کار او ژوند
مونږ کار د دې لپاره کوو چې د ژوند د هرې برخې اړتیا پرې پوره کړو. هر ډول اندېښنې ته د حل لار پیدا کړو. د کار په عاید کورنی ژوند یا شخصي ژوند جوړو. د کار عاید د ژوند د هر پړاو نه په بریالۍ توګه د تېرېدو لپاره کاروو. د همدې موخې لپاره هره ورځ خپله انرژي کاروو او بیا ځلې ځان په انرژي ډکوو. که چېرې د کار او ژند ترمنځ مو وخت کې توازن نشته وي نو لمړی دا چې زمونږ موخه ژوند کول دي، د وخت له تېرېدو سره به دا درک کړو د څه لپاره چې کار کوو نور یې نلرو، او دا درک به مو له انرژي خالي کړي، په بله مانا د کومې موخې لپاره چې کار کوو نور به دا موخه نشته وي او یا به بې ودې پاتې وي او دې چارې به زمونږ د بیا ځلې په انرژي د ډکېدو مخه نیولي وي.
د کار او ژوند ترمنځ توازن جمله کې، کار د ژوند متضاده مانا نلري بلکې کار هم د ژوند یوه برخه ده. خو که چېرې یوازې د ژوند یوې برخې ته پام وکړو او نوره لویه برخه لکه کورنۍ، ټولنه، کلتور او داسې نور له پامه وغورځو نو ژوند به مو نیمګړی وي. د کار او ژوند ترمنځ توازن په دې مانا ده چې له کار وروسته څه تر سره کول امکان لري ؟ په دې مانا چې ژوند له دوه عناصرو جوړ دی کار او له کار وروسته ټولنیز ژوند او د دواړو ترمنځ همغږۍ او توازن ته اړتیا ده. د یو عنصر نوم مسلکي ژوند دی د بل عنصر نوم شخصي ژوند دی.
ډیر خلک د دواړو ترمنځ پوله نلري او دواړه ترې له یو بل سره ګډ شوي وي کوم چې د وخت له تېرېدو سره ناوړه پایلې لرلای شي. د بېلګې په توګه له کاري ساعتونو وروسته ایمیلونه ځوابول، د رخصتي په ورځ پرېزنټېشن جوړول؛ ځینې خلک برعکس په کاري ورځو کې شخصي کارونه پر مخ وړي، په کار ځای کې له کورنۍ سره چټ کول، ټیلیفوني خبرې کول، د کار وخت کې شخصي پیغامونه کتل او لیږل.
که چېرې د دواړو ترمنځ توازن شته وي نو د اوږدمهاله سټرس مخنیوی پرې کیدای شي، له کار او شخصي ژوند څخه خوند اخیستو ته وده ورکول کیدای شي او بیا ځلې انسان د دواړو لپاره ځان په انرژي ډکولای شي.
مخکې تر دې چې د کارو او ژوند ترمنځ توازن باندې خبرې وکړو ځینې مالومات ته کتنه کوو تر څو په دې موضوع سم پوه شوو.
نړیوالتوب
– نړیواله سیالي کې زیاتوالی
– د تولید د دوران په موده کې لنډوالی
– نړیوالې پروژې، نړیوال کار کوونکي
– په ټوله نړۍ کې کار کوونکي لرل
– نړیوال ټرانسپورټ او د تولید د وېش لپاره نړیوال چینلونه
– په ټوله نړۍ کې څانګې لرل
ډیموګرافیک تکامل
– د زیات عمر لرونکو کار کوونکو په شمېر کې زیاتوالی
– د تقاوت اخیستلو لپاره د مودې اوږدېدل
– د کمو اولادونو زېږولو له امله په ځینې هیوادونو کې د کار کوونکو نشتوالی
نوې ټکنالوجي
– د ډاټا لاین کارونه، مبایل، راډیو او سټلایټ
– د ربوټ او سایبورګ ټکنالوجي کارونې زیاتېدنه
– د نانوټکنالوجي کارونې زیاتېدنه
– د وېشل شوي لیجر ټکنالوجي ته نوره وده ورکول، د لیږدېدونکو توکو محفوظ تعقیب ممکن کول
– د بلاک چېن سیستم ته وده ورکول، له سایبیري برید یې محفوظ ساتل
ډیجیټلي کېدنه
– د ډیجټلي ابزارو کارېدنه
– د انترنټ کارېدنه کې زیاتوالی
– د اوتومات پوهې خپرونې لپاره د مصنوعي زیرکتیا کارېدو کې زیاتېدنه
– هولوګرام
– له واټن د کمپیوټر کارونه
پورته ټول یاد شوي بدلونونه په دواړو مسلکي او شخصي ژوند کې بدلون رامنځته کړی. د کار کوونکو او د کار د مالک لپاره یې نوې غوښتنې او اړتیاوې زیاتې کړي او د کاري او مسلکي ژوند په توازن یې خپل اغیز لرلای. د کار مالکان داسې کار کوونکي لټوي کوم چې مسولیت په غاړه اخیستی شي، په مستقله توګه فعالیت کولای شي، په ټیم کې د کار وړتیا لري، د همکاري کولو وړتیا لري، وخت په مناسبه توګه مدیریت کولای شي، د نوې زدکړې لپاره لیواله وي، په سافټویر او ای ټي کې مالومات لري، د پرېکړو د بهیر په اړه پوهه لري، د مدیریت په اړه پوهه لري او په نورو ژبو پوهیږي.
د سټرس یو لامل دا دی چې چارې په خپل وخت سرته ونه رسیږي او کار کوونکي له کاري ساعتونو وروسته هم کار ته ادامه ورکوي تر څو موخې ته ورسیږي. د دې لپاره باید ټول هغه بهیرونه کوم چې وخت ضایع کوي په ګوته شي او سمون پکې راوستل شي.
د ځان مدیریت
– موخې ټاکل کومې چې یوازې مانا لرونکې نه وي بلکې په حقیقت بدلېدونکې حقیقي هم وي
– چارې پېژندل او له موخې سره تړاو ورکول
– لمړیتوبونه پېژندل
– د ځان کنټرول
– د موخې لپاره پلان لرل
– انګېزه
کله هم چې تاسې له کار ځایه بهر ووتلی نو یوازې محدود چارو کې مه بوخت کیږئ. داسې ادارې پیدا کړئ یا یې خپله بنسټ کیږدئ کومې چې د ژو ژغورنه کې مرسته کوي، د ژو د روغتیا پالنه کوي، له بې وزلو خلکو سره مرسته کوي، ټولنیز وړیا خدمتونه ترسره کوي، د ماشومانو د حقونو خوندیتوب ته کار کوي، د کډوالو حقونه ساتي او مرسته ورسره کوي. له دې پرته کولای شی د سپورت کلبونو کې داخله وکړی. د طبیعت ساتنې او پراخونې کې ونډه واخلی.
کتاب اخیستلو، لوستلو او بل ته د کتاب ډالۍ کولو لپاره وخت وټاکئ. ساینسي مستند لنډ له ۴۰ دقیقو تر ۶۰ دقیقو پورې ویډیوګانې وګورئ. له ملګرو یا کورنۍ سره که چېرې ماشومان لری نو له ماشومانو سره بهر د قدم لپاره ولاړ شئ. هر ورځ یوه چاره په تکراري ډول مه ترسره کوئ بلکې مهال وېش ورته جوړ کړئ او بدلون پکې راولئ.
یوه ورځ د خپل ځان، کړنو د تفکر لپاره وټاکئ او یوازېتوب پکې غوره کړئ. د یوازېتوب پرمهال له ځان دا ډول پوښتنې وکړئ او خپلو پوښتنو ته ځوابونه پیدا کړئ : ما څرنګه او له څه تجربه ترلاسه کړه ؟ څه مې خوښوي، بیکاره وخت کې یې کول امکان لري ؟ څه مې خوښیږي، څه مې نه خوښیږي ؟ په څه کې ښه یم او په څه کې څه ډول ستونزې لرم ؟ بریاوې او ماتې ؟ زما کمزوري ټکي او وړتیاوې ؟ د اوسني حالت نه د مخکې تلو لپاره څه کول اړین دي ؟ نور په ما کې څه خوښوي څه نه خوښوي ؟ په اړیکو کې ما ته څه اهمیت لري ؟ د ځینې حالتونو د مخنیوي لپاره زه څه کولای شم ؟ کومې تجربې مې کړي پایلې یې څه وې ؟
ځانته احترام
د خپل ځان قدرداني کولو ته وایي. که چېرې تاسې له خپل ځان څخه نا راضه اوسی نو هېڅکله خوښ ژوند نشی لرلای. که چېرې تاسې ځانته احترام ونلری نو په دوامداره توګه به مو زهن کې دا وي چې نور به ستا په اړه څرنګه فکر لري. دا ډول خلک تل له نورو په تېښته کې وي. که چېرې تاسې خپلې نیمګړتیاوې ومنی او خپلې وړتیاوې هم وپېژنئ د نورو په لید خپل ځانته احترام جوړ نه کړئ نو له ځان سره به مو ښیګړه کړې وي.
Comments
So empty here ... leave a comment!