Radial carpal collateral ligament

په انګرېزۍ کې ورته دوه نور نومونه (radial collateral ligament or external lateral ligament) هم اخلي. د لېچې د رډیس هډوکي د سټیلویډ بهیر له څوکې غزېدلی او له سکافویډ هډوکي سره نښتی. سکافویډ هډوکي ته پخوا (Navicular bon) اخیستل کېده. د رډیس له رګونو سره اړیکه لري، یاد رګونه لېګامنت له ټېنډون جلا کوي. د دې لېګامنټ دنده د اولنار هډوکي د تاوېدو یا نحراف مخنیوی دی.

په مړوند کې (scaphoid) یو کوچنی هډوکی دی دې برخه کې ټولو کوچنیو هډوکو ته (carpal bones) نوم اخلي. سکافویډ هډوکی د لاس د پنجې او لېچې ترمنځ د ګټې ګوتې لور کې واقع وي. شکل او کچه دواړه یې د کاشیو بادام، هندي بادام او یا ځمکني بادام په څېر دي.
 
په لاس کې (radial carpal collateral ligament) دسکافویډ هډوکی او (radial styloid process) ترمنځ اتصال کوي یا دواړه خپلمنځ کې نښلوي. دا لېګامنټ مړوند نه پرېږدي چې د ګټې ګوتې برعکس لور ته بې کچې زیات تاو شي.
 
په مړوند کې سکافویډ هډوکی د ماتیدو لپاره ډېر زیات فشار ته اړتیا لري خو له دې سره سره هم په مړوند کې تر ټولو زیات مات شوی هډوکی دی، ماتېدنه یا درز کېدنه یې هم ډېری وخت د سپورتي فعالیت پر مهال هغه وخت رامنځته کیږي چې یو کس پړمخې وغورزیږي او مړوند یې بې کچې زیات پراخ شي. همداسې رغېدنه یې هم ډېره ورو وي او لامل یې د وینې محدود جریان دی.
 
که چېرې هډوکی زیان ووینې نو (radial carpal collateral ligament) ته هم زیان اړولی شي، همداسې که چېرې دا لګامینټ کش شي او یا هم پرې شي نو (osteoarthritis) پیدا کوي، که چېرې مړوند کې پړسوب رامنځته شي نو لېګامنټ ته نور زیان هم اړولای شي.

 

Gray334

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons