Night vision – شپنی لید

په بیولوجیکي یا ټکنالوجیکي طریقه په کمه رڼا کې د لید وړتیا ده. شپنی لید د دوه طریقه د کافي کچې په ترکیب ممکن کیږي په دې کې د کافي الیکترو مقناطیسي طیف او نوري ځواک (spectral range and intensity range) ترکیب دی. د زیاتو ژو په پرتله انسان کمزوری شپنی لید لري لامل یې د انسان په سترګو کې د (tapetum lucidum) په نامه د نسجونو د طبقې نشتوالی دی.

د شپې لخوا ګټور طیفي تخنیکونه کولی شي هغه وړانګې درک کړي کومې چې د انسان سترګې نشي لیدلی. د انسان سترګې د الیکټرو مقناطیسي طیف کمې برخې ته محدودې دي کومې برخې ته چې ښکارېدونکې رڼا نوم اخلي. که چېرې طیفي حد یې لوړ شي نو له نښکارېدونکې الیکټرو مقناطیسي وړانګو هم د لید لپاره ګټه پورته کولای شي لکه د انفرارېډ وړانګې یا د ماوراء بنفش وړانګې.

په ځینو ژو کې د سترګې غټ توپ، غټ لینز، غټ (optical aperture) او د کون په پرتله زیات راډونه د شپې د لید ښه وړتیا ورکوي.

په ټکنالوجیکي طریقه باندې شپنی لید د (image intensifier and CCD) په کارونې ممکن کیږي او یا هم کوم بل (photodetector) کاریږي.


په ټکنالوجیکه توګه شپنی لید
په ټکنالوجیکه توګه شپنی لید په عمده توګه په درې کټګوریو ( image intensification, active illumination, and thermal imaging) وېشل شوی.

لمړۍ طریقه
Image intensification
په (Image intensification) طریقه کې له طبیعي سرچینو لکه ستوري او سپوږمۍ تر لاسه شوو فوټونونو کچه غټیږي. د دې ډول ټکنالوجي شپنۍ عینکې او د کمې رڼا کامرې دي. په پوځي ژبه کې (Image Intensifier) ډېری وخت (Low Light TV) ته وایي – داسې اله وي کومه چې د یو تیاره انځور روښانه ورژن جوړوي، ویډیویي سګنالونه یې د کنټرول مرکز ته انتقالیږي او په دواړو څرګند او انفرارېډ لټونکي کې کاریږي، سټریم یې له ماموریت سره تړاو لري یا مستقل وي او یا ورسره فیوز شوی وي.
د (image intensifier) اله یو vacuum-tube based device (photomultiplier tube) وي کوم چې د فوټون له ډېرې کمې کچې انځور تولیدولی شي لکه په اسمان کې له ستورو – او اخیستل شوی انځور یې د کمې رڼا یا ډېم وي او سترګې یې لیدلی شي، یا هم د وروسته کتنې لپاره سټور کیدلی شي.دوېمه طریقه
Active illumination
له (imaging intensification technology) سره د رڼا یوه فعاله سرچینه په near infrared (NIR) or shortwave infrared (SWIR) band کې کاریږي. د دې ډول ټکنالوجي بېلګه د کمې رڼا کامرې دي. فعال انفراریډ شپنی لید (Active infrared night-vision) له داسې انفراریډ رڼا سره یوځای کیږي د کومې چې طیفي حدود (spectral range 700–1,000 nm) پورې وي (یاده کچه د انسان د سترګو له څرګند طیف څخه لاندې ده) له همدې سره (CCD cameras) کامرې کومې چې له یادو وړانګو سره حساسې وي کاریږي. همدا صحنه کومه چې د انسان له سترګو تیارې پناه کړې وي په نورمال الاتو کې ترې مونوکروم (monochrome) انځور جوړیږي – مونوکروم انځور تور او سپین انځور یا هم د یوه رنګ لرونکي انځور ته وایي. شپنی دوربین (night-vision goggles) الې کولای شي فعال انفراریډ شپنی لید وویني او که چېرې په تکتیکي پوځي عملیاتو کې وکارول شي نو د شپني دوربین لرونکي کسان یې موقیعت موندلی شي. د همدې ټکنالوجي بل شکل (Laser range gated imaging) دی.

درېم طریقه
Thermal vision
په ځینې ژو کې هم د بدن ځینې غړي د بولو متر په توګه (bolometer) کار کوي او ځینې توکي پرې لیدی او پیدا کولای شي. د انفراریډ دا حس په مارانو کې هم شته دی په کوم چې د تودوخې تولیدونکې وړانګې پیدا کوي. د شپني لید لپاره (Thermal imaging cameras) ښې الې دي، دا ډول کامرې د تودوخې تولیدونکو وړانګو لټون کوي او کومې رڼا ته اړتیا نلري. د شپې په ډېره زیاته تیاره کې انځور اخیستلای شي او همداسې په باران، لړې یا غبار او لوګي کې هم د توکو لټون کولای شي. دا ډول ټکنالوجي په الوتکو کې د شپني لید لپاره کاریږي، په الوتکو کې کارول شوو ته (FLIR or forward-looking infrared) نوم اخلي.

بیولوجیکي شپنی لید
د شمزي لرونکو په سترګو کې ټولې (photoreceptor cells) حجرې د (photoreceptor protein) مالیکول لري کوم چې په ( color vision cells, rhodopsin in night vision cells, and retinal) کې د پروتین ترکیب دی. کله چې د سترګې رېټینل رڼا جذب کړي نو په شکل کې یې نه بدلیدونکی تغیر رامنځته کیږي او دا چاره په هغه پروتین کې تغیر رامنځته کوي کوم چې د رېټینل چار چاپېره موجود وي او دا تغیر فزیولوجیکي بهیر هڅوي پایله یې لید وي.

له سترګې بهر رېټینل باید د لید له حجرو پراخ شي او د وینې د دوران په ذریعه باید ځیګر ته هم ولاړ شي – رېټینل په ځیګر کې تولیدیږي. کله چې رڼا زیاته وي نو د رېټینل زیاته برخه په (photoreceptors) کې نه وي او له سترګې بهر وي. کله چې تیاره شي نو په ۴۵ دقیقو کې (photoreceptor proteins) په رېټینل ډکیږي. خو د شپني لید د بهیر زیاته برخه په لمړیو پنځه دقیقو کې بشپړ کیږي.
د تیارې له لمړیو پنځه دقیقو وروسته له رڼا سره سترګې زیات نه زیات حساسیت پیدا کوي.
د انسان په سترګو کې راډ حجرې یوازې سرو اوږدو څپو ته حساسې دي. په راډونو کې له ( rhodopsin stores) څخه سره رڼا ډېره ورو تخلیه کیږي

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons