Pro-Composites Vision

په کور کې جوړه شوې الوتکه ده. طرحه کوونکی یې (Steve Rahm) دی او د تولید لپاره (Pro-Composites) ته سپارل شوې. د الوتکو په مینه والو پلورل کیږي تاسې کولای شی نیمه جوړې شوې پرزې یې انلاین هم ترلاسه کړی. له نورو برخو یې تاسې خپل طرحه شوی ډیزاین هم جوړولای شی. د الوتکو کارونه له ۱۹۹۴ پیل شوې.


طرحه
دوه ډولونه لري، یو ډول یې (Vision SP) او بل ډول یې (Vision EX) دی، په (SP) ډول کې د یو کس لپاره چوکۍ موجوده ده، په (EX) ډول کې د دوه کسانو لپاره چوکۍ موجودې دي او پیلوټ په °۳۶۰ کې هر څه په سترګو لیدلای شي. وزرې یې د تنې لاندې برخه کې (low wing) دي. د ناستې لپاره دودیز ثابت ګېر یا ټري سایکل ګېر لري.
په (SP ) ډول کې مخکې له مخکې جوړه شوې فایبري ښیښه کارېدلې. د دوه طبقو ترمنځ یې سپنج کارېدلی. د دوه وسپنیزو یا پلاستیکي سطحو ترمنځ د پوښ په توګه د توکو کارولو ته په تعمیراتي قاموس کې (composite panels) اصطلاح کاریږي. د الوتکو د فایبري ښیښو او وسپنیزو سطحو ترمنځ ډېری وخت کلک سپنج کارېدلی وي او جوړښت ته همدا اصطلاح کاریږي.
ماشین یې پوز کې موجود دی او پوز کې پرې لري همدې جوړښت ته په هوایي انجنیري کې (tractor configuration) اصطلاح کاریږي ځکه چې پرې یې الوتکه هوا کې کش کوي، که چېرې پرې د الوتکې وروسته برخه کې وي د (pusher configuration) اصطلاح ورته کاریږي ځکه چې پرې یې الوتکه هوا کې ټېل وهي.


ډولونه
د (SP) وزرونه یې لنډ دي او سور یې تر ۶.۶ متره پورې دی، د وزرونو سطحه یې ۷.۹ متر مربع ده، د وزرو د سور او اوږدوالي نسبت یې ۵.۵:۱ دی، په هوایي انجنیري کې ورته (aspect ratio) اصطلاح کاریږي خو د انځور د اوږدوالي او سور نسبت ته یې هم کاروي.

د (EX) وزرونه یې اوږده دي، د وزرونو سور یې ۷.۸ متره دی، د وزرونو سطحه یې ۸.۹ متر مربع ده، د وزرونو د سور او اوږدوالي نسبت یې ۶.۶:۱ دی کوم چې د لوړې ارتفاع د الوتنې وړتیا ورکوي، د کمې تجربې پیلوټان یې الوزولی شي او د زیات وزن په ځان کې انتقالولای شي.


لاندې مالومات د (Vision SP) ډول په اړه دي
پیلوټان : یو
د وزرو پراخوالی : ۶.۶۰ متره
د وزرو سطحه : ۷.۹ متره
بې وسایلو وزن : ۴۳۱ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۶۱۲ کیلو ګرامه
د تیلو ظرفیت : ۲۲ ګیلنې
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۲۷۳ کیلو متره
پاور پلنټ : Subaru Stratus air-cooled, four stroke automotive conversion, 100 hp (75 kW)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۲۷۳ کیلومتره، په ساعت کې یې سرعت تر ۳۳۳ کیلو متره نشي زیاتېدلی
د پورته ختنې نرخ : په ثانیه کې ۷.۱ متره

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons