“All God’s Children” Campaign – “د خدای ټول بچیان” کمپاین
د متحده ایالتونو په سوېل کې، د بشري حقونو کمپاین دی. موخه یې د مذهبي ډلو ننګول او د همجنسبازانو ترمنځ واده کولو ملاتړ دی. د خلکو زهن کې د همجنسبازانو په اړه د نظر بدلون رامنځته کول دي، دهمجنسبازانو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکول دي، د همجنسبازانو له زورولو خلک راګرځول دي. اوږدمهاله موخه یې په راتلونکې کې قانون کې د همجنسبازانو لپاره له نورو سره د مساوي حقونو غوښتنه ده. د متحده ایالتونو په میسي سيپي، الاباما او ارکانساس کې فعال خوځښت دی. له دې پرته په هغو ایالتونو کې هم فعالیت لري د کومو چې قانون کې د همجنسبازانو لپاره د کور کرایه کولو، دندې لرلو او واده کولو اجازه یا قانون کې یادونه نشته.
مخینه
د متحده ایالتونو سوېل د شمال په پرتله په کلتوري توګه ډېر محافظه کار دی. په ۲۰۰۰ لسیزه کې د متحده ایالتونو ډېری ایالتونو د همجنسبازانو واده قانوني کړ خو سوېل کې ایالتونو پرې بندیز ولګوه. له ۲۰۰۳ تر ۲۰۱۳ کال پورې د سوېل یوازې ۲۶ % خلکو د همجنسبازانو د واده ملاتړ کوه. په دې ایالتونو کې د همجنسبازانو ترمنځ د ناپوهۍ له امله، د ځان پټ ساتلو او داسې نورو عواملو له امله د اېچ ای وي کچه هم لوړه، د همجنسبازانو عاید تر هغو کورنیو ډېر کم دی کوم چې له مخالف جنس سره ژوند کونکي دي. د سوېل سیمې یې بې کچې مذهبي دي د بېلګې په توګه د میسي سیپي ایالت تر نیم زیات نفوس یې د سوېل باپتیست کلیسا غړي دي. له همدې امله د کمپاین نوم هم ټول د خدای بچیان ایښودل شوی. ځکه چې اوسني عیسویان په دې اند دي چې د انسان اروا د خدای تعالی یوه برخه ده او ټول انسانان د خدای د تنې برخه یا اولاد ګڼي. میسي سیپي په ۲۰۱۴ کې داسې قانون جوړ کړ د کوم له مخې چې سوداګریز کاروبار کې همجنسبازان له دنده وېستلی شي.
غبرګون
د ۲۰۱۴ په نومبر کې د (The American Family Association of Mississippi) ادارې غچ اخیستونکې اعلامیه خپره کړه او دا یې وویل چې د دوي په پروګرام کې به د همجنسبازانو واده ځای ونلري. په همدې کال کې نور په دې اند وو چې یاد کمپاین د عیسویانو د مفکورې د بدلون لپاره کافي نه دی. په سوېل کې یې ډېری د عیسویانو پروتېستان مېشت دي.
ستراتیژي
په دې کمپاین کې فون بېنکینګ، د بېنرونو له لارې اعلانات، تلویزیوني اعلانات، مستقیم ایمیلونه او مسیجونه شامل دي. د کمپاین لپاره یې تقریبا ۸.۵ میلیونه ډالر بودیجه لرله او په دې بودیجې یې درې کاله کمپاین ته مختلفو ایالتونو کې ادامه ورکړه له کومې چې یوازې د میسي سیپي ایالت د کمپاین لګښت ۳۱۰۰۰۰ ډالر وو. لمړی تلویزیوني اعلان یې په میسي سیپي کې د ۲۰۱۴ کال په نومبر کې خپور شو. له اعلان دوه ورځې وروسته فدرالي محکمې د همجنسبازانو د واده بندیز اعلان کړ.
Comments
So empty here ... leave a comment!