د احساساتو ریښې
مغز په خپل ځای کې دی، مغز خپل ځان کې له دوزخ نه جنت جوړوی شي او له جنت نه دوزخ جوړوی شي. – جان میلټون
ته همدا اوس څرنګه احساس لرې ؟
په دې پوهېدل چې اوس څه ډول احساس لرم د احساساتو د کنټرول په لور لمړی ګام دی. ستاسې احساسات کولای شي ستاسې له ژوند لویه بدبختي جوړه کړي، کولای شي ژوند مو نیکمرغه کړي له همدې امله باید هر کس خپلو احساساتو ته ډېر پام وکړي. ستاسې احساسات ستاسې د ژوند د ټولو تجربو رنګ دی. کله هم چې مثبت احساسات ولری نو هر څه درته ښه ښکاري، په دې وخت کې تر بل هر وخت ښه فکر او مثبت فکر کولای شی او تر بل هر وخت زیاته انرژي احساس کوی خو که چېرې منفي احساسات ولری برعکس د هر څه کولو لپاره بې انګېزې کیږی. احساسات لارښونکي هم دي، ستاسې احساسات تاسې ته پیغام درکوي چې یو څه مو په ژوند کې سم یا ناسم دي او دې ته مو اړ کوي چې ژوند کې بدلون راولی.
د انسان د مغز دنده د بقا ممکن کول دي. مغز مو چاپېریال کې هر ډول خطر سکېن کوي. دا ډېره اړینه چې تاسې درک شوی یا تصور شوی او حقیقي خطر سره جلا کړی. د مغز لمړی دنده ستاسې خوښول نه دي بلکې ستاسې بقا ممکن کول دي نو له همدې امله تاسې باید داسې فکر ونه کړئ چې خوښ اوسېدل ستاسې طبیعي حالت دی او نا خوښ اوسېدل له طبیعي حالت څخه وتل دي.
کله چې د انسان د مغز په ځینې برخو کې ډوپامین ازاد شي نو خوند احساس کوي. کله چې تاسې سپورت کوی، جنسي اړیکه نیسی، د ښه خوند لرونکې میوه یا نور خواړه خوری نو ډوپامین په دې برخو کې خپریږي. د ډوپامین یوه دنده دا ده چې تاسې د خوړو لټولو ته اړ کړي تر څو له ولږې مړه نشی، د جنسي اړیکې لپاره مو مخالف جنس لټولو ته اړ کوي تر څو مو نسل بقا پیدا کړي.
تاسې ولې ډېری وخت ټولنیزو رسنیو کې تېروی ؟ ځکه چې د کتلو پر مهال یې ډوپامین ستاسې مغز کې ازادیږي او له همدې امله تل ټولنیزو رسنیو کې یاستی او د ژوند وخت مو ضایع کوي. د لغړو فلمونو کتل هم د ډوپامین خپرېدا ممکنه کوي او له همدې امله انسان پرې روږدی کیږي. خو له دې پرته هم مغز په خپله ډوپامین پرېږدي. په اوس وخت کې مارکیټ داسې خوند او خوښي تولیدوي او په مونږ یې پلوري چې زمونږ د ناخوښي لامل ګرځي. دا ډول ډوپامین کولی شي روغتیا ته بدې پایلې ولري او د انسان د معتادي لامل شي لکه د ویډیو ګیم معتادي، لکه د مبایل معتادي، لکه تلویزیون ته ډېر بې کچې زیات کیناستل. دا ډول خوښي مو د وخت له تېرېدو سره په ډېر ناخوښ کس بدلولی شي.
ستاسې زهن له نوي حالت سره ډېر ژر ځان همغږی کوي. خو کله هم چې د نوي حالت بنسټیزه خوښي پای ته ورسیږي د انسان زهن نورې خوښۍ لټوي. کله هم چې تاسې د نوي حالت سره زهن همغږی کړی نو د خوښي کچه مو ډېره ژر بېرته لمړي حالت ته راځي. د بېلګې په توګه تاسې غواړی یو موټر یا کور واخلی، له کور اخیستلو وروسته تاسې یوه اونۍ کې بېرته هماغه پخواني حالت ته ځی کوم حالت کې مو چې کور نه لره، دا خوښي مو تل پاتې نه وي. دا په دې مانا ده چې بهرنۍ پېښې ستاسې په داخل کې په خوښي ډېر کم اغیز لري. د سونجا په نوم لیکوال په خپل کتاب کې لیکلي چې پنځوس فیصده خوښي جنیتیک ټاکي، څلوېښت فیصده داخلي فکتورونه او یوازې لس فیصده خوښي ټاکونکي بهرني توکي او پېښې دي.
نوټ : د ژوند په لور چلند ستاسې خوښي ټاکي، څه چې ژوند کې تاسې ته پېښیږي ستاسې د خوښي ټاکونکي نه دي.
ممکن اوس تاسې پوه شوي یاستی چې د بقا میکانېزم مو څه ډول له ډېرې خوښي راګرځوي او په منفي توګه مو په احساساتو اغیز کوي. یوازې مو د بقا میکانېزم په احساساتو اغیز نه لري بلکې د خپل ځان هویت یا نفس مو هم په احساساتو خپل اغیز لري او ستاسې احساس ته په شکل ورکولو کې خپله ونډه اخلي. د دې لپاره چې په خپلو احساساتو کنټرول ولری اړینه ده چې د خپل ځان د هویت یا نفس په تعریف او دندې پوه شی.
د خپل ځان هویت یا نفس د ژوند په اوږدو کې ستاسې له مختلفو تجربو جوړ شوی وي. تاسې دا جوړښت ډیری وخت خپل ځان د ویاړ شکل کې څرګندوی. کوم څه چې ستاسې ژوند کې پېښیږي دا پېښې کومه ځانګړې مانا نلري بلکې تاسې یې زهن کې تعبیر کوی او مانا ورکوی. تاسې هم د خپل ځان او د ځان د هویت په اړه په هغه څه باور کوی کوم چې تاسې ته خلکو ویلي لکه ستا نوم، ستا عمر، ستاسې باورونه، ستا سیاسي نظرونه، ستا دنده. دا ټول یاد شوي تاسې کې موجود دي او د تجربو لامل کیږي او دې تجربو ته تاسې مانا ورکوی. کوم خلک چې کمه پوهه لري له دې نه وي خبر چې د ځان هویت یا نفس یې نورو جوړ کړی دی او پایلې یې دې هویت ته غلام کېدنه او مطیع کېدنه وي.
ستاسې د خپل ځان هویت خودخواه دی او د خپل ځان بقا غواړي. د بقا میکانېزم یې مغز ته ورته دی او د بقا لپاره هر څه کوي. د مغز په څېر مو د ځان هویت هم لمړۍ دنده یې ستاسې خوښول نه دي بلکې غواړي چې تاسې تل مخکې تګ وکړی، غواړي چې تاسې یو څه وکړئ، لاسته راوړنه ولری تر څو یو څوک شی.
د ځان هویت یا نفس په مارکیټ کې هم موجود دی په ځانګړې توګه د کپیټلېزم مارکیټ کې. مارکېټ ته د توکو عرضه کوونکی په دې پوهیږي چې خلک یوازې تولید اخیستل نغواړي بلکې هغه تولید غواړي کوم سره چې د خلکو احساسات او د ځان هویت یا نفس هم نښتی. تاسې ډېری وخت داسې جامې یا موټر او یا هم کوم بل توکي اخلی چې نورو ته خپل د ځان هویت د ویاړ په توګه وښایاست. د ځان هویت هغه څه د خپلې بقا لپاره کاروي د کوم په ذریعه چې تاسې د ځان هویت د ویاړ په توګه نورو ته ښودلی شی.
ډېری خلک خپل ارزښت د خپل فزیکي بدن د ښکارېدو له څرنګوالي ټاکي. ستاسې د ځان هویت هم دا چاره بې کچې زیاته خوښوي ځکه چې د ښکارېدو څرنګوالی د ځان ښودلو لپاره تر ټولو اسانه طریقه ده. که چېرې تاسې د خپل بدن د فزیکي ښکارېدو له څرنګوالي سره دا ډول اړیکه جوړه کړی نو په ډیره اسانۍ د فزیکي درد او نا ارامي ښکار کېدایی شی.
ستاسې د ځان هویت په دې کې علاقه لري چې له بل کس یو څه ترلاسه کړي. د دې لپاره له نورو سره اړیکې جوړوي او نور خلک او اړیکې د ترلاسه کولو لپاره کاروي تر څو په دې چاره خپل ځان ځواکمن کړي. که چېرې ته له خپل ځان سره ریښتینی او صادق واوسې نو دا به درک کړې چې ډېر څه ته د دې لپاره کوې چې د نورو تصدیق د ځان په اړه تر لاسه کړې. تاسې غواړی چې مور او پلار مو په تاسې وویاړي، د کار مالک دې درته احترام وکړي، او ښځه دې مینه درسره ولري. په دې ډول حالت کې د خپل ځان هویت تاسې څرنګه په کړنو نا ارامه کوي او له خوښي مو لرې کوي لاندې یې تفصیل وګورئ.
د مور او پلار له خپلو اولادونو سره اړیکې او د خپل ځان هویت مور او پلار دې ته اړ کوي چې د خپلو بچیانو ژوند د لار ښوونې په ځای بې کچې زیات کنټرول کړي او بچیان دې ته اړ کړي چې هغسې ژوند وکړي لکه څرنګه یې چې مور او پلار په ځواني کې کوه. دا ډول مور او پلار ګمان کوي چې بچیان یې ملکیت دی او باید ژوند او کړنې یې د مور او پلار فکر جوړې کړې وي خپله ژوند کې د کړنو لپاره د فکر حق ونلري.
خپل څنګ کې د چا لرلو ته اړتیا هم د خپل ځان د هویت اړتیا ده. انتوني میلو وایي : ” یوازېتوب د انسان په ملتیا پای ته نه رسیږي، بلکې د حقیقت په درک کولو پای ته رسیږي، په دې پوهېدلو پای ته رسیږي چې پوه شو مونږ د خلکو ملتیا ته اړتیا نلرو. “
کله چې په دې انسان پوه شي چې د هیچا ملتیا ته اړتیا نلري نو له هغې وروسته د هر انسان له ملتیا خوند اخلي او ورسره مل کس خپل ملکیت نه ګڼي. په داسې وخت کې ستاسې زهن دا لیدلی شي چې ماسره یو کس ملتیا کوي او له دې لیدلو ډډه کوي چې د خپل ځان د هویت ځواکمنولو لپاره د یو څه ترلاسه کولو لپاره ستاسې ملکیت ستاسې ملتیا کوي.
د خپل ځان هویت ستاسې باورونه هم کاروي تر څو خپل ځان نورو ته د ویاړ په توګه ځواکمن وښي. په ځینې مواردو کې خلک د خپل باور لپاره مرګ ته هم چمتو وي تر څو د خپلو ځان هویت محفوظ وساتي. همداسې کوم خلک چې له دوي سره مخالف نظر او باور لري ژوند یې اخلي. دا باورونه ممکن سیاسي وي، ممکن میټافزیکي وي او یا ممکن مذهبي وي.
ستاسې د خپل ځان هویت یا نفس د خپل ځان ځواکمنو لپاره او د ویاړ په توګه څرګندولو لپاره ستاسې نوم، ستاسې فزیکي بدن، جنسیت، تابیعت، کلتور، کورنۍ، ملګري، باورونه، شخصي کیسې لکه د تېر وخت د پېښو تعبیر، په راتلونکې کې تمې، ستاسې ستونزې، عمر، دنده، ټولنه کې مطرح کېدنه، په هر څه کې ستاسې رول، هر ډول توکي لکه جامې، موټر، کور او یا بل ملکیت او ستاسې هیلې کاروي.
د خپل ځان د هویت ځانګړنې
– ستاسې د خپل ځان هویت له توکو سره اوسېدل غواړي
– ستاسې د خپل ځان هویت د نورو خلکو له نفس یا د خپل ځان له هویت سره پرتله کېدنه خوښوي
– ستاسې د خپل ځان هویت هېڅکله قناعت نه کوي، تل نور او نور څه غواړي
– ستاسې د خپل ځان هویت د نورو لخوا په تصدیق کې خپل ارزښت لټوي
د خپل ځان هویت تل دې هڅه کې وي چې ځان له نورو غوره احساس کړي. د دې لپاره تاسې اړ کوي چې لاندې چارې ترسره کړی :
– د بل غیبت کول او ځان ترې غوره ګڼل
– ځان د هوښیارو، پوهه لرونکو او شتمنو ملګری ښودل او په دې چاره تر نورو خپل غوره ارزښت ټاکل
– خپلې هیلې داسې ښودل چې تر نورو یې موخې لوړې دي
– شهرت لټول
– تل ځان منطقي، په حقه او سم ګڼل
– تل له نورو شکایت او نور ناحقه، بې منطقه او ناسم ګڼل
– د نورو د پام جلبولو هڅه کول
اوس بېرته راګرځو د انسان احساساتو ته او په دې ځان پوه کوو چې ستاسې د خپل ځان هویت ستاسې په احساساتو څه اغیز لري. که چېرې تاسې په دې پوه شی چې د خپل ځان هویت مو څه ډول دندې پر مخ وړي نو د خپلو احساساتو مدیرت به مو ډېر اسان کړی وي. ډیری وخت د خپل ځان هویت د منفي احساساتو ریښه وي، او کله چې د ژوند غوټۍ هغسې نه وي غوړېدلې لکه څرنګه چې ستاسې د ژوند شخصي داستان تمه او هیله وي نو تاسې کې خپګان او بل هر ډول منفي احساسات پاروي. کله هم چې څوک ستاسې د خپل ځان د هویت یوه برخه وننګوي تاسې برید کوونکی او دفاع کوونکی چلند خپلوی.
منفي احساسات مو بد او یا بیکاره او بې موخې نه دي. ممکن تاسې د خپلو منفي احساساتو پړه په خپلو تجربو او ځان واچوی. ممکن تاسې فکر وکړی چې زهن مو کمزوری دی، سره له دې چې ستاسې داخل کې غږ د بد احساس بیان وي خو بیا هم منفي احساسات بد نه دي. تاسې د احساساتو له امله له کړاو سره نه مخ کیږی بلکې د احساساتو تعبیر، په حالت او ځان پړه اچول مو کړوي. ایلون موسک هېڅکله فکر نه کوه چې زهني ماته به وخوري خو کله یې چې د ژوند له ملګرې سره اړیکې ترینګلې شوې او اړیکه یې پای ته ورسېده نو زهني سقوط سره مخ شو. ابراهم لینکولن د څو میاشتو لپاره په ډېپرېشن اخته وو خو ډېپرېشن ونتوانیده چې د متحده ایالتونو له ولسمشر کېدو یې راوګرځوي. منفي احساسات د یوې موخې لپاره انسان کې موجود وي. ډېری وخت تاسې د ویښېدو لپاره غږ وي. تاسې ته د خپل ځان په اړه مثبت ټکي درښي.
د منفي احساساتو مثبتې موخې
احساساتو مو د دې لپاره تاسې کې نه دي ځای شوي چې ژوند مو سخت کړي، احساسات مو د دې لپاره دي چې تاسې ته د یو څه په اړه پیغام درکړي، د یو څه په اړه مو خبر کړي او پوهه مو زیاته کړي. ممکن منفي احساسات تاسې کې درد پیدا کړي او د درد احساس مو خوښ نه وي. خو که چېرې درد نه وای نو ممکن تاسې تر اوسه پورې مړه شوي وای. درد دی چې تاسې ته وایي روغتیا کې مو څه ناسم دي او مخکې تر دې چې ناروغي مو ژوند واخلي تاسې د درد پیغام اوری او ډاکټر ته د تشخیص لپاره مراجعه کوی که چېرې درد نه وای نو تاسې به له وخت مخکې مړه وای.
احساسات مو ژوند ته په لرلید او کړنو خپل اغیز لري. کله هم چې مثبت احساسات ولری نو ډېره انرژي احساس کوی. د هر فعالیت پر مهال په خپل ځان ډېر باور احساس کوی، زهن مو د نوښت هڅه کوي، تر هر بل وخت غوره نظر او فکر تولیدوي او د خلاقیت په لټه کې وي. کله چې منفي احساسات ولری په ځان مو باور کمیږي او په ځان کم باور مو په کړنو اغیز لري، کړنې او د کړنو لپاره مو انګېزه له منځه ځي، له تازه ننګونو سره مخ کېدو کې مو لیوالتیا کمیږي، له خنډ سره د مخ کېدو پر مهال نا ارامه احساس کول او زهن دې ته لیواله کېدل چې نور منفي فکرونه تولید کړي.
د انسان زهن کې، که چېرې یو منفي فکر پکې واچول شي نو ممکن پنځه سوه نور منفي فکرونه جذب کړي، ممکن د منفي فکرونو جذب څو ساعته دوام وکړي ممکن ټوله ورځ او یا څو ورځې دوام وکړي. همداسې که چېرې یو مثبت فکر او اراده زهن کې واچول شي د مثبتو فکرونو څپه ترې جوړیږي. که تاسې ډېر ښه ژوند هم ولری خو په ستونزو مو تل د زهن تمرکز وي پایله به یې احساساتي نا ارامي، سټرس او ډېپرېشن وي. د دې لپاره چې منفي احساسات ارام او کم کړی باید په زهن دا زده کړئ چې مسایل سره وویشي. زهن مو دې ته مه پرېدئ چې له نا اړوند ستونزو ډرامه جوړه کړي.
ستاسې فکر او احساس له منفي او مثبت احساساتي حالت سره تړاو لري او یو په بل بدلول اسانه چاره نه وي. د بېلګې په توګه خپګان منفي احساسات دي، د خپګان پر مهال ممکن ستاسې زهن کې مثبت فکرونه هم راشي خو تاسې یې ملتیا نشی کولای یا هم د خپګان احساس ته د مثبتو احساساتو ځای نشی ورکولای. ډېری وخت کله چې تاسې خپګان او یا هم ډېپرېس حالت کې یاستی نور تاسې ته د خوښي وړاندیز کوي خو خوښېدل اسان نه وي. منفي احساسات تل په غسې پای ته رسیږي. غسه یې پای دی.
ستونزې نشته خو ډېرې زیاتې موجودې دي
ستونزې نشته ځکه چې ستاسې د زهن نه دی ورپام شوی. ستونزې شته ځکه چې ستاسې د زهن ورپام شوی. ستاسې زهن لرلید لري او کله هم چې د دې لرلید یو څه ته پام شي هغې ته د ستونزې تعریف ورکوي. ستونزه په وخت کې موجوده وي. یا تېر وخت کې وي یا هم راتلونکې کې وي. دا تېر وخت او راتلونکې یوازې ستاسې زهن کې وي. د ستونزې په ګوته کولو لپاره تاسې خپل فکر کاروی او دا فکر مو یا راتلونکې کې وي او یا تېر وخت کې ډېری وخت اوسمهال کې نه وي. ستونزې ته تاسې نوم ورکوی. یو حالت د ستونزې شکل کې په زهن او فکر تعریف کوی. که چېرې ستاسې حالت ته پام نشي، حالت په وخت کې په ګوته نه کړی او حالت ته نوم ور نه کړی نو ستونزه نشته. خو که چېرې مو دا چاره وکړه ستونزې ډېرې زیاتې دي.
احساسات پېچلي دي او کوم احساس چې تاسې لری د مختلفو فکتورونو له امله رامنځته شوي وي. په هغو عناصرو تاسې پوره کنټرول لری کوم چې تاسې کې مثبت او منفي احساسات پاروي. ډېری احساسات مو زهن د پېښو له تعریف څخه په خپلسر رامنځته شوي وي. له دې پرته د احساساتو په رامنځته کېدو او کیفیت کې ستاسې د خوب اندازه، ستاسې خواړه، بدن، غږ خپل رول لري.
خوب
ټول هغه کسان چې تشویش او ډېپرېشن لري یوه ستونزه یې تر اووه ساعتو کم خوب دی. کوم کسان چې تر اووه ساعته کم خوب کوي د مړینې چانس یې ۱۳ % د نورو په پرتله زیات وي. په متحده ایالتونو کې چې کوم کسان په شپه کې تر ۷ ساعتو کم خوب کوي د دوي له امله متحده ایالتونه هر کال ۴۱۱ بیلونه ډالر زیان ویني. کوم کسان چې د شپې لخوا کم خوب کوي د مثبتو احساساتو تجربه کولو وړتیا پکې ختمیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!