Lactiferous duct – د شیدو کانالونه
د شیدو کانالونه خپله کې سره یو ځای کیږې او څانګې شوی سیستم جوړوي او د شیدو د مرغړیو نرمۍ (lobules) د تیانو له سرونو سره وصل کوي. لکټو جېنې سېس (lactogenesis) له اومیندوارۍ د شیدو د تولید د انتقال بهیر ته وایي. کله چې لکټو جېنې سېس (lactogenesis) د هورمونو د اغیز لاندې تر سره کیږي، دې وخت کې نرمې عضلې خپل ځان ټولوي او د فعالیت له امله یې شیدې د تیانو سرونو لور ته ځي. د شیدو کانالونو ته په انګریزۍ کې (galactophores, galactophorous ducts, mammary ducts, mamillary ducts or milk ducts) نومونه هم اخلي.
جوړښت
کولمنر اېپي تیلیم نسجونو (columnar epithelium) پوښلي او مایو اېپي تیلیل حجرې (myoepithelial cells) یې ملاتړ کوي.
فعالیت
د شیدو د تولید په توازن کې، د شیدو په درېدو او بېرته جذب کې کولمنر اېپي تیلیم اړین رول لري. په انګریزۍ کې (tight junctions) د مختلفو پروتینونو پېچلی اتصال دی دنده یې د بهېدنې مخنیوی وي – د کولمنر اېپي تیلیم حجرې (tight junctions) جوړوي کوم چې د هورمونونه او سیمه ایزو فکتورونو لخوا لکه فشار او کېسین یا فوسفوروتین (casein) لخوا ترتیب او تنظیم کیږي. پرولکټین پروتین او/یا لکټوجېن د (tight junction) د بندېدو لپاره اړین دي خو له زېږون مخکې پروجېسټېرون هورمون د بندېدو مخنیوی کوي.
Lactiferous Duct Dysmorphia (LDD)
د شیدو د یوه کانال په کچې او شکل کې بې نظمي یا د شکل بدلون دی کوم چې د شیدو په بهېدو کې منفي اغیزي لري. په انګریزۍ کې ورته (Milk Duct Dysmorphia) اصطلاح هم کاریږي.
کلینیکي کتنه
د تیانو ډیری ناروغۍ یا د شیدو له کانالونو سرچینه اخلي او یا تړاو ورسره لري.
– د تیانو د سرطان ډېری ډولونه په کولمنر اېپي تیلیم کې پیدا کیږي
– ماسټال جیا یا د تیانو درد (mastalgia) د تیانو وړو نرمیو کې د ترشح د توازن د نشتوالي او د شیدو په کانالونو کې د بېرته جذب له امله پیدا کیږي
– په تیانو کې پړسوب (nonpuerperal mastitis) کوم چې له اومیندوارۍ او له تي ورکولو سره تړاو نلري او عفوني کېدنه ورسره مل وي
– د شیدو کانال کې د مایع جمع کېدنه او د تي د سر لاندې د کانال پراخېدنې ته (duct ectasia) وایي
– په تي کې مردار دانه پیدا کېدل (subareolar abscess)
– د (fibrocystic breast changes) سیسټ ډیری ډولونه د شیدو له کانالونو سر چینه اخلي
Comments
So empty here ... leave a comment!