Earthquake – ځمکلړزه یا زلزله
ځمکلړزه
په انګریزۍ کې ورته (quake, tremor or temblor) نومونه هم اخلي. د ځمکې د سطحې لړزه ده د رامنځته کېدو لامل یې د ځمکې په لیتوسفیر کې د انرژي ناڅاپه ازادېدنه یا خپرېدنه ده، د انرژي خپرېدو سره لړزه اي څپې (seismic waves) رامنځته کیږي. لړزه اي څپې د انرژي څپې دي کومې چې د ځمکې په طبقو کې تګ کوي، د مګما له خوځښت سره، له اورشیندنې، زلزلې یا ځمکلړزې سره، د ځمکې د یوې لویې تنې له ښوېدنې سره، د انسان لخوا د ځمکې داخلې کې د چاودېدونکو په ذریعه چاودنې سره لړزه اي څپې مل وي.
د ځمکلړزې کچه ممکن ډېره کمزورې وي او انسان یې احساس نشي کړای، ممکن ډېره ځواکمنه وي او د ځمکې په سر توکي ولړزوي، له کورونو نیولې تر کلیو او یا لویو ښارونو پورې ویجاړ کړي. د یوې سیمې د لړزه اي څپو فعالیت فریکونسي ده. په انګرېزۍ کې (tremor) زلزلې ته وايي خو دا کلیمه د (non-earthquake seismic rumbling) لپاره هم کاریږي.
ځمکلړزه یا زلزله د ځمکې سطحه بې ځایه کوي. که چېرې د لویې ځمکلړزې مرکز (epicenter) له سمندر غاړې لرې په سمندر کې وي نو د سمندر تل بې کچې زیات بې ځایه کولای شي او د سونامي لامل کېدای شي. ځمکلړزه کولای شي د اور شیندنې او ځمکې ښوېدنې لامل شي. ځمکلړزه یا زلزله ډېری وخت د لړزه اي (seismic) پېښو لپاره کارېدونکی نوم دی که چېرې دا لړزه اي پېښې د انساني فعالیت لکه د ځمکې تل کې چاودنې له امله وي او یا هم د طبيعي انرژي خپرېدو له امله وي.
ځمکلړزه ډیری وخت په ځمکه کې د جیولوجیکي درز (faults) له امله رامنځته کیږي، د اورشیندنې له امله هم رامنځته کېدای شي، په ځمکه کې یې لوی ماینونه او اټومي ازموینې هم رامنځته کولای. د زلزلې لمړنۍ پرې کېدونکې برخې ته (hypocenter) وایي د همدې برخې له پاسه د زلزلې مرکز (epicenter) موجود وي.
په طبیعي توګه رامنځته کېدونکې ځمکلړزه
ټیکټونیکي ځمکلړزه د ځمګې هرې هغه برخه کې رامنځته کېدای شي چېرې چې کافي زخیره شوې د کش کېدو وړ کش کوونکې یا را غونډونکې انرژي موجوده وي – په دې مانا چې داسې توکي د انرژي شکل کې موجود وي کوم چې الاستیکي یا د کش کېدو ځانګړنه لري او د انرژي دا ځواک نور توکي کش یا پرواخولی او را غونډولی شي. تر څو په ځمکه کې د جیولوجیکي درز په اوږدو کې د شکېدنې یا درز خپرېدنه وهڅولی یا تحریک کړای شي.
د زلزلې د څرنګوالي په اړه د ښه پوهېدو لپاره دوه ډوله خوځښت باندې سم ځان پوه کړئ : په انګریزۍ کې (Aseismic creep) د سطحې هغې بې ځایه کېدو ته واي چې د جیولوجیکي درز په اوږدو کې د کچه کېدو وړ وي او زلزله ورسره ملتیا نه کوي، دا ډول لړزه ممکن د ځمکې له ښوېدو او یا زلزلې ورځې، میاشتې یا کلونه وروسته رامنځته شي.
په انګریزۍ کې (Asperity) د جیولوجیکي درز یا چاود فعاله سیمه ده، ممکن جیولوجیکي رامنځته شوی درز پکې بند شي. که چېرې دا پېښه ترسره نشي نو جیولوجیکي درز ممکن خوځښت وکړي او د زلزلې رامنځته کېدو لامل شي. ډیری وخت د (stick-slip behavior) لامل کیږي مانا یې د دوه توکو په یوبل ورښوېدل ده.
کله چې جیولوجیکي درز یا چاود بند شي نو د ځمکې د قابونو یا صفحو ترمنځ د خوځښت لامل کیږي، دا چاره ډېر فشار پیدا کوي او له همدې امله د جیولوجیکي درز پر سطحه الاستیکي انرژي زخیره کیږي. دا چاره تر هغې ادامه پیدا کوي تر څو د چاود یا درز بنده شوې خوله نا څاپه پرانیستل شي او داخل ته وښویږي له دې سره انرژي داخل لور ته خپریږي، د انرژي خپرېدو شکل د سټرېن او لړزه اي څپو ترکیب وي. له دې چارې سره د جیولوجیکي درز په سطحه کې تودوخه رامنځته کیږي او ډبرې درز کیږي او دا چاره ځمکلړزه رامنځته کوي. د ځمکلړزې د انرژي لویه برخه د چاود په پراخولو کې کاریږي او یا په تودوخې بدلیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!