څه وکړو چې سټرس مو کم شي ؟
۱ – د هغه سټرس مخنیوی وکړئ کوم چې غیرې ضروري دی :
د ټول سټرس مخنیوی ناشونی دی. که چېرې تاسې د داسې حالت مخنیوی وکړی په کوم پسې چې باید رسېدنه وشي نو دا تر ټولو نا سالمه طریقه ده. خو په ژوند کې د هغو سټرېسور یا د سټرس لامل کېدونکو مخ نیوی کولای شی کومو ته چې هېڅ اړتیا نلری او تاسې کې بې کچې زیات سټرس پیدا کوي.
– دا زدکړئ چې څرنګه “نه” ووایاست – که چېرې مو ژوند کې یو کس د بې کچې زیات سټرس لامل کیږي او تاسې هم دې کس سره اړیکه په سالمه توګه نشی رغولی نو دا اړینه ده چې دې کس ته ډېر کم وخت ورکړی او که چېرې داسې هم امکان نلري نو له دې کس سره په بشپړ توګه اړیکه پرې کړئ.
– په خپل چاپېریال بشپړ کنټرول ولرئ – که چېرې مو ماښام کې خبرونه نا ارامه کوي نو تلویزیون مو بند کړئ، که چېرې مو ټولنیزو رسنیو کې ناخوښونکي خبرونه خپه کوي نو له کارونې یې ډډه وکړئ او یا یې د کارونې موخه وټاکئ او تر خپلې موخې زیاته بوختیا پکې نا اړینه وګڼئ، که چېرې مو لار کې ګڼه ګوڼه او ترافیک سټرس کوي نو اوږده لار باندې تګ وکړئ چېرې چې ګڼه ګوڼه او ترافیک کم وي.
– له تودو بحثونو ډډه وکړئ – که چېرې مو مذهبي او سیاسي بحثونه سټرس کوي، خپه او نا ارامه کوي نو په دې ډول بحث کې له ګډون کولو ډډه وکړئ، که چېرې نور له تاسې سره په دې ډول مسایلو بحث کول غواړي په بحث کې له ګډون کولو او نظر بیانولو ډډه وکړئ او د نه ګډون کولو لپاره له دوي بښنه وغواړئ.
– د ورځې، اوونۍ او میاشتې د فعالیت لپاره مو نوملړ جوړ کړئ – خپل مسولیتونه وپېژنئ د کولو لپاره یې وخت وټاکئ او نوملړ ترې جوړ کړئ، که چېرې مو کارونه بې کچې زیات وي نو د “حتما یا هروم مرو” او “باید” یې سره وویشئ او لمړیتوب هرو مرو تر سره کېدونکو چارو ته ورکړئ. د هغو چارو له ترسره کولو تېر شئ چې اړینې نه دي.
۲ – حالت یا وضعیت کې بدلون راولئ :
که چېرې د یو سټرس کوونکي حالت مخنیو نشی کولای، په حالت کې د بدلون هڅه وکړئ. دې ته پام وکړئ چې تاسې څه کولای شی چې په راتلونکې کې د ستونزې د بېرته راتلو مخه پرې ډب کړای شی. د دې چارې لپاره ډېری وخت تاسې اړ کیږی چې د خبرو اترو په طریقه کې مو بدلون راولی.
– د خپل احساس د پټولو په ځای خپل احساس بیان کړئ – که چېرې یو څه یا یو کس مو نا ارامه کوي نو خپل فکر دې ورته ووایه. که چېرې له خپل احساس نه غږ جوړ نه کړې نو لاندې به ناسته وکړي او بار به ترې جوړ شي، له یوې خوا به وضعیت په خپل حال پاتې شي او له بلې خوا به تاسې کې جمع شوی احساس تاسې نا ارامه کړي.
– ځان کې د جوړ جاړي ځانګړنه پیدا کړئ – که چېرې تاسې له یو کس د یوه حالت په اړه د بدلون غوښتنه کوی نو خپله هم دې ته چمتو اوسئ چې د هغه غوښتنې پام کې ونیولای شی.
– په ښه او سمه توګه خپل وخت مدیریت کړئ – که چېرې د وخت مدیریت مو کمزوری وي نو د بې کچې زیات سټرس لامل کیږي. که چېرې خپلو چارو پسې له وروسته منډې وهی نو دا ناشونې ده چې تاسې ارام احساس وکړی. خو که چېرې د پلان او مهال وېش له مخې مو چارې پر مخ روانې کړې وي نو په یوه وخت کې به په یوه چاره کې په سمه توګه بوخت یاستی او له سټرس لاندې کېدو به مو ځان ژغورلی وي.
۳ – ځان مو له سټرس پیدا کوونکو سره عادت کړئ :
که چېرې سټرېسور یا د سټرس پیدا کوونکی نشی بدلولای نو خپل ځان بدل کړئ. تاسې کولای شی خپل ځان له سټرس کوونکي حالت سره برابر یا تطابق کې کړئ او له دې لارې خپلې تمو او چلند کې بدلون راولی تر څو وضیعت کنټرول کړای شی.
– ستونزو ته بیا ځلې چوکاټ جوړ کړئ – سټرس کوونکي حالت ته په مثبت لرلید وګورئ، داسې حالت ته تل د یو فرصت نظر وکړئ، د بېلګې په توګه لار کې روان یاستی او لار ګڼې ګوڼې بنده کړې د سټرس کېدو په ځای کتاب وولئ، علمي ویبپاڼه ولولئ.
– هر څه کې د جزیاتو په ځای لوی انځور ته کتنه کوئ – کله مو هم چې د یو څه لوی انځور ته کتنه وکړه نو دا مو فکر کې وساتئ چې یوه میاشت، کال پس یې پایلې ګټورې دي او که نه ؟ که مو ځواب نه وي نو خپل وخت او انرژي مو بل ځای کې د بلې چارې لپاره وساتئ او هلته یې وکاروئ.
– تاسې پوره نه یاستی نو له دې چارې ډډه وکړئ – په ځان کې د بشپړتیا کمال د زیاتولو په ځای منطقي معیارونه وټاکئ.
– د منفي په ځای په مثبت تمرکز وکړئ – ځانته وخت ورکړئ او زهن کې مو د ژوند مثبت اړخونه تصور کړئ.
۴ – هغه څه چې تاسې نشی بدلولای هماغسې یې ومنئ لکه څرنګه چې دي :
د سټرس د ځینو سرچینو مخنیوی ناشونی وي. د بېلګې په توګه کوم سټرېسور چې له مینې او مړینې سره، له ملي اقتصادي بحران سره، له سختې ناروغۍ سره تړلي تاسې یې مخنیوی نشی کولای. په داسې حالت کې له سټرس سره مقاومت وکړئ او حالت هماغسې ومنئ لکه څرنګه چې دی. ممکن منل یې ستونزمنه چاره وي خو له داسې حالت سره کوم چې تاسې بدلون پکې نشی راوستلی تر لاس ګرېوان کېدو یې منل غوره دي.
– د نه کنټرول کېدونکو د کنټرول هڅه مه کوئ – په ژوند کې ډېر داسې څه شته چې زمونږ له کنټروله بهر دي یوه بېلګه یې د نورو خلکو چلند دی. دا غوره ده چې تاسې په داسې څه خپل وخت او انرژي ضایع کړی چې بدلون پکې راوستلی شی او کنټرول پرې لری لکه ستونزې ته غبرګون.
– ډېر څه دې مړ کوي نه بلکې ځواکمن کوي دې – که چېرې له لویو ننګونو سره مخ یاستی نو د خپل ځاني ودې لپاره یې فرصت وګڼئ. که چېرې مو کمزورو خوښو سټرس کوونکی حالت رامنځته کړی وي نو بیا ځلې فکر پرې وکړئ، له تېروتنې مننه وکړئ او له تېروتنې تاسې کې له رامنځته شوې پوهې دوه ځلې مننه وکړئ.
– خپل احساس د باور وړ کس سره شریک کړئ – له داسې کس سره خبرې وکړئ چې بشپړ باور پرې لری او راتلونکې کې ستاسې کمزوري ټکي ستاسې ضد نه کاروي بلکې تاسې هماغسې مني لکه څرنګه چې یاستی. که چېرې داسې ملګری نه لری نو له اروا پوه سره وخت واخلی او خپل احساس مو ورته بیان کړئ د سمون لپاره مشورې ترې واخلئ.
– بښل زده کړئ – مونږ په نیمګړې نړۍ کې ژوند کوو، ټول پکې نیمګړي یو او له همدې امله هر یو تېروتنې کوو نو بښل زدکړئ. په دې چارې به تاسې د غسې مخه نیولي وي، بل ته به مو له تېروتنې د زدکړې موقع ورکړي او خپله انرژي به مو له منفي احساساتو ازاده کړې او په مثبتو چارو کې بوخته ساتلې وي.
۵ – د تفریح او ارام لپاره وخت ولرئ :
– له نورو سره اړیکه کې شئ، هغه څه وکړئ چې له کولو یې خوند اخلئ، ټوکې وکړئ ځان او نور دواړه وخندوئ، شین طبیعي ځای کې له نورو سره قدم ووهئ، کورني ژوي وساتئ او وخت یې په پاملرنه تېر کړئ، که چېرې پټی یا باغچه لری کار پکې وکړئ، حمام وکړئ، کامیډي وګورئ.
۶ – دوامداره سپورت، مناسب خواړه، د بورې، غوړو وچې ډوډۍ، کم کارول، سبزي او تازه میوه زیات خوړل هم مه هیروئ.
Comments
So empty here ... leave a comment!