Wild man syndrome – د وحشي سړي سېنډروم

د وحشي خوګ سېنډروم (wild pig syndrome) هم ورته وایي. اروایي او فزیکي په ځانګړي کلتور پورې تړلی سېنډروم دی. د نیو ګیني نران پرې اخته کیږي. په زهني حالت کې یې اغیز کوي او بې کچې فعالیت پکې پیدا کیږي، په خوځښت کې کاواکه کیږي، توکي پټوي د خلکو کورونه لوټ کوي خو د پټولو موخه یې کارونه یا مالي ګټه نه وي، حافظه له لاسه ورکوي. د نیو ګیني په مختلفو ژبو کې دې حالت ته (guria, longlong, or lulu) نومونه اخلي.
 
د وحشي سړي سېنډروم له کتنې، څارنې او څېړنې نه دی رامنځته شوی بلکې د ګورومبا قوم په احساساتي ډلبندۍ کې کلتور رامنځته کړی سېنډروم دی. ځانګړنه یې د ټولنې ضد چلند دی، کوم چې د حافظې له لاسه ورکولو تعقیب کړی وي خو وروسته نورمال ژوند ته ادامه ورکوي. د همدې کلتور خلک په دې اند دي چې یاد سېنډروم د پیریانو له خوا ورانتقال شوی پرې اخته کس د قوم نورو خلکو ته انتقال کړی. کوم کسان چې پرې اخته کیږي نران د ۲۵ او ۳۵ کالو عمر کې محدود کسان دي.

کلتوري مخینه
ځینې پوهان په دې اند دي چې د وحشي سړي د سېنډروم احساسات د کلتور لخوا تولید شوي او کومه بیولوجیکي بڼه نلري. په کلتورونو کې د احساساتو توپیر او په هر یو کس د فکر کولو طریقه له ټولنیز چاپېریال، تېر وخت او راتلونکې کې یې له تمو او تجروبو سره تړاو لري. د لویدیځ معیارونو کې د وحشي سړي سېنډروم غیرې عادي دی خو په ګورومبا قوم کې نورمال او عام دی.
 
په دې سیمه کې د خوګ کورني شوي ډولونه هم موجود دي کوم چې د لنډ مهال لپاره وحشي ژوند غوره کوي خو وروسته بېرته کورني حالت ته ستنیږي. نوم یې د همدې خوګ له چلند اخیستل شوی. د ګورومبا قوم ځینې نران د کم ارزښت توکي پټول پیل کړي، یاد له لاسه ورکوي، خلکو ته فزیکي زیان اړوي، برید کوونکی چلند پیدا کوي، د یو څو ورځو لپاره ځنګل کې پټیږي، په ځنګل کې هغه توکي ماتوي کوم یې چې له خلکو پټ کړي وي، کله چې بېرته کلي ته راوګرځي ټوله پېښه یې هېره کړې وي او د پېښې په اړه یې د کلي خلک خبروي. له څه وخت تېرېدو وروسته نورمال ژوند اختیار کوي.

علایم
تېزه سا اخیستل، د پوستکي تودوخه کمېدل، خوله کول، لړزېدل، د زړه تېز ضربان، د هر څه دوه ګونی لید، افازیا یا د خبرو په فورمول کولو کې ستونزه.

د پیدا کېدو لاملونه
ګورومبا قوم په دې اند دی چې یوه پیري یو کس باندې خوله لګولې وه او د خولې لګولو پایله کې هغه سړی مړ شو اوس یې سوری خپور شوی او په هر چا کیني. خو له دې پرته داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې د سیمې هغو کسانو چې د سیمې ځینې مرخېړي، پاڼې، د سټې پوستکی او میوه خوړلي دا حالت یې تجربه کړی دی. په ځینې سیمو کې له شنو پاڼو جوړ شوی تنباکو جوړیږي او خوړل کیږي د یاد تنباکو کارونکو کې هم په لویه کچه را څرګند شوی حالت دی.

درملنه
ډېری وخت کومې درملنې ته اړتیا نلري خو ځینې وخت کې که چېرې دا کس په همداسې وحشي حالت کې بېرته کلي ته راشي د خلکو لخوا نیول کیږي. د درملنې لپاره یې ځانګړي مراسم جوړیږي او لوګی کوونکی اور پرې تنفس کیږي د لوګي تنفس کولو ته یې تر هغې اړ کوي تر څو چې نورمال حالت ته نه وي راغلی. په مراسمو کې د کلي د داسې کس په نوم چې ټولنه کې مطرح وي کوچنی خوګ حلالیږي، په وازدې یې ناروغ کس غوړوي او غوښه یې د بوټو له ریښو سره د میلمستیا لپاره پخیږي.

Asaro Mud Man Kabiufa PNG

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons