! غږیز یا د حیرانتیا نښان

په انګرېزۍ کې ورته (exclamation point) نوم هم اخلي. د لیک په ژبه کې د ټکو اېښودنو یو نښان دی، د غږیز او حیرانتیا توري یا نښان په توګه کاریږي تر څو ځواکمن احساس او د غږ لوړوالی پرې وښودل شي، یا هم د یو څه په اړه تاکید پرې وښودل شي. ډېری وخت د جملې په پای کې اېښودل کیږي. بېلګه یې ” پام وکړه ! ”
د لیک له ژبې پرته په لاندې یادو شوو کې هم کاریږي :
– په ریاضي کې (Double factorial) عملیې ښي
– د کمپیوټر مختلفې ژبې ( ! ) نښان د منطقي نفي (logical negation) ښودنې لپاره کاروي د بېلګې په توګه د (A!) مانا (notA) ده په بله مانا د (A) منطقي نفي (A!) ده. منطقي نفي ته (logical complement) هم وایي. دا کارونه یې په عامه ژبه کې هم اوس دود شوې لکه د (clue!) مانا داده چې (no-clue) یا هم (clueless)
– ځینې ژبې یې د بې غږه تورو ښودنې لپاره کاروي.
– په یونیکوډ کې غږیز نښان
U+0021 ! EXCLAMATION MARK (HTML !

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons