همدې خوځښت څخه د روڼ اندۍ خوځښت راڅرګند شوی. ځینې کسان په ۱۶۸۷ کې د اسحاق نیوټن د ریاضي اصول (Principia Mathematica) خپرونه د روڼ اندۍ لمړۍ خپره شوې چاره ګڼي. د فرانسې تاریخپوهان د روڼ اندۍ دوره په رسمي توګه له ۱۷۱۵ څخه پیل شوې او په ۱۷۸۹ کې پای ته رسېدلې ګڼي خو ځینې نور بیا په دې اند دي چې د روڼ اندۍ دور د ۱۹ پېړۍ په پیل کې پای ته رسېدلی.
 
د روڼ اندۍ په دور کې فیلسوفانو او ساینس پوهانو په ساینسي اکاډمیو، ادبي صالونونو او کافي بارونو کې ملاقاتونه لرل او خپل نظریات یې د مجلو، چاپ شوو کتابونو او یا هم وړو رسالو په توګه په لویه کچه تر خلکو رسول. د روڼ اندۍ نظرونو د سلطنت او کلیسا بنسټونه وران کړل، د ۱۸ او ۱۹ پېړۍ سیاسي انقلابونو ته یې لار هواره کړه، په ۱۹ پېړۍ کې ځینې خوځښتونو لکه د لېبرالیزم او نیوکلاسیزم خوځښتونو ریښه هم له روڼ اندۍ سرچینه اخیستې.
 
روڼ اندۍ کې مختلف ډوله نظرونه شامل وو خو محور او د پوهې بنسټیزه سرچینه یې یې د عقل حاکمیت او تجربه یا اېمپرېسیزم وو خو تر دې پرمختللي نظرونو کې ازادي، ادامه، زغم، ملګرتیا یا اخوت، د اساسي قانون حکومت او د حکومت او کلیسا جلا کول شامل دي. په فرانسه کې د روڼ اندۍ نظرونه د افرادو ازادي او د مذهبي زغم په اړه دي خو په ورته وخت کې د مطلقه پاچاي یا ټول واک لرونکي پاچا ضد خوځښت او د کتولیک عیسویانو تند نظرۍ ضد خوځښتونه پکې شامل وو کوم چې پای کې د فرانسې انقلاب رامنځته کړ. د روڼ اندۍ د نظریاتو تاکید په ساینسي طریقو او د پېچلو پېښو تشرېح له څېړنې او پوهېدنې وروسته په تشرېح وو.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons