Dassault Mirage 2000

د فرانسې د څو موخو لپاره د یوه ماشین لرونکې الوتکه ده، طرحه یې په ۱۹۷۰ لسیزه کې شوې، په دې وخت کې سپکې جنګ کوونکې الوتکې او د (Mirage III) الوتکو ځای نیونکې ګڼل کېدې خو وروسته یې د تولید نور ډولونه د څو موخو لپاره کارېدونکې الوتکې وې او د نړۍ ۹ هوایي ځواکونو هم ترلاسه کړې. جوړونکی شرکت یې (Dassault Aviation) دی، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۷۸ کال د مارچ په لسمه نېټه کړې، کارونه یې د ۱۹۸۴ کال په جولای کې پیل شوې، تر اوسه هېڅ هیواد نه دي تقاوت کړي، د ۱۹۷۸–۲۰۰۷ کلونو ترمنځ تولید شوي، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۶۰۱ دی، د یوې الوتکې ارزښت ۳۰.۶ میلیونه ډالر دی.
 
په ۱۹۶۵ کې انګلستان او فرانسې تړون وکړ چې خپله کې په ګډه الوتکه جوړه کړي، دوه کاله وروسته فرانسه له پروژې ووتله، کله چې فرانسه له تړون څخه ووتله نو انګلستان له لوېدیځې جرمني او ایټالیا سره د (Panavia Tornado) الوتکې په تولید کې شریک شو. له دې وروسته فرانسې د همدې الوتکو د تولید په تجربوي ډول (Dassault Mirage G) کار پیل کړ.
 
فرانسه ۳۱۵، هند ۵۰، د چین جمهوریت (تایوان) ۶۰، یونان ۴۴، مصر ۱۲، قطر ۱۲ او پېرو هم ۱۲ الوتکې لري.
 
پیلوټان : یو
اوږدوالی : ۱۴.۳۶ متره
د وزرو پراخوالی : ۹.۱۳ متره
لوړوالی : ۵.۲ متره
د وزرو سطحه : ۴۱ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۷۵۰۰ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۱۳۸۰۰ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۱۷۰۰۰ کیلو ګرامه
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۲۳۳۶ کیلو متره
په وزرو کې د وزن ظرفیت : په متر مربع کې ۳۳۷ کیلو ګرامه
پاور پلنټ SNECMA M53-P2 afterburning turbofan engine, 64.3 kN (14,500 lbf) thrust dry, 95.1 kN
 
وسلې
دوه (30 mm DEFA 554 revolver cannon) ماشیندارې په هره یوه کې ۱۲۵ مرمۍ
د مهماتو د نښلونې لپاره ټول ۹ ځایونه لري ۴ د وزرو لاندې او ۵ د تنې لاندې دي, لاندې یاد شوي پکې د نصب کېدو وړ دي
 
راکټونه
Matra 68 mm unguided rocket pods, 18 rockets per pod
توغندي
له هوا څخه هوا ته توغول کېدونکي توغندي
MBDA MICA IR/RF
Matra R550 Magic-II
Matra Super 530D
له هوا څخه د ځمکې سطحې ته توغول کېدونکي توغندي
AM.39 Exocet
بمونه
Mk.82
د هدایت کېدو وړ بمونه
PGM 500 and PGM 2000
AS-30L
GBU-12
GBU-16
GBU-24
GBU-49
ASMP-A tactical nuclear cruise missile
برېښنایي سیستم
Thomson-CSF RDY (Radar Doppler Multi-target) radar
Mirage 2000C in-flight 2 (cropped)
By SRA GREG L. DAVIS, USAF

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons