Belalanda chameleon – بېلا لانډا د زړې نړۍ کربوړی
د ډول علمي یا ساینسي نوم یې (Furcifer belalandaensis) دی. په (Belalanda Chameleon or the Sangoritan’i Belalanda) نومونو هم یادیږي، د کربوړي یو ډول دی، اصلي ځای یې ماداګاسکار دی. په ۱۹۷۰ کال کې په لمړي ځل (Édouard-Raoul Brygoo and Charles Domergue) پېژندلی او تشرېح کړی. اوسمهال یې شمېر ډېر کم پاتې دی او نسل یې د ورکېدو له خطر سره مخ دی، د نسل ژغورنې لپاره د طبیعت ساتنې نړیوالې اتحادیې یې نسل په خپل سور نوملړ کې اضافه کړی. د طبیعت ساتنې لپاره نړیوال فنډ بودیجه ټاکلې تر څو له ورستیو پاتې غړو نور نسل واخلي. بدن یې شین رنګ لري.
د ژوند لپاره چاپېریال
په سوېل ختیځ ماداګاسکار کې د بېلا لانډا په نوم ښار او اطرافو سیمه کې پیدا کیږي. د ژوند لپاره د چاپېریال سیمه یې یوازې ۴ کیلومتر مربع ده. اوسمهال ډېری په هغو کرل شوو ونو کې ژوند کوي د کومو چې ماداګاسکار اصلي ځای نه دی بلکې د کرنې لپاره یې تخم او بوټي ورانتقال شوي. د نسل ژغورنې لپاره یې په سوداګري او نیونې بندیز لګېدلی.
ساینسي ډلبندي |
پاچایي | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | په سینه څښېدونکي |
ډله | سکواماټا |
فرعي ډله | ایګوانیا |
کورنۍ | کمایلیونیډای |
نسل | فرسیفر |
Comments
So empty here ... leave a comment!