Psychedelic drug
د انسان زهن ته یې د اوږدمهاله زیان اړونې په اړه مالومات نشته او تر اوسه یې چې کوم خلک کاروي پرې معتاد شوي هم نه دي خو خو د دې درملو لرل، کارول او یا هم په نورو وېش غیرې قانوني دی.
د (psychoactive drug) درملو هالو سینوجېنېک کلاس دی، بنسټیز اغیز یې د (serotonin 2A receptor agonism) په ذریعه غیرې عادي پوهې یا خبرتیا تحریک او (psychedelic experiences) دی. پورته یاد شوي اغیزونه یې په لید کې، اورېدو کې او اروایي توګه بدلون، د پوهې په حالت کې د تغیر لامل کیږي. په کلاسیک سایکوډلیک درملو کې میسکالین، اېل اېس ډي، سیلو سایبین او ډي اېم ټي موجود وو.
هالوسینوجینیک درمل په څلور کټګوریو (psychedelics, cannabinergics, dissociatives, and deliriants) کې وېشل کېدای شي. څلورواړه کټګورۍ په پوهې او خبرتیا کې مختلف ډوله اغیزونه لري. ډېری درمل یې د کیمیاوي ترکیبونو له درې په یوه کورنۍ کې شامل دي. د کیمیاوي ترکیبونو درې کورنۍ (tryptamines, phenethylamines, or lysergamides) دي. دا کیمیاوي توکي (5-HT2A receptor) فعالوي کوم چې د حسي لید سره تړاو لرونکي (key circuits) دي فعالیت ته یې تغیر ورکوي.
ډېری هالوسینوجینیک درمل د (UN conventions) له مخې غیرې قانوني دي خو ځینې کسان یې د څېړنو لپاره او ځینې یې د مذهبي کړنو پر وخت کاروي.
نوم یې له دوه یوناني کلیمو جوړ شوی د (psyche) مانا زهن ده او د (delein) مانا تظاهر یا ښودنه ده. یاد نوم په ۱۹۵۶ کې د انګلستان د عصابو ډاکټر همفري اوسمونډ پرې ایښی.
د همدې درملو بېلګې لاندې وګورئ :
اېل اېس ډي (Lysergic acid diethylamide, a.k.a acid) له یوې مادې جوړیږي کومه چې په اېرګوټ کې پیدا کیږي. اېرګوټ د جودرو فنګسي ناروغي ده.
سیلوسین (Psilocin) په طبیعي توګه په سیلوسیبین مرخیړي (psilocybin mushrooms) کې پیدا کیږي، د نړۍ په زیاتو سیمو کې یاد مرخیړي شته دي.
میسکالین (Mescaline) د مکسیکو له بې اغزیو پیوټ کاکتوس څخه تر لاسه کیږي او اېل اېس ډي ته ورته اغیز لري.
ډي اېم ټي (Diemethyltryptamine) د جوړښت له مخې سیلوسین ته ورته دی، یو الکالویډ دی په سیلوسیبین مرخیړي کې پیدا کیږي، په لابراتوار کې هم د مصنوعي ترکیب له لارې ترلاسه کیدای شي خو په ډېرو بوټو کې هم شته.
ډي او اېم د ترکیبونو د ډي او اېکس کورنۍ (DOx family) غړی دی.
ټو سي بې (4-Bromo-2,5-dimethoxyphenethylamine) سایکوډلیک درمل دي، په ۱۹۷۴کې په لمړي ځل ترکیب شوي، سایکوډلیک او اېنټاکټوجینیک درمل ګڼل کیږي.
همداسې (25-NBOMe) یا (N-methoxybenzyl) د درملو د یوې لړۍ نوم دی ټول سایکوډلیک اغیز لري.
Comments
So empty here ... leave a comment!