Emotions in the workplace – په کار ځای کې احساسات

په کار ځای کې احساسات د خپلمنځي او بهر له نورو سره د خبرو او اړیکو د څرنګوالي ټاکونکي دي. په کار ځای کې پېښې، په پېښې کې پر ګډون کوونکو احساساتي اغیز لري. په کار ځای کې د احساساتي حالت پایلې او له دې رامنځته شوی چلند د افرادو، ګروپ او ټولنې لپاره د پام وړ اهمیت لري. که چېرې کار ځای کې احساسات مثبت وي نو د هرې دندې د غني کېدو او د پام وړ لاسته راوړنې لامل کیږي. همداسې کار ځای کې منفي احساسات لکه ویره، غسه سټرس، خپګان، دشمني د کاري تولید د کموالي او له کار څخه د انحراف لامل کیږي.
 
احساسات معمولا له ځانګړو پېښو سره تړاو لري او ډېری وخت دومره ځواکمن وي چې د فکر کولو په بهیر خپل اغیز لري. له بلې خوا د انسان طبیعت یا مزاج، په انسان کې تل موجود عام احساس دی کوم چې ځواکمن حالت ته نه ځي او د فکر په بهیر اغیز نلري، په اسانۍ یې تحریکونکی هم نشي پېژندل کېدای. په کار ځای کې د ډېرو پېښو پایلې منفي احساسات رامنځته کولای شي او ستاسې په مزاج یا طبیعت اوږد مهاله اغیز لرلای شي. په ځینې دندو کې باید ستاسې احساسات د عامه خلکو کې لخوا د لیدو وړ وي او د عامه خلکو د خوښې احساسات وي.
 
په کار ځای کې پر احساساتو هر کال څیړنې کیږي او پرې کتابونه او مقالې لیکل کیږي تر څو انسان په کار ځای کې د احساساتو په رول ځان نور ډېر پوه کړي.

مثبت احساسات
په کار ځای کې پېښې لکه یوه لویه لاسته راوړنه په انسان کې مثبت احساسات رامنځته کوي او دا احساسات له نورو سره د اړیکو په څرنګوالي، په دنده کې په ترسره کوونکو چارو، مقاومت او د پوهې په ترلاسه کولو خپل اغیز لري. کوم خلک چې احساساتي ځیرکتیا یا استعداد لري، احساساتي ځیرکتیا یې خوشبیني، مثبت مزاج، په خپل ځان بسیا کېدنه او تکیه، احساساتي انعطاف ګڼل کیږي او په داسې حالاتو کې یې ساتنه کولای شي چې نامطلوب حالت وي.
 
په کار ځای کې د خوش بیني مانا : هره ماته خوړل له افرادو سره تړاو نلري بلکې له وضعیت او حالت سره تړاو ورکول کیږي کوم وضعیت چې په هڅه او بیا ځلې تمرکز بدلېدای شي. کوم کسان چې په کار ځای کې په مثبتو احساساتو مجهز وي په خپلو همکارانو کې په مطلوبه توګه نفوذ کولای شي. که چېرې د همکار د مثبتو احساساتو له امله ستاینه وشي نو په دې کس مثبت اغیز لرلای شي. په هغې دندې کې چې خدمات وړاندې کوي مستقیم برید کوونکي چلند ته باید په خنثی او بې بریده چلند باندې ځواب ووایي. په دې دندو کې چارې ترسره کوونکي د نورو چلند په نظر کې نه نیسي. په کار ځای کې له مثبتو احساساتو رامنځته شوی مثبت مزاج او طبیعت د موندنې، نویو نظرونو او خلاقیت لامل کیږي. په کار ځای کې هغه مدیر تر نورو زیات بریالی دی کوم چې په جایزې او خبرو د کار کوونکو مثبت احساسات پارولی شي.

احساساتي کار کوونکی / احساساتي دنده
د متحده ایالتونو او د ټولې نړۍ لوی اقتصادونه له تولید په خدماتو د بدلېدو حال کې دي، دې چارې نوې ننګونې راولاړې کړي، په دې نویو ننګونو کې ډېری وخت په کار ځای کې د احساساتو پېچلي بهیرونه شامل وي. په اقتصاد کې بنسټیز بدلون د خدماتو په لور تګ وو (د پرچون پلورنې صنعت، سفر او ریسټورانټونو په شمول)، دې چارې له پېرودونکو سره د احساساتي اړیکې په اړه علمي څېړنو ته لار پرانیسته. په دې څېړنو کې د احساساتو او د ادارې د موخې په لور پرمختګ ترمنځ هم اړیکې ته کتنه شوې.
 
دې ډول احساساتو ته مدیریت د سرچینې په توګه ګوري او ګمان کوي چې کنټرول کېدای شي، کار کوونکي د دې ډول احساساتو لپاره روزل کېدای شي او د لار ښونې لپاره په یوه مجله کې لیکل کېدای شي. په دې کې، په داسې طریقه خپل احساس له منځه وړل شامل دي کوم چې ستاسې بهرني فزیک ته داسې شکل ورکوي کوم چې نورو کې داسې احساس پیدا کوي چې په یوه دوستانه چاپېریال کې پام ورته شوی دی. د احساساتي کار کوونکي له لوري ښودونکي احساسات د کار کوونکي خپل احساسات نه وي بلکې د ادارې لخوا ورته سپارښتنه وي. څېړونکي په دې لټه کې هم دي چې د هغو احساساتو موندنه وکړي کوم چې د پېرودونکو د خوښې وړ وي.
 
په احساساتي دنده کې مدیریت احساساتو ته یوازې د اکت او اداکاري نظر نه کوي بلکې د ګټې مرکز یې ګڼي. د کوم کس چې احساسات په ډېره اسانۍ پاریږي خو په اسانۍ یې کنټرول او مدیریت نشي کولای دې ډول دنده کې چارې پر مخ نشي وړلای. کوم کس چې په اسانۍ خپل احساسات په سمه توګه مدیریت کولای شي نو له سټرس پیدا کوونکي حالت سره مقاومت لري او د مراجعه کوونکي کس په ستونزو یې هم فکر کار کولای شي.

منفي احساسات
په کار ځای کې منفي احساسات د ډېرکار د فشار او بار کېدو، د کار بدل کې د جازیزې د نشتوالي، د ټولنیزو اړیکو د نشتوالي پایله وي. له دې پرته کار ځای کې د خبرو له لارې په بل برید، په خبرو کې د بل توهین، جنسي زورونه، په فزیکي ژبه د بل توهین د منفي احساساتو لامل دی. کمزوری لیډیر شېپ او مشري هم منفي احساساتو ته لار هواروي ځکه چې کمزوری لیډر شېپ د لارښونې، ملاتړ او سمون وړتیا نلري. کمزوری لیډر شېپ د کار کوونکو په کاري تولید او د سټرس په کچې هم اغیز لري.

پایلې
په دنده کې د بې امني احساس لرل د تشویش، ډېپرېشن، د توکو په کارونه کې د افراط، د هاضمې په سیستم کې د ستونزو لامل کیږي. یادې ستونزې د کار کوونکي په کورنۍ کې پر ماشومانو او د ژوند په ملګري هم بد اغیز لري. کار کوونکی د مسلکي او شخصي ژوند لپاره له انرژي خالي کولی شي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons