African wild ass – د افریقا وحشي خر

د ډول علمي یا ساینسي نوم یې (Equus africanus) دی. د اس د کورنۍ (Equidae) وحشي خر دی. ګمان کیږي چې د کورنیو شوو خرونو (Equus asinus) پلرونه دي. ځینې مسلکي لیکولان یې د کورنیو خرونو ډول ګڼي. په ساراګانو او وچو سیمو کې ژوند کوي. په اېرېتریا، سومالیا او ایتوپیا کې پیدا کیږي. مخکې په سوډان، مصر او لیبیا کې هم شته وو خو اوسمهال یې نسل د ورکېدو له خطر سره مخ دی. په وحشي چاپېریال کې ټول تر ۵۷۰ پورې خرونه پاتې دي. تقریبا ۱۵۰ د افریقا وحشي خرونه په وحشي بڼ کې ساتل کیږي، له دې شمېر څخه ۳۶ خرونه په وحشي بڼ کې زېږېدلی. په لمړي ځل په ۱۹۷۰ کې وساتل شو او لمړی بچی یې په ۱۹۷۲ کې وزېږوه.


تشرېح
تر ۱.۲ متر پورې قد لري، وزن یې تقریبا تر ۲۵۰ ګرامه پورې رسیږي، رنګ یې روښانه خړ وي، د پښو، سینې او ګېډې رنګ یې سپین وي. په ملا کې د شمزي د کرښې په اوږدو کې د تور رنګ کرښه لري. پښې یې د تور رنګ کرښې لري. غوږونه یې اوږده او د څنډو رنګ یې تور وي. همداسې د لکۍ پای یې هم توروالی لري.


تکامل
په (Equus) نسل کې د اس د کورنۍ هغه غړي شامل دي دکوم چې ټول غړي اوسمهال له منځه تللي، ګمان کیږي چې د پلې سیپوس په منځګړتیا له ډاینو هیپوس رامنځته شوي. یو تر ټولو زوړ ډول یې (Equus simplicidens) دی کوم چې زیبرا ته ورته تنه او سر د خره شکل کې لره، د متحده ایالتونو په ایداهو فوسیل کې موندل شوی او ۳.۵ میلیونه کاله زوړ اټکل شوی. کوم فوسیل چې په روسیه او د اروپا په ختیځ کې موندل شوی داسې ښي چې له نوې نړۍ یې نسل ډېر ژر زړې نړۍ ته خپور شوی.

مالیکولي فیلوجیني ښي چې د ټولو عصري اسونو د (Equus) نسل د غړو ګډ پلرونه ۵.۶ میلیونه کاله وړاندې موجود وو. تر ټولو زوړ توپیر موندلی یې د اسیا فرعي نسل (Asinus) ګڼل شوی چې په دې کې کولان، اوناجېر، کیانګ هم شامل دي، ورپسې د افریقا زېبرا (E. Dolichohippus and E. Hippotigris) ترې رامنځته شوي. نور ټول عصري کورني شوي او وحشي اسونه کومو چې ۴.۸ میلیونه کاله مخکې توپیر موندلی په (E. Equus) نسل کې شامل دي.


ډلبندي
ځینې لیکولان د افریقا وحشي خر له کورني شوي خره جلا ډول ګڼي خو ځینې یې یو ډول بولي. دواړه نظرونه منطقي دي. خو په فیلیوجنتیکي توګه یې جلا ډول ګڼل سم دي. ځینې کسان ورته د کورني شوي خره علمي نوم هم کاروي. د کورني شوي خره ساینسي نوم زوړ دی او له همدې امله لمړیتوب لرلای شي خو کارونه یې ځینې کسانو تېروتنه ګڼلې او سم ساینسي نوم یې (E. africanus asinus) ګڼلی.


د ژوند لپاره چاپېریال
په سارا یا نیمه سارا وچه کې ژوند کول خوښوي. د هاضمې سیستم یې ځواکمن دی او د سارا له شنو کولای شي په کافي اندازه لوندوالی جذب کړي او د بدن د اوبو اړتیا پرې پوره کړي. د اوږدې مودې لپاره له اوبو پرته هم ژوند کولای شي. اوږده غټ غوږونه یې د ښې اورېدو او سړېدو وړتیا ورکوي. په کومو سیمو کې چې ژوند کوي واښه پکې کم او لرې واټن کې وي او له همدې امله د ځان تغذیه کولو لپاره کله نا کله له یو بل جلا وي خو کله چې بېرته سره پیدا کړي په ډله کې سره ګرځي. ډېر لوړ غږ لري کوم چې تر ۳ کیلو متره لرې واټن پورې اورېدل کېدای شي، لوړ غږ یې له یو بل سره اړیکه کې د پاتې کېدو وړتیا ورکوي.


چلند
معمولا په هغه وخت کې فعالیت کوي کله چې تودوخه کمه وي لکه سباون او ماښام کې. د ورځې په اوږدو کې له تودوخې ځان پټوي. په هواره سیمه کې په یوه ساعت کې تر ۷۰ کیلو متره پورې سرعت لرلای.نر یې تر ۲۳ کیلو متر مربع پورې سیمه ټاکي او خپله سیمه په خپلو غایطه موادو په نښه کوي خو که چېرې سیمې ته بل نر داخل شي او له سیمې یې ونشي وېستلای نو د نر لخوا په خپله سیمه کې زغمل کیږي او د خپل واک لاندې یې ساتي، او که چېرې د جنسي اړیکې موده وي نو په خپله سیمه کې زغمل شوی نر له ښځې لرې ساتي.

جنسي اړیکه په لانده فصل کې نیسي، د اومیدوارۍ موده یې له ۱۱ تر ۱۲ میاشتو پورې وي. د اکتوبر او فېبرورۍ تر منځ یو بچی زېږوي. بچی یې له ۶ تر ۸ میاشتو پورې خپله مور روي او له دې وروسته یې مور جلا کوي. جنسي بلوغ ته په دوه کلنۍ کې رسیږي. په بند ساتل شوي ځای کې تر ۴۰ کالو پورې ژوند پاتې کیږي.

د اسونو په څېر تېزه منډه کولای شي خو لکه د نورو تی لرونکو په څېر له خطر ناڅاپه تېزه منډه نه کوي. لمړی د خطر په اړه تفتیش او څېړنه کوي له هغې وروسته پرېکړه کوي چې څه باید وکړي. په لغتو باندې له مخې او وروسته خوا د خپل ځان دفاع کولای شي.


خواړه
خوړو کې یې واښه، د ساقو پوستکي او پاڼې شامل دي. سره له دې چې په وچو سیمو کې ژوند کوي خو اوبو ته اړتیا لري او که چېرې اوبه پیدا نه کړي له خپلو خوړو د اوبو اړتیا پوره کوي. په هرو درې ورځو کې باید یو ځل اوبه وڅکي. د مالګینو اوبو په څکلو هم لیدل شوي.

ساینسي ډلبندي
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله پېریسو ډکټیلا
کورنۍ اېکویډي
نسل اېک وس

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons