Michael F. Steger – مایکل اېف سټیګر

په (Colorado State University) کې د اروا پوهنې استاد او د (Center for Meaning and Purpose) مدیر او بنسټګر دی. د چارو تمرکز یې ” له مانا په ډک ژوند، په ژوند کې مانا او موخه ” باندې دی. د اروایي معیارونو او طریقو په کارولو یې په ژوند کې مانا پوښتنلیک یا پوښتنپاڼه جوړه کړې.
په ۲۰۰۵ کې یې له (University of Minnesota) پوهنتون څخه د شخصیت په اروا پوهنه کې او د مشاورې په ارواه پوهنه کې پي اېچ ډي تر لاسه کړې. د (Board of Directors for the International Positive Psychology Association) غړی دی او اوسمهال د اروا پوهنې لپاره په یوه بلاګ لیکلو کې هم ونډه لري. تر اوسه یې درې کتابونه لیکلي د کتابونو نومونه یې لاندې دي :
Designing Positive Psychology: Taking Stock and Moving Forward
د مثتبې اروا پوهنې طرحه کوونه : کلي ارزونه او مخکې تګ – په انګریزۍ (take stock) د یوه ځانګړي حالت، مخکې له پرېکړې کولو هرڅه ته کتنې او ارزونې ته وایي
Purpose and Meaning in the Workplace
کار ځای کې موخه او مانا
The Wiley Blackwell Handbook of the Psychology of Positivity and Strengths-Based Approaches at Work
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons