Bale Mountains frog – د بېل غرونو چونګښې

په انګرېزۍ (Bale) دوه مانا ګانې لري : لمړۍ مانا یې د کاغذ، وښو او یا بوسو داسې ګېډې ته وایي چې کلکه تړل شوې وي ؛ دوېمه مانا یې ویجاړونکی، شیطاني یا منفي ځواک دی. دواړه ماناګانې یې د چونګښو له نوم سره کوم تړاو نلري.
بېل غرنۍ چونګښې د چونګښو نسل دی، په عامه ژبه کې یې نوم (Bale Mountains frog) او ساینسي نوم یې (Ericabatrachus) دی. په پېټروپ ډي ټیډای (Petropedetidae) کورنۍ کې شامل دی. د ایتوپیا په بېل غرونو کې پیدا کیږي، د نسل عام نوم یې د غرونو له نوم اخیستل شوی. په نسل کې یوازې یو ډول شامل دی.


ډلبندي
نسل کې یوازې یو ډول تر اوسه کم مطالعه شوی او پېژندل شوی، فیلوجنتیک اړیکه یې د بحث او مطالعې لاندې ده، له مالیکولي څېړنو وروسته پېټروپ ډي ټیډای کورنۍ کې شاملې شوې. تر دې مخکې په (Phrynobatrachidae and Pyxicephalidae) کورنيو کې هم ډلبندي شوې وې.


تشرېح
وړې چونګښې دي، بشپړ ودې ته رسېدلی نر یې له ۱۹ تر ۲۲ ملي متره پورې او ښځه یې له ۲۳ تر ۲۷ ملي متره پورې اوږدوالی لري. د مخکې پښو ګوتې یې یو بل سره نه وي نښتي، د وروستۍ پښو ګوتې یې نښتې وي. ودې ته رسېدلی نر یې په ورنونو کې مرغړي لري.


د ژوند لپاره چاپېریال
د داسې لښتیو، نهرونو او سیندونو په غاړه کې وي چېرې چې ګڼ واښه وي او اوبه پکې تېزې بهېدونکې وي. نسل یې د ورکېدو له خطر سره مخ دی او لامل یې د اوبو څنډو ته د اوبو را پورته کېدل، دوېم لامل یې په ډېره وړه سیمه کې ژوند کول دي.

ساینسي ډلبندي
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله انورا
کورنۍ پېټروپ ډي ټیډای
نسل اېریکا بټ راکوس

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons