د تشویش بې نظمي څه ته وایي ؟

تشویش سټرس ته د بدن طبیعي غبرګون دی. د یو څه د پېښېدو په اړه د ویرې احساس دی. لکه یوه ښونځي ته په لمړۍ ورځ د استاد په توګه تلل، د دندې لپاره مرکه (انټرویو)، د عامه خلکو په مخ کې خبرې. خو که چېرې ویره مو اوږد مهاله وي، تر شپږ میاشتو زیات دوام وکړي، او ویره مو د ورځني ژوند مخه ډب کړي نو ممکن تاسې د تشویش بې نظمۍ لری.
 
هغه خواړه چې د تشویش علایمو کمولو کې مرسته کوي سالمون کب، کمومایل، زرچوبه، تور چاکلېټ، مستې او شین چای دی.

د تشویش بې نظمي څه ده ؟
دا نورمال ده چې پیل کې په هر څه کې یوه اندازه سټرس او ویره احساس کړی. په پیل کې ویره نا خوښونکې ده خو ممکن تاسې کې د ډېر کار لپاره انګېزه پیدا کړي او د هر څه سمون ته مو وهڅوي. عامه ویره د ویرې احساس دی کوم چې موقتا پیدا کیږي او بېرته ځي خو د تشویش بې نظمي له انسان سره هر وخت مل وي، ویره بې کچې زیاته وي او انسان نا توانه او کمزوری کوي. دا ډول ویره تاسې له هغو کړنو راګرځوي چې تاسې یې له کولو خوند اخلی خو که چېرې بې کچې زیاته شي نو تاسې لیفټ کې له ختلو کوزېدلو راګرځوي، د سرک له یوې بلې خوا ته له اوښتو مو راګرځوي، ځینې وخت مو دې ته اړ باسي چې له کوره هم بهر تګ ونه کړئ. که چېرې یې درملنه ونشي نو تشویش مو له یوې بلې ورځې ته زیاتیږي. د تشوی بې نظمي د احساس د بې نظمۍ تر ټولو عام شکل دی. په هر جنسیت په هر عمر کې اغیز کولای شي. د ویرې بې نظمي د نرانو په پرتله په ښځو کې زیاته وي.
سټرس او تشویش د یوې سکې دوه مخونه دي. سټرس له زهن او بدن څخه دیوې پېښې یا فعالیت غوښتنه ده او همدې غوښتنې ته بدن او زهن کې پیدا شوې ویره تشویش دی. که چېرې دواړه سره مل وي علایم یې :
– سر درد
– نا ارامه ګېډه
– تېزه ساه اخیستنه
– خوله
– سر ګرزېدنه
– د عضلاتو نا ارامي
– په تمرکز کې ستونزه وي

د تشویش د بې نظمۍ ډولونه
 
تشویش د ډېرو بې نظمیو عمده برخه ده :
 
– بې وجې ویره (panic disorder) په داسې وخت کې ویره پیدا کېدل دي چې د نورو لخوا یې هېڅ تمه په دې وخت کې نه کیږي، همداسې خپله کس یوازې له هر څه بې وجې ویره نه کوي بلکې دا ویره هم ورسره وي چې بیا به د وېرې احساس ولرم
– فوبیا (phobia) له ځانګړو توکو، حالتونو او فعالیتونو بې کچې ویره ده
– ټولینزه د ویرې بې نظمي (social anxiety disorder) په ټولنیزو ځایونو کې بې کچې ویره چې د نورو لخوا به یې په اړه قضاوت وشي
– د وسواس بې نظمي (obsessive-compulsive disorder) په دې ډول تشویش کې د انسان زهن ته بې منطقه فکرونه راځي او دا بې منطقه فکرونه یې د یوې چارې بیا ځلې ترسره کولو ته اړ باسي، تکراري چلند خپلوي
– د جدایي یا جلا کېدنې تشویش (separation anxiety disorder) په دې ډول تشویش کې له کورنۍ یا له هغه کس د جلا کېدو ویره انسان کې وي چې مینه ورسره لري
– مخکینی نوم هایپوکاندریا (hypochondria) اوسنی نوم یې (illness anxiety disorder) دی داسې احساس لرل چې ناروغ دی دا ډول تشویش لرونکی تر دوه درې سوه د زیاتو ناروغیو علایم احساس کوي او فکر کوي سخت ناروغ دی
له پېښې وروسته ویره (post-traumatic stress disorder) له یوې پېښې وروسته د ویرې او تشویش احساس لرل
 
د تشویش علایم څه دي ؟
د تشویش او ویرې احساس په هر انسان کې توپیر لري ځینې په یوه طریقه تجربه کوي ځینې نور یې په بل ډول تجربه کوي. په معده کې له نا ارامي نیولې د زړه تر تېز ضربان پورې احساس شامل وي. د تشویش نورې طریقې بد خوبونه لیدل، بدې خاطرې یا یادونه په کوم چې تاسې کنټرول نه لری خو ځینې خلک بیا له ځانګړو پېښو او ځایونو وېره لري.
 
د عام تشویش عام علایم :
– د زړه تېز ضربان
– ساه اخیستنه کې تېزوالی
– نا ارامي
– په تمرکز کې ستونزه
– په ویده کېدو کې ستونزه
 
ډېرو خلکو کې ویره په ځنډ سره رامنځته کیږي خو کله چې داسې پېښې رانږدې شي کومې سره چې سټرس ملتیا کوي نو په تشویش لرونکي کس کې ویره هم ورسره زیاتیږي. په هر کس کې د هر ډول ویرې علایم توپیر لري، په یوه کس کې یې علایم له وخت سره بدلون پیدا کوي.
 
د تشویش عام علایم :
– ځان بې واکه کمزوری احساس کول
– لنډه ساه
– وچه خوله
– خوله کول
– د رنګ بدلېدل
– ویره
– نا ارامي

څه د تشویش لامل کیږي ؟
څېړنو تر اوسه دا نه ده موندلې چې څه د تشویش لامل کیږي. پیدا کېدنه یې یو فکتور نه دی بلکې د فکتورونو ټولګه ده. په دې کې جنتیکي فکتورونه، چاپېریالي فکتورونه او د مغز کیمیا شامل دي. څېړونکي په دې باور دي چې یاد فکتورونه د مغز په هغې برخې اغیز لري کومه چې ویره کنټرول کوي. اوسنۍ څېړنې تر ډېره د مغز هغو برخو ته کتنه کوي کومې چې تشوی کولو کې ونډه اخلي.
 
د تشویش لپاره ازموینې او تشخیص شته ؟
یوازې یوه ازموینه د ویرې تشخیص نشي کولای. تشخیص یې یو اوږد بهیر دی په دې کې فزیکي ازموینه، د زهني روغتیا ازموینه او اروایي پوښتنې شاملې وي. ځینې ډاکټران ممکن د خالي ادرارو او وینې ازموینه هم وکړي تر څو په دې پوه شي چې کومه روغتیایي ستونزه خو به تاسې کې د تشویش لامل نه وي. همداسې د تشویش د کچې لپاره هم ځینې ازموینې ترسره کیږي.
 
د تشویش درملنه څه ده ؟
د ډېرو خلکو لپاره درملنې ته اړتیا نه وي او یوازې د ژوند په طریقه کې بدلون کافي وي تر څو تشویش او علایم یې کنټرول کړي. خو که چېرې تشویش بې کچې زیات وي نو درملنه یې اړینه ده تر څو یو کس د ویرو په ځای په هره ورځ کې ژوند وکړي. درملنه یې له اروا پوه سره په لیدلو او د ځینې کړنو زده کړه او په درملو کیږي. ډېری وخت د خوب او سټرس ضد درمل ورکول کیږي ځکه چې دواړه د مغز په کیمیا کې توازن رامنځته کوي، د تشویش او علایمو مخنیوی یې کوي.
 
طبیعي درملنه
په طبیعي درملنه کې دوه لویې برخې شاملې دي : د ژوند په طریقه کې بدلون او دوېم د ځان خیال ساتنه. هغه عادتونه له منځه وړل چې روغتیا ته مو زیان اړوي او هغه څه کول چې روغتیا ته ګټور دي لکه :
– کافي او ارام خوب
– د ورځې په ځانګړي وخت کې یوازیتوب اختیار کول
– د ورځې لخوا فعالیت کول او سپورت
– د شپې ویښ نه پاتې کېدل او د ورځې په هېڅ وجه خوب نه کول
– چای، کافي، الکول، سګرټ او هر ډول نشه اي توکي پرېښودل
 
تشویش او ډېپرېشن
که چېرې یو کس د تشویش بې نظمي ولري ممکن ډېپرېشن هم تجربه کړي خو دواړو کې په یوه حالت هم یو کس اخته کېدلای شي. مګر دواړه په یو وخت کې هم پېښېدلای شي. همداسې امکان لري چې تشویش د ډېپرېشن له علایمو یو وي. که چېرې یو کس له ډېپرېشن سره تشویش ولري نو علایم تر هغو کسانو چې یوازې ډېپرېشن لري زیات سخت او جدي وي. که چېرې تشویش زیات شي او درملنه یې ونشي نو د ډېپرېشن پیدا کېدو لامل کیږي. د دواړو درملنه د ژوند د طریقې په بدلون، په ورته درملو او د اروا پوه په لارښوونو کیږي.
 
په ماشومانو کې تشویش
په هره اتو ماشومانو کې یو د تشویش بې نظمي لري. خو که چېرې د ماشوم سمه پالنه او روزنه وشي، خبرو ته یې غوږ کېښودل شي او د هرې تېروتنې پر مهال مناسبه لارښونه ورته وشي د وخت له تېرېدو او ودې سره دا زده کوي چې له تشویش سره څرنګه مقاومت وکړي او ځان ترې خلاص کړي خو که چېرې داسې نه وي نو کوچنیانو کې تشویش اوږدمهاله کیږي او د ورځني فعالیت مخه یې نیسي، له کورنۍ د فعل انفعال مخه یې ډب کوي.
 
په کوچنیانو کې د تشویش علایم
– زیل کول
– نا ارامي کول
– بې خوبي
– د ویرې احساس
– شرم
– د یوازېتوب احساس کول
 
که چېرې کوچنیانو کې تشویش په اوږدمهاله بې نظمي بدل شوی وي درملنه یې د پېژندنې په خبرو او درملو کیږي.
 
ځوان بالغ کې تشویش
ځوان بالغ کې ویره ډېری وخت وجې لري او وجې یې هم تر یوې کچې منطقي وي لکه ازموینو کې د ناکامېدو ویره، د زده کړو او مینېدو او بیا یې له لاسه ورکولو ویره او داسې نور … په ځوان بالغ کې که چېرې تشویش ادامه پیدا کړي او په بې نظمي بدل شي نو د یوازې کېدو چلند اختیار کوي، هر څه کې د شرم احساس لري، د هر څه کولو او یا پېښېدو مخه ډب کوي. دا چاره یې په زده کړو اغیز لرلای شي، له ټولنزو مجلسونو ډډه کوي او نسوارو، سګرتو یا نورو نشه اي توکو ته مخه کوي. کوم خلک چې د افغانستان په څېر هیواد کې ژوند کوي چېرې چې د بل احساس هیچا ته اهمیت نلري او یا هم ډېری وخت بل انسان نه درک کیږي نو ځوان بالغ کې تشویش په ډېره اسانۍ په ډېپرېشن بدلیږي. د درملنې لپاره یې باید لمړی اروا پوه ته مراجعه وشي او د عصابو ډاکټر ته د درملو لپاره مراجعه وکړي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons