د احساساتو مدیریت
احساسات زمونږ د ټولو د ژوند لویه برخه ده. هره ورځ مختلف ډوله احساسات تجربه کوو چې د هر یوه یې هر وخت کې کچه کمزورې یا ځواکمنه وي. د ځینو اداره کول یې اسانه چاره ده خو ځینې احساسات ډېر ځواکمن وي او مدیریت یې اسانه چاره نه وي. که چېرې د اوږ مهال لپاره مو منفي احساسات بې مدیریته پاتې شي نو زهني روغتیا کې ستونزې پیدا کولای شي.
که یو کس د خپلو احساساتو مدیریت نشي کولای او دا ستونزه یې اوږد مهاله وي په انګریزۍ کې دې حالت ته (emotional dysregulation) وایي. او یوه اروایي ستونزه ګڼل کیږي. په احساساتو کې د مدیریت نشتوالی د تشویش، ډېپرېشن، شخصیت بې نظمي، پسیکوسیس او سټرس بې نظمي لامل کیږي. هر انسان کولای شي د خپلو احساساتو مدیریت زده کړي او دا چاره په سالمه توګه ترسره کړي.
ټول احساسات اړین دي او هر یو یې یوه موخه لري. هر یو یې مونږ ته مالومات راکوي او دا مالومات زمونږ پام هغو اړینو پېښو ته اړوي کومې چې زمونږ ژوند کې ترسره کیږي. ممکن دا پېښه ډېره وړه وي او یا ممکن ډېره لوی او اړینه وي. مینه د احساساتو یو ډول دی او زیاته مینه مونږ ته رازده کوي چې د خپل اولاد خیال ساتنه وکړو. د بېلګې په توګه که ستاسې موټر د ناسم پارکینګ له امله جریمه شي تاسې غسه کیږی او همدا غسه د احساساتو یو ډول دی او تاسې دې ته اړ کوي چې راتلونکې کې ورته چاره ترسره نه کړی. اوس فکر وکړئ که تاسې احساسات نه لرلای نو څه به پېښ شوي وای ؟
انسانان فکر کوي چې ښه او بد احساسات یا منفي او مثبت احساسات موجود دي. احساسات یا خوښونکي وي او یا نا خوښونکي وي خو دواړه اړینې موخې لري. هر ډول احساسات مونږ ته د ژوند مختلفو پېښو په اړه زده کړې راکوي او هره زده کړه مونږ په مختلفو طریقو غبرګون ته اړ باسي او غبرګون هم نیمه خودمختاره یا نیمه ارادي وي تر څو چټک عمل ترسره کړای شو د بېلګې په توګه ویره مونږ په نیمه ارادي توګه له حالت څخه تېښتې ته اړ باسي.
د احساساتو پوهه یا پیغام مونږ ته له درې لارو رسیږي :
۱ – بدن : د فزیکي حسونو له لارې
۲ – د زهن له لارې : فکرونه، یادونه تصور کول
۳ – د چلند له لارې : کړنې
ټول احساسات مو په مختلفو طریقو په بدن، زهن او چلند خپل اغیز لري. د بېلګې په توګه که چېرې یو کس ته غسه شو نو ممکن زهن مو دا فکر ونیسي چې یو کس څه کوي، بدن کې مو د زړه ضربان تېز شي، چلند مو داسې کړنې ته اړ کړي چې له حالت سره مقاومت وکړو. که چېرې د یو پلټونکي په توګه د غسې په وخت کې خپلو یادو درې برخو ته پام وکړو نو بدلون پکې راوستی شو لکه زهن ته ووایو چې ارزښت نه لري په اړه یې فکر وکړم، د زړه د ضربان کمولو لپاره ډوبه ساه واخلو او د کړنو مخه په یادو دوه چارو ونیسو او په دې چارو سره هم احساسات مدیریت کولای شو دوېم خپله دا خوښه لرلای شو چې څرنګه احساسات ولرو او تجربه یې کړو.
لاندې ځینې احساساتو ته پام وکړئ او په بدن، زهن او چلند یې اغیز ته کتنه وکړئ :
– احساسات : ویره
په زهن یې اغیز : زهن کې خپلسري فکرونه راتلل، بد حالت تصور کول ؛ په بدن اغیز : خوله کول، د زړه ضربان کې زیاتوالی، د عضلو ټولیدنه یا نښلېدل، سا کې تېزوالی ؛ په چلند اغیز : په کړنو د حالت مخنیوی کول
۲ – احساسات : غسه
په زهن اغیز : په زهن کې د بل کس کړنې تصور کول ؛ په بدن اغیز : خوله کول، د زړه ضربان تېزېدل، بدن کې لړزه پیدا کېدل، تېزه سا اخیستل ؛ په چلند اغیز : مقابله کول
۳ – احساسات : خپګان
په زهن باندې اغیز : ورور فکر، تکراري فکر، منفي فکر ؛ په بدن اغیز : ځان دروند احساس کول، ځان ستړی احساس کول، ځان خالي احساس کول ؛ په چلند اغیز کول : له خلکو او بل هر څه ځان ډډې ته کول
۴ – احساسات : خوښي
په زهن اغیز : تېز فکر کول، په هر څه مثبت تمرکز لرل ؛ په بدن اغیز : ځان له انرژي ډک احساس کول ؛ په چلند اغیز : له نورو سره نږدېوالی
که چېرې تاسې پورته ټولو احساساتو او اغیز ته یې کتنه وکړئ نو په دې پوهیږی چې هر یو یې مونږ ته پوهه راکوي او د هر یوه پوهه د ژوند بقا او ادامه ممکنه کوي. همداسې که چېرې مونږ خپل احساسات ونه پېژنو، غبرګون کې یې ونه ښیو او مدیریت یې نه کړو نو د وخت له تېرېدو سره ممکن ډېر ځواکمن شي او په زهني روغتیا مو منفي اغیز ولري.
کله احساسات په مونږ بد اغیز لرلای شي ؟ لاندې بېلګو کې پام ورته وکړئ
۱ – کله چې خپل احساسات ونه پېژنو : مونږ فکر کوو چې غصه یو خو اصل کې وېرېدلي یو
۲ – د ویرې له بیانولو ډډه وکړو داخل کې دا احساسات خښ کړو او په ځای یې غسه بیان کړو
۳ – مونږ احساسات ولرو خو له احساس کولو یې ډډه وکړو لکه خوښ یو خو خوښي ونه کړو، لکه خپه یو خو ځان خوښ وښیو لکه ویرېدلي یو خو ویره له پامه وغورزو
تر ټولو اړینه داده چې داخل کې خپل احساسات وپېژنې او له نورو احساساتو سره یې توپیر وکړې. دوېم ګام کې پېژندل شوی احساسات په اغیزمنه توګه مدیریت کړې.
دا په یاد کې ولرئ چې احساسات ستاسې پام خپل ځان ته جلبوي او که چېرې تاسې خپلو احساساتو ته غوږ ونه نیسی نو هر وخت به ستاسې د پام جلبولو هڅه وکړي او که چېرې تاسې خپلې سرتمبږي ته ادامه ورکړی نو احساسات به هم ادامه ورکړي او کمزوري احساسات به مو په ځواکمنه توګه ځان په خپلسرې توګه ځان بیان کړي.
د احساساتو مدیریت زده کول : د زغم زون پېژندل
مونږ د احساساتو د مدیریت له زده کړې سره نه یو پیدا شوي بلکې مدیریت کول یې باید زده کړو. مونږ له خپل مور پلار، ملګرو، استاد او په ځانګړې توګه له ټولنې هر وخت زد کړه کوو، د وخت له تېرېدو سره ډېر څه تجربه کوو. ماشومتوب د احساساتو د ودې لپاره اړینه موده ده. که چېرې ماشومتوب کې احساسات ونه پېژنو مدیریت یې زده نه کړو نو وروسته اتومات شکل اخلي او بیا ورسره مقاومت کول اسانه چاره نه وي.
په ماشومتوب کې ماشومان مور او پلار یا نورو لویانو ته اړتیا لري چې ځواکمن بیانېدونکي احساسات یې مدیریت کړي لکه د ویرېدلو په وخت کې یې ډاډه کړي، د ژړا او خپګان وخت کې یې ارام کړي، د جنګ وخت کې یې له مقابلې کولو راوګرځوي. ماشومان ډېرې نیمګړتیاوې لري سمون یې د مور او پلار له چلند سره تړاو لري او یا د مور او پلار په ځای د روزنکي له چلند سره تړاو لري. په ځینې کورنیو کې ځینې احساسات د منلو وړ نه وي او په ماشومانو زهني او فزیکي فشار راوړل کیږي تر څو یې بیان نه کړي که چېرې یې د بیان د مخنیوي هڅه وشي او یا بیان ته پرېښودل شي خو سم مدیریت نشي نو وروسته په زهني روغتیا خپل اغیز لرلای شي.
په ځینې کورنیو کې بې کچې زیات احساسات بیانیږي او بیان یې هم پرته له مدیریت وي. دا په دې مانا ده چې د کورنۍ کسان په ځان ارام ساتلو یا ارامولو کې ستونزه لري. ځینې خلک د احساساتو مدیریت کوي خو د مدیریت طریقه یې سالمه نه وي او دا خپله انسان کې نورې اروایي ستونزې زېږولی شي.
انسانان له مختلف خوی سره زېږېدلي او هر یو د بل په څېر خوی نشي لرلای. په دې مانا چې هر کس په مختلفه کچه احساساتو ته حساس دی، او احساساتو ته یې غبرګون هم د حساسوالي له کچې سره تړاو لري. ممکن یو کس د خپلو احساساتو په بیان کې شرم وکړي او بل یې ډېر ژر بیان کړي، ممکن بل کس یې ډېر ځواکمن بیان کړي. له کوم خوی سره چې مونږ زېږېدلي یو او په کوم چاپېریال کې چې مونږ لوی شوي یو او د احساساتو بیان مو پکې زده کړی وي د احساساتو په بیان او احساس کولو کې یې په توازن خپل اغیز لري. په دې ډول خلکو کې دا دوه خبرې هم په ډېره اسانۍ ستونزه پیدا کولای شي دوه خبرې : ” یو کس څرنګه احساس کوي ” او ” نور خلک څرنګه دي ” که چېرې د دواړو ترمنځ توپیر وي نو دا خلک ستونزمن کېدلای شي. ډیری دا ډول خلک وروسته بلوغیت کې د احساساتو مدیریت په نیشه اي توکو کوي او یا نورو نا سالمو طریقو باندې د احساساتو مدیریت کوي.
۱ – ځینې خلک په احساساتو کې ډوب وي دا ډول خلک : احساسات حقایق ګڼي، سملاسي یې احساسات په غبرګون بدلیږي، فکر نه کوي، له کنټرول وتلي وي.
۲ – ځینې خلک احساسات مني او زغمي دا ډول خلک : له احساساتو سره ملتیا کوي خو ځان په احساساتو کې نه ډوبوي، د خپلو احساساتو په اړه فکر کولای شي، د غبرګون په اړه خپله خوښه لرلای شي چې څرنګه غبرګون وښي.
۳ – په ځینې خلکو کې احساسات مړه شوي وي دا ډول خلک : له خپلو احساساتو سره یې اړیکه پرې وي، له خپلو احساساتو نا خبره وي او غبرګون هم نه ښي. دا ډول خلک خالي، ورو، بې انګېزې وي.
د انسان احساسات نه باید دومره ځواکمن وي چې پکې ډوب شي او نه دومره کمزوري چې له خپلو احساساتو نا خبره شي. احساساتو سره ملتیا مونږ سره دا مرسته کوي چې مناسبې او منطقي پرېکړې وکړو، هر څه ته مو غبرګون مناسب او منطقي واوسي، له نورو سره مو فعل او انفعال سم وي، پېښې مو یاد کې پاتې شي او د هر څه په اړه مو فکر کول روښانه او واضح وي. که چېرې داسې نه وي نو ډېرې وړې پېښې کولای شي له مونږ هغه څه غبرګون کې بهر کړي کوم چې زمونږ اصلي انځور نه دی او د ډېرو وړو چارو مدیریت هم مونږ ته لوی خنډ کړي.
د یو کس بې کچې زیات احساساتي کېدو او غبرګون ښودلو حالت ته انګرېزۍ کې (hyperarousal) وایي. له دې ډول حالت تجربه کولو وروسته انسان ډېری وخت د تشویش، زهني او فزیکي نا ارامتیا احساس کوي. که چېرې یو د یو کس له خپلو احساساتو سره اړیکه پرې وي دې حالت ته (hypoarousal) وایي او دا ډول کسان د ډېپرېشن احساس لري، په هر څه کې بې انګېزې وي، د هېڅ په اړه فکر نه کوي او یا یې زهن تکراري فکرونه وي، نه له خپل ځان سره اړیکه کې وي او نه له نړۍ سره اړیکه کې وي.
د هر انسان خوی له بل سره توپیر لري، د احساساتو په اړه یې پوهه له بل سره توپیر لري، په خپلو احساساتو کنټرول او د غبرګون طریقه یې له نورو سره توپیر لري. کوم خلک چې له خپلو احساساتو سره ملتیا کوي او مناسب غبرګون ښي هم کله نا کله په احساساتو کې ډوب شوی وي او یا یې له خپلو احساساتو سره اړیکه وخت نا وخت پرې شوې وي. خو نور داسې خلک هم شته چې ډېرې ګټورې او اغیزمنې لارې چارې یې زده کړي وي تر څو یې ځواکمن احساسات د ارام له زون څخه بهر نه کړي.
احساساتي غبرګون
احساساتي غبرګون په عمل یا خبرو کې د هغو احساساتو بهر کولو ته وایي کوم چې مونږ احساس کوو. که تاسې غواړی چې احساسات مو مدیریت کړی نو لمړی تر ټولو اړینه ده چې د دې سوال ځواب پیدا کړی ولې احساسات باید مدیریت کړم ؟ دوېم دا هم اړینه ده چې ځان په دې پوه کړی چې کوم ډول احساساتو کې بدلون غواړی. د بدلون طریقه باندې کار کول او د بدلون لامل موندل مو د احساساتو مدیریت کې اسانتیا رامنځته کوي. همداسې په هغو پایلو هم زهن پوه کړئ چې که چېرې غبرګون کې بدلون او مدیریت را نه وستل شي نو څه پایلې به ولري.
Comments
So empty here ... leave a comment!