Conny Varela – کوني وېرېلا

بشپړ نوم یې (José Manuel “Conny” Varela Fernández) دی. د ۱۹۵۴کال، د فېبروري په ۱۳ نېټه په پورټو ریکو کې زېږېدلی. د خلکو د دیموکراتیک ګوند (Popular Democratic Party PPD) غړی دی. له څخه ۱۹۹۷ د پورټو ریکو د استازو په جرګه کې استازی وو او د ۳۲ ولسوالۍ استازیتوب یې کوه.


مخکې ژوند او زده کړې
د پورټو ریکو په (Cayey) سیمه کې زېږېدلی. د کاګواس ښار په (Notre Dame College) کالج کې یې زدکړې کړي، له (Miguel Meléndez Muñoz High School) لیسې فارغ شوی، په همدې لیسه کې یې د لیډر شېپ یا مشري مډال هم ترلاسه کړی. له لیسې وروسته د پورټو ریکو پوهنتون کې، په سیاسي ساینس کې لیسانس اخیستی. له ماستری وروسته یې په ۱۹۷۷ کې یې له (University of Puerto Rico School of Law) پوهنتون څخه خپله دوکتورا ترلاسه کړه. د زدکړو په لمړي کال کې د خپل صنف ریس وو، د زدکړو وروستیو کلونو کې یې په ( Puerto Rico Department of Justice) څانګه کې دنده لرله.


مسلک کې دنده
له ۱۹۷۷ تر ۱۹۹۶ پورې په (Varela & Varela law firm) کې شریک وو – په انګرېزۍ کې (law firm) داسې سوداګریز بنسټ ته وایي چې یوه یا څو وکیلانو جوړ کړی وي او ټول په ګډه د قانون پلي کوونه کې ونډه اخلي. بنسټیزه دنده یې مراجعینو ته د خپلو حقونو او مسولیتونو په اړه مشورې ورکول وي، په جرمي، ټولنیزو قضیو کې، په سوداګریزو معاملو کې د مراجعینو استازیتوب کوي. په ۱۹۷۸ کې یې د کریمینولوجي یا جرم پوهنې د پروفیسور په توګه دنده ترسره کړې. له ۱۹۷۹ تر ۱۹۸۰ پورې د سوداګریز قانون پروفیسور شو. له ۱۹۸۹ تر ۱۹۹۱ پورې د پورټو ریکو د استازو په جرګه کې د حکومتي کمیسون د حقوقي سلاکار په توګه دنده پر مخ وړې.

په ۱۹۸۲ کال کې د (Great Olympic Crusade) ریس وو او د چارو پایله کې یې ځانګړې جایزه د پورټو ریکو د اولیمپیک د کمېټې لخوا ترلاسه کړه. په ۱۹۸۷ کې د پورټو ریکو د سپورت او تفریح څانګې لخوا په دنده وګمارل شو.


سیاسي دنده
سیاسي فعالیت یې په ۱۹۹۳ کې پیل کړ. په همدې کال کې د کاګواس ښار د ښاروالۍ شورا ته کاندید شو. په ۱۹۹۶ کې، په لمړي ځل د ۳۲ ولسوالۍ د استازي په توګه د استازو جرګې ته کاندید شو. د خپلې دوېمې سیاسي دندې پر مهال یې خپلې هڅې په جرمي قانون کې له سمون، د ښاروالۍ چارو کې له سمون او د تقاوت سیستم کې په ښه والي رامنځته کولو پیل کړې. همداسې جرم سره د مبارزې د کمیسون غړی هم وو. په ۲۰۰۰ کال کې بیا کاندید شو او دې ځل د حکومتي کمیسونونو ریس او د خزانې د کمیسون د ریس مرستیال وو. په ۲۰۰۴ کې بیا ځلې کاندید شو او دې ځل د دولتي کمیسونونو، د بودیجې او د ټولنیزې اقتصادي ودې د کمیسون غړی وو. په ۲۰۰۸ کې بیا ځلې کاندید شو او دنده یې په همدې کمیسونونو کې وه. په ۲۰۱۰ کې د کاګواس ښار ولسوال مړ شو او ویرالا هڅه وکړه چې د ولسوال کېدو لپاره ځان کاندید کړي، په انتخاباتو کې یې حریف د ولسوال زوی ویلیم میراندا ټوریس وو. په انتخاباتو کې ګډوډي رامنځته شوه او د خلکو یوې ډلې وېرالا په بوتلونو وویشته او له همدې امله انتخابات وځنډېدل. وروسته د ولسوال زوی ویلیم میراندا بیا ځلې کاندید شو او د کاګواس ولسوال وټاکل شو.

ویرېلا په ۲۰۱۲ کې بیا ځلې د انتخاباتو له لارې د استازو جرګې ته لار پیدا کړه.


شخصي ژوند
متحل دی او درې بچیان لري. په (Cayey) ښار کې زېږېدلی خو له ۱۹۷۶ څخه یې په کاګواس (Caguas) ښار کې ژوند کړی.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons