اروما تېراپي څه ته وایي ؟

په انګریزۍ کې (aroma) بوي ته وایي، معمولا ښه بوي او په طب کې (therapyدرملنې ته وایي. اروما تېراپي د اجزاو مشخصاتو ته په کتو او له اجزاو جوړ ترکیب اغیز ته په کتو له بوټو په جوړ شوي ترکیب درملنه او د روغتیا ساتنه ده. په انګریزۍ کې ورته (essential oil therapy) نوم هم اخلي. د فزیکي او زهني روغتیا دواړو لپاره کاریږي. اروما تېراپي هنر او ساینس دواړه ګڼل کیږي.
 
پخواني مصر، هند او چین بوي لرونکي بوټي په درملنه او مذهبي مراسمو کې کارول. د غوړو تقطیر په ۱۰ پېړۍ کې د پارس خلکو پیل کړ. په ۱۶ پېړۍ کې جرمنیانو د بوټو په اړه مالومات خپاره کړل او په ۱۹ پېړۍ کې فرانسویانو د بوټو په درملو د ناروغیو درملنه پیل کړه. په ۱۹ پېړۍ کې ډاکټرانو په کیمیاوي درملو درملنې ته مخه کړه خو په فرانسې او جرمني کې تر اوسه دود پاتې دی او ډیری ډاکټران تر اوسه د بوټو درمل نسخه کوي. د فرانسې عطر جوړونکی او کیمیا پوه (René-Maurice Gattefossé) اروما تېراپي نوم په کال ۱۹۳۷ کې په لمړي ځل په خپل کتاب کې کارولی.

په اروما تېراپي څرنګه درملنه کیږي ؟
د بوي له لارې او په پوستکي د کارولو له لارې په اروما تېراپي درملنه کیږي، د کارونې لپاره په خپرونکی یا شیندونکي شکل کې، د پوزې یا خولې له لارې له ساه اخیستنې له لارې، د لامبلو د مالګې په شکل کې، د تیلو، ملهم او کریم شکل کې، د خټې شکل کې شته دي. یوازې یو جز یې یا هم له نورو سره ترکیب کې کاریدلای شي.
 
د بوټو هر تیل د درملنې لپاره خپلې ځانګړنې او اغیز لري لکه د درد ارامول، ښه خوب ممکن کول، د سټرس کمول، نا ارامي کمول، په مفصلونو کې ستونزې له منځه وړل، د سردرد او مېګرېن درملنه، له باکتریا، فنګس یا مرخېړي او ویروس سره جګړه، هاضمه کې ښه والی، ایمني سیستم ځواکمن کول.
په اروما تېراپي د ستړیا، بې خوبي، ډېپرېش، پړسوب، په ښځو کې د میاشتینۍ ناروغي ستونزې، د نر د تناسلي الې لکېدو کې د ستونزې درملنه کېدای شي. تر ټولو نامتو تیل د لاندې یادو شو بوټو او ګلانو دي :
clary sage
cypress
eucalyptus
fennel
geranium
ginger
helichrysum
lavender
lemon
lemongrass
mandarin
neroli
patchouli
peppermint
Roman chamomile
rose
rosemary
tea tree
vetiver
ylang ylang

د یادو بوټو تیل له کریمو، شامپو، مایع شکل کې صابون یا جېل، د ویښتانو له جیلو سره، په کوټه، موټر او حمام کې د سپرې په ذریعه، د غاښونو له کریم سره ګډولی او کارولی شی. که چېرې تاسې په پرمختللو هیوادونو کې اوسی نو له داسې دوکان یې تر لاسه کړئ چې د اعتبار وړ وي ځکه چې پرمختللو هیوادونو کې په ارزانه قیمت د بوټو د تیلو په نوم کیمیاوي ترکیب پلورل کیږي د کوم چې له ګټې زیان زیات دی. که یې د درملو په توګه اخلی نو د پېرلو او کارونې طریقې لپاره یې هېڅکله ملا، تعویذګر او حکیم ته رجوع مه کوئ او نه هم له دوي څخه دا ډول درمل یا تیل ترلاسه کوئ. که چېرې نور درمل کاروی له دې ډول تیلو سره تر کارولو مخکې له مسلکي ډاکټر سره مشوره وکړئ.

بد اغیز
تقریبا د ټولو بوټو تیل کارونه بې زیانه ده خو ځینې چارې باید د احتیاط لپاره نظر کې ونیسئ. همداسې که د درملو شکل کې یې کاروئ نو ځینې کسانو کې بد اغیز هم لرلای شي. هېڅکله د بوټو تیل په مستقیمه توګه په پوستکي مه کاروئ د کارونې لپاره نور تیل یا هم داسې څه ورسره ګډ کړئ چې نري او کمزوري یې کړي. د تیلو تر کارولو مخکې یو ځل هرو مرو د حساسیت ازوینه وکړئ. په ځینو کسانو کې لیمویي تیل پوستکی لمر ته حساس کوي او که چېرې تاسې یو له داسې کسانو یاستی نو د کارونې پر وخت یې هېڅکله د لمر وړانګو ته ځان مه څرګندوئ. کومې ښځې چې اومیندواره وي، کوچنیانو ته تی ورکوي او کم عمره ماشومان که چېرې تیل کارول غواړي نو تر کارولو مخکې یې له ډاکټر سره مشوره اړینه ده.
 
په ځینې کسانو کې یې بد اغیز بخار، ساه بندېدنه، سر درد، د حساسیت علایم، د پوستکي نا ارامي او کانګې دي.
 
که چېرې تاسې د ګردې له ګلانو سره حساسیت لری، د ساه بندي ناروغي لری، د اېپي لېپسي په نامه زهني ناروغي لری، د وینې لوړ فشار لری، د اېکزېما په نامه د پوستکي ناروغي لری او یا هم د سوریاېسېس په نامه د پوستکي بخار لری نو د بوټو له تیلو کارولو ډډه وکړئ.
Aromatas
Aromatic candle

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons