ǃKung people – کونګ خلک

کونګ خلک د سن (San peoples) څخه یو دي. د اوامبولنډ سیمې د کلاهاري سارا په لویدیځه څنډه کې (د نمیبیا په شمال کې او د انګولا په سوېل کې) او په بوستوانا جمهوریت کې مېشت دي. تر ۱۹۷۰ لسیزې پورې یې په دودیزو طریقو ښکار کوه او په همدې ښکار پاېدل. اوسمهال یې ډېری وګړي په بانتو کليو کې مېشت دي او ډېری یې د مېږو شپونکیان دي او یا د اوپایانو په جوړو کړو فارمونو کې کار کوي.


باورونه
کونګ خلک په خدای باور لري، په داسې خدای چې خالق او د ژوند ساتونکی دی. لکه د نورو افریقایي خدایانو په څېر قهار هم دی او د هوا په بدلون انسان ته جزا هم ورکوي. همداسې یې خدای له هر څه خبر دی او په هر څه پوهیږي. له دې پرته (animistic) باور هم لري – یاده کلیمه له لاتیني ژبې اخیستل شوې او لاتیني کې (anima) سا، اروا او ژوند ته وایي – دا خلک په دې اند دي چې ټول توکي، ځایونه او ژوندي اروایي کیفیت لري. دا ډول باور لرونکي فکر کوي چې ټول سیستمونه، خبرې، سیندونه، ژوي، ډبرې بوټي، توکي، په لاس ترسره شوې هنري چارې ژوندي دي.
همداسې (animatistic) باورونه هم لري، دا ډول باور لرونکي په دې اند دي چې ټولو انسانانو، ژوندیو، توکو او بوټو ته طبیعي ځواک ورکړل شوی کوم چې د دوي خپل نه دی بلکې الهي یا طبیعي دی کوم چې د معجزې په شکل څرګندیږي، په دې باور خلک په دې اند دي چې ټول غیرې ژوندي د خوځښت لپاره یوازې اروا نلري او نور هر څه لري.

د بېلګې په توګه دا خلک پریشیبورو خپل قومي اتل ګڼي، پریشیبورو له فیل سره واده کړی وو، مشر ورو یې په پریشیبورو چل وکړ چې ښځه یې مړه کړي او غوښه یې د خوړو په توګه وکاروي، وروسته د فیلانو یوې ډلې په پریشیبورو د غچ یا بدل اخیستو لپاره برید وکړ خو مشر ورور یې پریشیبورو له فیلانو وژغوره.

کونګ خلک په دې باور دي چې د مړه انسان اروا د تل لپاره په اسمان کې ژوند کوي. د مړه انسان اروا ته خپله ژبه کې (llgauwasi) وایي. کونګ خلک فکر کوي چې د مړه انسان اروا ځمکې ته را کوزېدلی او له ژوندیو سره فعل او انفعال کولای شي. همداسې له اروا ویره هم لري، اروا ګانو ته دعا کوي، په دعا کې له اروا رحمت او خواخوږي غواړي. د غسې پر وخت هم په اروا غږ کوي.

کونګ خلک په شېمنېزم (shamanism) هم باور لري. په دې مذهبي دود کې یو وړتیا لرونکی کس وي کوم ته چې شېمن (shaman) نوم اخلي. د دې کس ارادي حالت نیمه بې خوده وي او خبرې اترې یې د اروا ژبه ګڼل کیږي. موخه یې د اروایي انرژي یا اروا فزیکي نړۍ ته هدایت کول وي تر څو انسانانو سره په یو نه یو ډول مرسته وکړي، همداسې د فال لپاره هم کاریږي.
کونګ خلک د شېمنېزم طریقه له اروا سره د خبرو اترو لپاره کاروي او د ستورو د ناروغۍ په نوم د ناروغۍ درملنه پرې کوي. د شېمنېزم د پلي کولو لپاره ځان نیمه بېخوده یا بې اختیاره کوي او په اور کې منډه کوي او په دې طریقه بده اروا له منځه وړي. د نېمه بېخوده کېدو لپاره یو ډول طبیعي درمل کاروي. د امریکا انتروپولوجیسټ مارجوري شوسټک هم کارولي وو. مارجوري وایي چې له کارولو وروسته مې څو ځلې کانګې وکړې، له کانګو وروسته مې لړزه پیدا کړه، خلکو مې بدن موښه، زه هلته ناست او ځان مې ډېر ځواکمن احساس کوه، د بدن داخل مې سخت درد لره او تودوخه مې لوړېده، تر هغو مې درد احساس کوه تر څو چې زما فکر بېخوده شو.


د درملنې مراسم
د درملنې لپاره د کونګ خلکو ټول وګړي اجازه ترلاسه کولای شي. په نرانو کې له دوو یوه برخه او په ښځو کې له درې برخوه یوه برخه ښځې د درملنې اجازه لري. د اجازې ترلاسه کولو لپاره باید له تجربه کارو کسانو سره بالکی شي او پیر یې باید ځان نیمه بیخوده کړي، خپلې خولې د بالکیانو په ګیډه، ملا، د ملا تیر او تندي باندې وموښي. ډیر بالکیان وروسته ویره پیدا کړي او د درملنې له اجازې ترلاسه کولو تېر شي. هغه ځواک ته چې د درملنې لپاره یې ترلاسه کوي خپله ژبه کې (n/um) نوم اخلي.

کومو کسانو چې د درملنې اجازه ترلاسه کړې وي په دې اند وي چې د درملنې د اجازې ځواک یې په ګېډه کې مېشت دی. د درملنې پروسه کې یې نیمه بیخوده کېدو ته اړتیا وي په انګریزۍ کې ورته (trance) وایي او د کونګ خلکو ژبه کې ورته (ǃkia) نوم اخلي. نڅا ته ورته بهیر دی، د لمر له غورزېدو سره پیل کیږي او تر شپې پورې ادامه لري. په درملنه کې د بوټو ریښې کاروي او ښځې یې له ځان سره یو ډول درمل لري کوم چې نیمه بیخوده کېدو کې مرسته کوي.

کوم کسان چې د درملنې اجازه لري هر ډول ملاتړ که مالي وي او که نور … کونګ خلک یې کوي. کوم کسان چې روحانیون ګڼل کیږي او د ټولنې اروایي لارښونه کې مرسته کوي په دې خلکو کې د قدر وړ دي. کونګ خلک په دې اند دي چې درملنه یې زړه خوښوي، خوښ زړه د ټولنې جوړولو اند پکې پیدا کوي او له همدې امله د خلکو ترمنځ سوله موجوده ده.


د اولاد زېږېدنه
کونګ ښځې تقریبا په ۱۶ کلنۍ کې لمړۍ میاشتینۍ ناروغي تجربه کوي، تقریبا په ۱۹ کلنۍ کې لمړی ماشوم زېږوي، د ۳۰ لسیزې پای کې وروستی ماشوم زېږوي. خپل ماشوم د نورو له مرستې پرته زېږوي. د ماشوم زېږولو لپاره تر دوه کیلو متره پورې له کلي لرې تګ کوي، ځانته په ګرمه شګه کې کنده جوړوي، د تودو شګو کنده په پاڼو پوښي. کله چې ماشوم پیدا شي پلاسنټا ورسره څنګ کې د ساتنې لپاره ږدي، نوم ته یې غوټه نه ورکوي او یا یې نه ترې پرې کوي.

له زېږېدو وروسته پلاسنټا په لویه پاڼه باندې پوښي او تازه مور شوې ښځه کلي ته ځي تر څور زړې ښځې خبرې کړي او د زېږېدنې بهیر پوره کېدو کې مرسته ورسره وکړي. زړې ښځې یې مور او ماشوم دواړو ته د ښه راغلاست مراسم جوړوي. که چېرې مور کېدونکې ښځه بېرته راتګ کې ناوخته کړي نو د کلي زړې ښځې یې لټون پسې تګ کوي تر څو مرسته ورسره وکړي خو ډېر کم وخت بېرته راتګ کې د ناوخته کېدو پېښه رامنځته کیږي.

د ماشوم زېږولو ترمنځ وقفه یې له ۳ تر ۵ کالو پورې وي، له ۳ تر ۵ کالو پورې مور د ماشوم پالنه کوي او کله چې بیا اومیندواره شي د ماشوم پالنه بس کوي. د قحطي پر مهال د ماشومانو د قصدي وژنې اجازه لري تر څو خپلې سرچینې د بقا موندلو لپاره وساتلی شي. د اولاد د مخنیوي لپاره کوم درمل نه کاروي او له جنسي اړیکې هم پرهېز نه کوي خو له دې سره سره یې بیا هم د اولاد زیاته زېږېدنه کنټرول ده.


د جنسیت رول
په کونګ خلکو کې د (Juǀʼhoansi) ډله، ښځې یې بوټي راغونډوي او تقریبا ۶۰%–۸۰% پورې ټول توکي چمتو کوي. نران یې ښکار کوي. خو جنسیت پکې اړین نه دی او د هر جنسیت وګړي یې د اړتیا پر وخت ټولې چارې پر مخ بیایي. معمولا ښځې د ماشومانو خیال ساتنه کوي او پخلنځي کې پخلی کوي او له همدې امله د نر په پرتله ډېر وخت کور کې تېروي. نران یې هم په پخلي کې له ښځو سره مرسته کوي.

ماشومان د کلي له نورو داسې ماشومانو سره چې د هر عمر کم عمره پکې وي وخت تېروي. د هر جنسیت ماشومانو تر منځ جنسي اړیکه نیول د یوې طبیعي لوبې په څېر ګڼل کیږي. ښځې خپل ډېر وخت له نورو ښځو سره په مجلس کولو تېروي. ډېری وخت د ونو او بوټو د سیوري لاندې څو ښځې له خپلو ماشومانو سره د مجلس لپاره راغونډیږي.


واده
هر لمړی واده د کورنۍ په خوښه وي. د انجلۍ د کورنۍ لپاره اړینه نه ده چې نر څوک دی، که نر هر څوک وي کورنۍ په نر کې کیفیت ته کتنه کوي. هلک باید له انجلۍ عمر کې ډېر زیات نه وي، هلک باید بل واده نه وي کړی، هلک باید د ښکار کولو وړتیا ولري، د ښځې د پلار ګنی د کور مسولیتونو په غاړه اخیستو ته باید لیواله وي.

د واده په ورځ ناوې په زوره له جونګړې راوېستل کیږي او مېړه سره اشنا کیږي. د واده د مراسمو پرمهال د ناوې سر پټ وي، کله چې د مېړه کره یوړل شي، مېړه تر جونګړې پورې ور وستل کیږي او د دروازې خوله کې کیني. مېړه او ښځه د واده د مراسمو تر پای پورې له یو بل جلا ناست وي، د واده په جشن کې هم ګډون نه کوي. لمړۍ شپه خپله کې ګډه تېروي. د واده په دوېمه ورځ د زوم مور ناوې او زوم دواړه په تېلو غوړوي او د غوړولو لپاره یې مراسم جوړوي.

ډېرې انجونې د لمړي واده پرمهال له ۱۴ تر ۱۸ کالو پورې عمر لري او هلکان شل کلن یا تر دې زیات عمر کې وي. ډېری وخت ناوې د ویده کېدو لپاره هره شپه د پلار کره ځي او تر هغې دې چارې ته ادامه ورکوي تر څو له مېړه سره بلدیږي. تر بلدېدو پورې زوم د ناوې د کورنۍ لپاره ښکار کوي. که چېرې خپله کې سره بلد نشي نو جلا کېدنه پکې د منلو وړ ده او هر یو د جلا کېدو لپاره د غوښتنې حق لري. خو که چېرې سره بلد شي د ناوې یا زوم له کورنۍ سره ژوند ته ادامه ورکوي. د کورنۍ شخړو په وخت مخنیوی کیږي ځکه چې کلي یې واړه او خپله کې سره نږدې دي، د کورونو مخې یې خلاصې دي او کله هم چې خپله کې فزیکي شخړه پیل کړي ګاونډیان یې د خلاصون لپاره سملاسي مداخله کوي.


طلاق
کومې انجونې چې د مور او پلار له خوښ کړل شوي زوم ناخوښې وي، د واده د مراسمو پای کې په لغتو وهلو، چغو او تېښتې پیل کوي. د ناوې دا ډول غبرګون ممکن د واده منحل کېدو لامل شي. تر نیمو زیات لمړي ودونه په طلاق پای ته رسیږي. دا چې ډېرې ناوې ګانې بغاوت کوي نو د طلاق پروسه یې هم ډېره لنډه ده. کله چې کلیوال په ستونزه پوه شي او د طلاق تصمیم ونیسي نو دواړه ښځه مېړه طلاق کیږي او په جلا جونګړو کې له خپلو کورنیو سره ژوند اختیار کوي. له طلاق پس ښځه او مېړه خپله کې ډېر دوستانه چلند لري، ډېری وخت خپله کې نږدې سره اوسي. له طلاق وروسته ښځه حق لري چې د خپلې خوښې مېړه وکړي او یا یوازېتوب کې د مجردي ژوند ته ادامه ورکړي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons