Brookesia desperata – ناهیلی بروکیزیا
د زړې نړۍ د کربوړي یو ډول دی. اصلي ځای یې د ماداګاسکار په شمال کې د امبر ځنګل دی. د ژوند لپاره د چاپېریال د ویجاړېدو له امله یې نسل بې کچې زیات د ورکېدو له خطر سره مخ دی. د ژوند لپاره چاپېریال یې د کرنې لپاره ځنګل وهنې، په تعمیرونو کې د کارېدو لپاره ونو وهلو، د غویزو او نورو څارویو څرولو ویجاړ کړی. په لمړي ځل ډاکټر فرانک ګلو په ۲۰۱۲ کې موندلی. په نوم کې یې د (desperata) مانا “ناهیلی” ده او دا نوم یې د دې له امله پرې ایښی چې نوره هیله او د ژوند لپاره چاپیریال نه لري.
ساینسي ډلبندي |
پاچایي | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | په سینه څښېدونکي |
ډله | سکواماټا |
فرعي ډله | ایګوانیا |
کورنۍ | کمایلیونیډای |
نسل | بروکیزیا |
Comments
So empty here ... leave a comment!