Proactivity – فعال اوسېدل

په انګریزۍ کې ورته د فعال اوسېدو چلند (proactive behavior) هم وایي. خپله جوړ کړي داسې چلند ته رجوع کوي کوم چې د یوې ستونزې له رامنځته کېدو مخکې ستونزه حل کړي او یا د یو څه په خپلسر د پېښېدو په ځای د خپلې خوښې حالتونه پېښ کړي. د فعال اوسېدو چلند کې د راتلونکې یوه حالت باندې مخکې له مخکې عمل کول شامل دي. په یوه حالت کې مخکې له پېښېدو د بدلون له لارې کنټرول ته رجوع کوي. هېڅکله د څه د پېښېدو ته انتظار نه کوي بلکې هر څه خپله پېښوي.

غبرګون ښودنه (Reactivity) د فعال اوسېدنې چلند متضاد دی. غبرګون ښودنه یو عادتي حالت یا مزاج دی کوم چې له یوه حالته او یا ګډون کوونکي سرچینه اخلي. دا ډول چلند لرونکي په خپلو قاعدو او شرایطو د پېښو مخه نه نیسي او یا هم ستونزې نه هواروي بلکې کړنې یې په خپلسر پېښېدونکو پېښو ته غبرګون ښودنه وي.


مخینه
په ۱۹۳۰ لسیزه کې د (pro-active) کلیمه یوازې په تجربوي اروا پوهنه کې کارېده او مانا یې هم د اوس په څېر نه وه. د اکسفورډ قاموس په تعریف کې دوه کسان (Paul Whiteley and Gerald Blankfort) یاد شوي. دواړو یاده کلیمه په ۱۹۳۳ کې داسې تعریف کړې : “په زدکړه کې ستونزه لرل یا په ځنډ سره زدکول او یا په یاد کې نه پاتې کېدل چې څه یې زده کړي.”
په ۱۹۴۶ کال کې د (Man’s Search for Meaning) په نامه کتاب کې هم یاده کلیمه وکارېده او (Dr. Viktor Frankl) یې تعریف داسې کړی وو “یو داسې کس چې د خپل ژوند مسولیت یې په خپله غاړه اخیستی وي او د خپلو مسولیتونو علتونه په بهرنیو پېښو، توکو او افرادو کې نه لټوي.” په دې مانا چې که یو څه یې ژوند کې پېښ شي لامل یې نور نه ګڼي او نه هم د یو څه پېښېدو لپاره خلک، توکي او بله پېښه لټوي بلکې هر څه خپله کوي. همداسې ډاکټر ویکتور زیاته کړې چې دا خلک جرات او استقامت لري. کړنې یې د حالتونو سره تطابق کې نه وي بلکې د هر څه کولو یا نه کولو لپاره خپله خوښه لري یا هم په بله مانا خوښه یې بهرني عوامل نه ټاکي بلکې خپل فکر یې ټاکي.


د فعال اوسېدنې چلند
فعال اوسېدل له نورو کاري چلندونو سره ممکن تضاد کې وي د بېلګې په توګه “وړتیا لرل” او یا هم “همغږي کېدل” لکه د نورو لخوا اداره یا کار ځای کې له بدلون راوستلو سره د همغږۍ وړتیا. که تاسې پام ورته وکړی فعال اوسېدل د بدلون پیل کول دي او همغږي له بدلون سره تطابق کې کېدل دي.
هر کار کوونکی په ورکړل شوي رول کې کولای شي فعال واوسي او په اغیزمنه توګه چارې ترسره کړي او په دې چارې سره د فعالیت بهیر کې اغیزمن بدلون رامنځته کړي. ځینې کسان ممکن خپلو چارو کې فعال واوسي او خپلو همکارانو ته مخکې تر دې چې د مرستې غوښتنه ترې وشي د مرستې کولو وړاندیز وکړي. کوم خلک چې د فعال اوسېدو چلند لري مثبت، له انرژي ډک او هوښیار وي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons