څرنګه ځان په یو فعال کس بدلولای شو ؟

په انګریزۍ کې دوه کلیمې (proactive and reactive) مختلفې مانا ګانې لري. د (proactive) مانا “یو کس، پالیسي یا کړنه کوم چې یو حالت کنټرول کوي او دا کنټرول د پېښې د رامنځته کېدو ته په غبرګون نه کوي بلکې خپله پېښې رامنځته کوي او کنټرول یې کوي.” د (reactive) مانا “یو محرک یا پېښې ته غبرګون ښودونکی دی، په دې مانا کله چې یو څه په خپلسر پېښ شي غبرګون ورته ښي.”
 
فعال کس داسې کس ته وایي چې مخکې تر پېښېدو عمل کوي. فعال کس اوسمهال کې فعالیت کوي تر څو په راتلونکې کې هرې پېښې ته چمتو او پرې برلاسی وي. ډېری وخت راتلونکې په خپلو کړنو هغسې بدلوي لکه څرنګه یې چې غواړي. کوم کسان چې ډېر فعال وي تل په راتلونکې کې د فعالیت، پروژو، پېښو، ستونزو او د اړتیاو په اړه فکر کوي. د راتلونکې لپاره موخې ټاکي او د ترلاسه کولو هڅه یې کوي. د چارو او موخې لپاره ټاکل شوي ضرب الاجل ته د مرستندویه پړاو نظر کوي او، د موخې ترلاسه کولو لپاره ټاکل شوي وخت ته د سټرس د سرچینې یا خنډ په نظر نه ګوري.
 
فعال کس تر هر چا د وخت ښه مدیریت کوونکی وي. په راتلونکې کې یې د ټولو موخو د ترلاسه کولو لپاره وخت ټاکلی وي، د ملاقاتونو لپاره یې وخت ټاکلی وي، هغو چارو ته یې لمړیتوب ورکړی وي کومې چې د موخې ترلاسه کولو په لور اغیزمن ګام وي. ډېر کم وخت سټرس حالت کې وي ځکه چې تل یې د یوې چارې ترسره کولو لپاره تر هغې ډېر وخت ټاکلی وي په کوم کې چې چاره ترسره کېدای شي.
 
فعال کس اوسېدنه یوه وړتیا او یو چلند دی، د کولو طریقه ده، د فکر کولو طریقه ده، کله هم چې سره یو ځای شي فعال کس کېدنه ده. – کریسي سیویک
 
پېښو ته د غبرګون ښودونکي کس فعالیت نوي رامنځته شوي حالت ته عکس العمل وي. تل بې نظمه وي ځکه چې رامنځته شوي حالت کې بوخت وي او د ډیجیټلي اسنادو یا کاغذي اسنادو د تنظیم لپاره وخت نلري، د یوه سیستم جوړولو او پلي کولو لپاره وخت نلري. ډېر وخت یې د توکو په لټولو او د ورقو په اړولو تېریږي. کار ځای کې یې هر څه ګډوډ پراته وي او د هېڅ لپاره ځای نه وي. په راتلونکې کې یې هېڅ کړنې ته په وخت او مهال وېش کې لمړیتوب نه وي ورکړی. تل په اوسمهال کې په بیړنیو چارو کې بوخت وي.
 
پېښو ته غبرګون ښودونکی کس د ستونزو حل کوونکی وي، له ستونزو تېښته نه کوي. تل منتظر وي چې یو څه پېښ شي او پېښې ته د غبرګون لپاره په فعالیت پیل وکړي. د دې ډول خلکو ډېری شمېر په دې اند وي چې په سټرس کې ښه کار کولای شي په خپل بدن کې د ادرېنالین او کورټیزول له لوړې کچې خوند اخلي خو د وخت له تېرېدو سره یې سټرس په روغتیا، ارام او کاري تولید بد اغیز کوي.
 
د دواړو ترمنځ توپیر : د فعال کس د زهن یوه پښه په حال کې وي بله په راتونکې کې او پېښو ته د غبرګون ښودونکي د زهن دواړه پښې د اوسمهال په ستونزو کې نښتې وي. یو یې خپله دنده او چارې کنټرول کړې وي خو بل یې برعکس دندې او چارو کنټرول کړی وي. یو یې د هغو ستونزو په مخنیوي بوخت وي چې هېڅکله باید نه وای رامنځته شوې او بل یې د چارو پر مخ وړلو بوخت وي. یوې د ملاقاتونو په ترسره کولو بوخت وي بل یې د ملاقاتونو د غېر حاضرۍ په ترمیم بوخت وي.
 
د سټرس لاندې انسان ښه کار نه کوي بلکې تېز کار کوي او کار کې تېزوالی یې د هېرېدو او تېروتنو لامل کیږي.
 
فعال کس د پېښېدو په انتظار نه وي بلکې هر څه خپله پېښوي. هر څه چې پېښوي له پېښولو مخکې یې پایلې، خطر، ګټه، فرصت، ممکن بدلون ارزولی وي او په دې چارې یې ځان له بې ضرورته بوختیا ژغورلی وي.

د فعال کس اوسېدنې بېلګې
ډېری خلک د دندې موندلو لپاره پېښو ته د غبرګون ښودونکي کس طریقه کاروي. تر هغې منتظر وي چې یو پوسټ په ورځپاڼه، انلاین ویبپاڼه کې خپور شي او بیا دوي دندې ته درخواست وکړي. دندې ته په درخواست کې باید له هغو نورو کسانو سره هم سیالي وکړي کومو چې همدې دندې ته خپله سي وي لېږلې. په دې کې ډېری کسان حتا تر انټرویو یا مرکې پورې هم نه رسیږي.
 
برعکس فعال کس دې ته انتظار نه کوي چې له پوهنتون فارغ شي دندې ته اړتیا پیدا کړي او بیا دندې ته منتظر شي تر څو یو پوسټ طرحه شي او فعال کس خپله سي ورته پوسټ کړي، فعال کس له پوهنتون فارغېدو مخکې په خپله رشته کې دنده لټوي. فعال کس مخکې تر دې چې دندې ته اړتیا پیدا کړي په هره اداره کې د کار پوښتنه کوي او بلاخره په خپله ځانته یې د یو پوسټ طرحه کېدو لامل کیږي.
 
که چېرې دنده کې مو خلک او یا معاش د سټرس لامل وي نو دې ته انتظار مه کوئ چې سټرس مو ناروغ او بیا له دندې لاس په سر شی. ځکه چې :
 
” ته هغه څه نشې بدلولای کوم دې چې کړي وي خو هغه څه بدلولای شې چې تر اوسه دې نه وي تر سره کړي.” – سوز اورمان
 
د دندې لټولو پر مهال د فعال کس طریقه وکاروئ او د هغو ادارو نوملړ جوړ کړئ د کومو لپاره چې تاسې کار کول غواړی. د ادارې له هغه مدیر سره اړیکه کې شئ کوم چې په دنده ګمارنه کوي او دا ورته ووایئ چې ستاسې پوهه او تجربه د ادارې لپاره ولې او څرنګه ګټوره ده.
 
“هېڅ مه کوه، هېڅ نه پېښیږي، که یو څه وکړې نو یو څه پېښیږي.” – بینجامین فرانکلین

د فعال کس عادتونه
فعال کس خپلو اووه عادتونو ته وده ورکوي تر څو له نورو سره توپیر ولري :
 
۱ – په راتلونکې کې د ټولو پېښېدونکو پېښو، پروژو او چارو لپاره چمتوالی نیسي.
۲ – خپلو ژمنو ته پابند وي.
۳ – انتظار نه کوي، وړاندوینه کوي.
۴ – د خپل وخت په کارولو کنټرول لري.
۵ – د بېرته را په یادولو وړتیا باندې کار کوي.
۶ – د تجربې په زیاتولو خپل ژوند کې ښه والی رامنځته کوي.
۷ – د فعال کس اوسېدنې چلند ته ادامه ورکوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons