لیچي – Lychee

علمي نوم ېې (Litchi chinensis) ده او په انګریزۍ کې (litchi or lichi) هم لیکل کیږي. د سوپ بیري (soapberry) ونې دي چې کال ۱۲ میاشتې شنې وي. د کورنۍ نوم ېې ساپیندا سیای (Sapindaceae) ده. اصلي ځای ېې جنوب شرقي اسیا ده او له قدیم څخه د کانتونیانو (Cantonese) خوښه میوه ده. دا میوه خامه خوړل کیږي خو ځینې خلک ېې وچوي او یا د مربا شکل کې په ډبلیو کې هم ساتي. تازه میوه ېې د مشک په څېر بوي لري خو وچه شوې ېې بیا اسید لري او ډېره خوږه وي.
 
په جنوب شرقي اسیا کې سیمه ایز ارزښت لري او د سوداګرۍ لپاره په چین او هند کې کرل کیږي.په کال ۱۷۷۵ کې د دې میوې ونه جمایکا (Jamaica) ته ورسېده او له دې ځایه غرب ته خپره شوه. د متحده ایالتونو په فلوریډا کې هم د سوداګرۍ لپاره کرل کیږي چېرته چې په لمړي ځل په ۱۹۱۶ کې کرل شوې وې. د مدیترانې سمندر سیمو کې، جنوبي افریقا او هوای کې خورا زېاته کرل شوې میوه ده. د سوداګرۍ لپاره د تخم او لاندې برخې څانګې خښولو له لارې کرل کیږي.
 
ونې ېې ډېرې پاملرنې ته اړتیا نلري او ډېر کم وخت ېې څانګې پرې کیږي. زېاتې لندې ځمکې ته اړتیا لري او ونه ېې د ۳ تر ۵ کلونو عمر پورې په حاصل ورکولو پېل کوي. په هند، بنګله دیش او ویتنام کې د دې میوې زړو د خورا زېاتو ماشومانو ژوند اخیستی ځکه چې زړي ېې زهرجن هایپوګلیسن اې (hypoglycin A) او متیلن سیکلوپروپیل ګلیسین (methylene cyclopropyl-glycin) لري کوم چې د هیپوګلیسمیا (hypoglycemia) یا په وینه کې د ګلوکوز یا بورې د کمېدو لامل ګرځي.
 
Sidebar



Share
Hide Buttons