Descending genicular artery

په انګرېزۍ کې ورته (highest genicular artery) نوم اخلي د ورون مخکې برخه کې د وینې سور رګ دی. له (femoral artery) څخه څانګه شوی او وروسته سملاسي په دوه برخو (saphenous branch and the articular branches) وېشل شوی. عمومي برخه یې مخکې له وېش څخه زنګونه ته وینه انتقالوي. د (saphenous branch) څانګه یې د پښې پوستکي ته وینه لیږدوي او ( articular branches) څانګه یې د زنګون په څنګ کې له دوه نورو (medial superior genicular artery and anterior recurrent tibial artery) رګونو سره یوځای کیږي او درېواړه رګونه د زنګون مفصل ته وینه لیږدوي. که چېرې د پښې نورو رګونو کې وینه ټینګه شي نو ځینې وخت د بایپاس یا بدیل رګ په توګه کاریږي.


جوړښت
د (Saphenous) څانګه په (aponeurotic) کې داخلیږي، له (saphenous nerve) عصب په اوږدو کې د زنګون منځۍ برخې ته غزېدلی. د (sartorius muscle and the gracilis muscle) دوه عضلو ترمنځ تیریږي او په فاسیا لاتا (fascia lata) کې داخلیږي.
د (Articular) مفصلي څانګې د (vastus medialis muscle) عضلې په داخل کې کوزیږي او د (adductor magnus) عضلې د ټینډون مخې ته د زنګون منځنۍ برخې لور ته غزېدلی چېرې چې (medial superior genicular and anterior recurrent tibial artery) سره ځای کیږي.

Thigh arteries schema

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons