Posterior cerebral artery

په مغز کې واقع د سرو رګونو شبکه ده، لنډیز یې (PCA) دی. د (circle of Willis) لاندې برخه جوړوي. د مغز (occipital lobe) او د مغز وروسته برخې ته اکسیجن لرونکې وینه لیږدوي. ډېرې حیاتي څانګې لري. څانګې یې په درې کټګوریو کې وېشل شوي د هرې څانګې کټګوري ته یې (central, the choroidal, and the cortical branches) نومونه اخلي. په (posterior cerebral artery) کې د وینې لخته کېدنه رامنځته کیدای شي او له خپل ځان سره زیات شمېر علایم لرلای شي لکه د لید له لاسه ورکول، سر ګزېدل، د حافظې له لاسه ورکول او د ژبې اختلال. د سرو رګونو په دې شبکه کې (posterior and anterior communicating arteries, middle cerebral, anterior cerebral, internal carotid arteries) او ځینې نور رګونه هم شامل دي.


جوړښت
څانګې یې په دوه سیټونو (ganglionic and cortical) وېشل شوي – (cortical) مانا هر هغه څه چې د مغز د (cerebrum) برخې له بهرنۍ طبقې سره تړاو لري، د (ganglion) مانا هغه جوړښت ته وایي چې یو شمېر عصبي حجرې لري، معمولا اتصال یې سینپسونو کړی وي، ډیری وخت د عصابو په فایبرونو پړسوب ته ورته جوړښت جوړوي.
 
مرکزي څانګې
Central branches
مرکزي څانګو ته یې (perforating branches) نوم هم اخلي.
۱- د وروستۍ برخې پیل کې یې د (Thalamoperforating and thalamogeniculate or postero-medial ganglionic branches) په نامه رګونه څانګه شوي، دا څانګه د تالامي منځنۍ برخې سطحې او د درېم (ventricle) دیوال ته وینه لیږدوي.
۲ – د وړو رګونو بله څانګه (Peduncular perforating or postero-lateral ganglionic branches) دا هم له وروستۍ برخې نه غزېدلي، د تالاموس ډېرې برخې ته وینه لېږدوي.

Posterior (choroidal) branches
د (posterior choroidal artery) نوم هم ورته اخلي.
۱ – د (Medial posterior choroidal branches) څانګه یې د (splenium of the corpus callosum) لاندې مخکې غزېدلې او د ( tela choroidea of the third ventricle and the choroid plexus) برخو ته وینه لېږدوي.
۲ – وړې څانګې لري او د (cerebral peduncle, fornix, thalamus, caudate nucleus, and choroid plexus of the lateral ventricle) برخو ته وینه لېږدوي.

Cortical branches
۱- د (Anterior temporal) څانګه یې دوه برخو ته تللې، (uncus) ته وېشل شوې او د (fusiform gyrus) داخل ته غزېدلې.
۲ – د (Posterior temporal) څانګه یې هم دوه برخو (fusiform and inferior temporal gyri) ته وینه لېږدوي.
۳ – د (Lateral occipital) څانګه په نورو (anterior, middle and posterior inferior temporal arteries) څانګو بدله شوې.
۴ – د (Medial occipital) څانګه په دوه (Calcarine sulcus and Parieto-occipital sulcus) څانګو وېشل شوې؛ لمړۍ څانګه (Calcarine sulcus) یې (cuneus and lingual gyrus) ته غزېدلې همداسې د (part of the convex surface of the occipital lobe) برخې ته هم وینه لېږدوي. دوېمه څانګه یې ( cuneus and the precuneus) برخو ته وینه لېږدوي.
۵ – د (Splenial) څانګه یې ممکن نشته وي که چېرې (anterior cerebral artery ACA) له (corpus callosum) څخه تاو شوې وي خو که شته وي نو له (anterior cerebral artery ACA) سره یووالی لري.
Circle of Willis en
Schematic representation of the circle of Willis, arteries of the brain and brain stem.
Circle of Willis 4
Circle of Willis
Gray's Anatomy plate 517 brain
Henry Gray (1827–1861) Revised by Warren H. Lewis

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons