Thalamus – تالاموس

د یونانۍ ژبې له (θάλαμος) کلیمې اخیستل شوی مانا یې جوف ده. له خړې مادې جوړه تنه ده. د مغز د مخکینې برخې د ( diencephalon) په وروسته برخه کې واقع دی. له (hypothalamus) سره مجاور حالت کې دی. د درېم کورټیکس په دواړو طرفونو کې د مغز د ساقې له پاسه موجود وي. له تالاموس څخه ټولو لوریو کې سېرېبرل کورټېکس ته عصبي فایبرونه غزېدلي کوم چې غوټو ته ورته د شبکې په څېر د مالوماتو تبادله ممکنه کوي.
 
تالاموس مختلفې دندې لري : دنده یې له (cerebrum) او شوکي نخاع تلونکي او بېرته ورته راتلونکو مالوماتو ته پروسس ورکول دي. خبرتیا او د چاپېریال په اړه پوهېدنه هم تظیم کوي. د بوي د حس کولو له سیستم پرته تالاموس تقریبا له ټولو حسي سیستمونو مالومات ترلاسه کوي. دموټور یا د خوځښت د سیستم په کنټرول کې هم لویه ونډه اخلي. که تالاموس زیان وویني د تل لپاره د کوما لامل کیږي. حسي سګنالونه ترلاسه کوي او لیږي، د خوځښت یا موټور سګنالونه هم سېرېبرل کورټېکس ته لیږدوي، د خوب، چمتو اوسېدنې او هوښ تنظیم هم کوي.
 
له دوه متقارنو برخو یا یو بل ته په کچه او شکل کې ورته برخو جوړ دی. د هر شمزي لرونکي د مغز د (cerebral cortex) او (midbrain) ترمنځ واقع وي. د جنین د ودې پر وخت مغز کې جوړیږي. په لمړي ځل د سویس اناټوميست او جین پوه (Wilhelm His Sr) په کال ۱۸۹۳ کې تالاموس پېژندلی.

اناټومي
له خړې مادې جوړ جوړه جوړښت دی، د مغز په مخکې برخه کې واقع دی. د مغز له مرکز سره نږدې دی، سېرېبرل کورټېکس ته ترې په ټولو لوریو کې عصبي فایبرونه غزېدلي. د تالاموس منځنۍ سطحه د (third ventricle) دیوال جوړوي، برعکس لور ته منځنۍ سطحه یې له (interthalamic adhesion) سره وصل ده. وروستۍ سطحه یې د (stratum zonale) په نوم د سپینې مادې نرۍ طبقه ده. بهرنۍ او داخلي (medullary lamina) لري، بهرنۍ لامینا یې د څنګونو سطحې پوښلي او داخلي لامینا یې هستې په مخکیني، منځني او وروستي ګروپو وېشلي.
Thalamus small

د وینې لېږد
تالاموس له مختلفو رګونو وینه ترلاسه کوي. په ځینې کسانو کې (artery of Percheron) هم وي کوم چې له ( posterior cerebral artery) څخه څانګه شوی شریان دی او د تالاموس دواړو برخو ته وینه لېږدوي خو په ټولو کسانو کې نشته وي. د ( posterior cerebral artery) نورې څانګې کومې چې تالاموس ته وینه لېږدوي polar artery (posterior communicating artery), paramedian thalamic-subthalamic arteries, inferolateral (thalamogeniculate) arteries, and posterior (medial and lateral) choroidal arteries دي.
Constudthal

د تالاموس هستې
د مخکې لور مغز وېش ته (diencephalon) نوم اخلي، په وروسته برخه کې موجود ایپي تالاموس (epithalamus) شامل دی. په پېري تالاموس یا پریتالاموس (perithalamus or prethalamus) کې زونا انسېرټا (zona incerta) او د (thalamic reticular nucleus) په نوم هسته شامله ده. د اونټوجیني په سرچینه کې یې د توپیر له امله ایپي تالاموس او پېري تالاموس له خپله تالاموس سره توپیر لري. مېټاتالاموس له دوه هستو (lateral geniculate and medial geniculate nuclei) جوړ شوی.
 
تالاموس کې لمېلا سیستم موجود دی (له مایلېن فایبرونو جوړ دی) – لمېلا (lamella) د سطحې په اناتومي کې قاب ته ورته جوړښت دی – مایلېن (myelin) په لیپیډ غني توکي دي، د عصبي حجرې د اکسون چارچاپېره وي او هغه نرخ لوړوي په کوم کې چې برېښنایي جریان په اکسون کې تیریږي. په تالاموس کې موجود لمېلا سیستم د تالاموس فرعي برخې جلا کوي. نورې برخې یې د نیورونونو په جلا غنچو تعریف شوي لکه (periventricular nucleus)، د لامینار داخل کې عناصر، لېمېټنس هسته او نور. د څنګونو دا جوړښتونه د تالاموس له نورو برخو سره په جوړښت کې توپیر لري، په الوتالاموس کې سره ګروپ شوي.
Gray723

اړیکې
– تالاموس د (mammillothalamic tract) له لارې له هیپوکمپس سره ډېرې اړیکې لري. په دې کانال کې (mammillary bodies and fornix) هم شامل دي.
– تالاموس د (thalamocortical radiations) له لارې له سرېبرل کورټېکس وصل دی.
– د (spinothalamic tract) په نوم حسي کانال له شوکي نخاع سرچینه اخیستې او تالاموس ته د درد، بخار، تودوخې او لمس مالومات لیږي. دا کانال دوه عمده برخې لري : د (lateral spinothalamic tract) برخه درد او تودوخه لېږدوي د (anterior or ventral spinothalamic tract) برخه لمس او د فشار باره کې مالومات لېږدوي.
Spinal cord tracts - English

فعالیتونه
تالاموس مختلفې دندې لري، تالاموس ته (relay station) نوم اخیستل کیږي مانا یې د مالوماتو یا پیغام ترلاسه کوونکې او د مالوماتو یا پیغام لېږدونکې اډه یا سټېشن ده. همداسې هب (hub) نوم هم ورته کاریږي، د شبکې په ساینس کې هب له مختلفو اړیکو سره غوټه ده، اړیکې په لویه کچه له منځنۍ کچې زیاتې وي. تالاموس د کورټېکس د مختلفو فرعي برخو ترمنځ او له سېرېبرل کورټېکس څخه مالومات ترلاسه کوي او بېرته لېږدوي. د بوي له سیستم پرته هر حسي سیستم کې یوه د تالاموس هسته شامله ده کومه چې حسي مالومات ترلاسه کوي او اړوند بنسټیزې کورټیکل سیمې ته یې لېږدوي. د بېلګې په توګه د لید د سیستم لپاره له ریټینا څخه (lateral geniculate nucleus) ته مالومات لېږدول کیږي او په (occipital lobe) کې (visual cortex) ته استول کیږي.
 
تالاموس د خوب او ویښ حالت په تنظیم کې هم اړین رول لري. د تالاموس هستې له سېرېبرل کورټېکس سره متقابلې اړیکې لري کومې چې (thalamo-cortico-thalamic circuits) جوړوي او هوښ کې ونډه لري. تالاموس په تحریک، خبرتیا او فعالیت کې هم خپل رول لري. که چېرې تالاموس زیان وویني د دایمي کوما لامل کیږي. تازه څېړنو موندلې چې مختلف ډوله فعالیتونه د تالاموس له مختلفو برخو سره تړاو لري. د خوځښت او ژبې سیستم ملاتړ هم کوي. د فعالیت له مخې له هیپوکمپس سره اړیکه کې دی.
Slide2GRE

که چېرې تالاموس ضربه وویني نو د (thalamic pain syndrome) لامل کیږي. په دې روغتیایي حالت کې یو اړخ د سوزي او درد احساس کوي، د مزاج تغیز هم ورسره مل وي. کومې برخې ته چې (paramedian artery) وینه لیږدوي که چېرې د وینې جریان کې ستونزه پیدا شي نو د (akinetic mutism) حالت لامل کیږي په کوم حالت کې چې انسان نه خوځښت کوي او نه خبرې کولای شي همداسې د کوپړۍ په درېم عصب کې ستونزې ورسره مل وي. که چېرې په (artery of Percheron) رګ کې انسداد یا بندېدنه رامنځته شي نو د تالاموس دواړه متقارنو برخو کې د سکتې لامل کیږي.
 
د مرکزي مغز سیستم کې د (Alcoholic Korsakoff syndrome) بې نظمي هغه وخت رامنځته کیږي کله چې (mammillary body) زیان وویني. د (Fatal familial insomnia) حالت ارثي پریون دی په انسان کې تالاموس له منځه وړي، په تدریجي توګه بې خوبي پیدا کوي او د ټولټال بې خوبي لامل کیږي، که چېرې تالاموس زیان وویني نو د کوما لامل کیږي او یا بې خوبي د مړینې لامل کیږي.

 

 

 

Thalamus - DK ATLAS
Thalamus lateralgroup
Thalamus medialgroup

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons