M1117 Armored Security Vehicle
په انګریزۍ کې ورته (Armored Security Vehicle) نوم هم اخلي. نړیوال د امنیت زغره لرونکي بکتر بند ټانکونه دي. په ۱۹۹۰ لسیزه کې د متحده ایالتونو د پوځي پولیسو لپاره طرحه شوي. لمړی یې په ۱۹۹۷ کې راڅرګند شو. بهر پوښ یې د ماین له چاودنې سره مقاومت کوونکی دی. له ۲۰۰۱ کال وروسته په عراق او افغانستان کې د امریکا پوځ په لمړي ځل په جګړه کې وکارول. درې ډوله (Mk 19 grenade launcher and M2HB Browning machine gun and M240H Medium Machine Gun) ماشیندارې پرې نصب وي. په ۲۰۱۵ کې د کمانډو لخوا د کارېدونکو موټرو په کورنۍ کې شامل شو. جوړونکی شرکت یې (Textron Marine & Land Systems) دی.
د افغانستان کمانډو ځواکونه ۶۳۴ لري خو د ۵۵ نورو غوښتنه یې هم کړې، د ملي اردو لپاره ۲۵۵ ځانګړي شوي. بلغاریا ټول ۱۷ ترلاسه کړي او له دې څخه ۶ په افغانستان کې کاروي، کاناډا ۵۰۰ ترلاسه کړي، کولمبیا ۳۹ پېرلي، عراق ۲۶۴ او خپله د متحده ایالتونو پوځ ۱۸۳۶ کاروي. له یونان سره یې د ۱۲۰۰ موټرو تړون د ۲۰۲۰ کال په مارچ کې لاسلیک کړی.
مختلف ډولونه لري او هر یو یې جلا دنده تر سره کوي لکه امبولانس، لکه کمانډ او کنټرول، لکه څار او کشف، لکه د پوځ انتقال. کوم چې افغانستان لري (Mobile Strike Force Vehicle) دي.
کارونه یې په ۱۹۹۹ کې پیل شوې
وزن : ۱۳۴۱۰ کیلو ګرامه
اوږدوالی : ۶ متره
سور : ۲.۶ متره
لوړوالی : ۲.۶ متره
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۱۰۱ کیلو متره
زغره : IBD Modular Expandable Armor System
انجن : Cummins 6CTA8.3 260 hp
Comments
So empty here ... leave a comment!