Black-and-white ruffed lemur – غاړه کې کړۍ یا توق لرونکی تور او سپین لېمر
د ډول علمي یا ساینسي نوم یې (Varecia variegata) دی. په غاړه کې د توق یا کړۍ لرونکي لېمر ډېر کم پاتې ډول دی. اصلي ځای یې ماداګاسکار دی. د سور توق لرونکي لېمر په پرتله یې د ژوند لپاره د چاپېریال سیمه پراخه ده خو په دې پراخ چاپېریال کې یې نسل ډېر کم دی. همداسې په کوم ملي پارک کې چې ژوند کوي د سور توق لرونکي لېمر په پرتله یې ساتنه کمه کیږي. په ۲۰۰۱ کال کې سور توق لرونکی لېمر جلا ډول وګڼل شو. تور او سپین توق لرونکی لېمر درې فرعي ډولونه هم لري.
تور او سپین توق لرونکی لېمر په ونه کې ژوند کوونکی دی او ډېری وخت د باراني ځنګلونو په لوړو ونو کې تېروي. د ورځې لخوا فعالیت کوونکي دي. په ونو او ځمکه دواړو باندې په څلورو تګ کوونکي دي، کله چې خواړه خوري خپل ځان په څانګو پورې زوړند حالت کې ساتي. په مغزیو ځان تغذیه کوونکی دی. په میوې، شیرې، غوټیو او ګلانو هم ځان تغذیه کوي. ځینې وخت پاڼې او ځینې تخمونه هم خوري. پچېلی ټولنیز سیستم لري. یو ډول کرېغې ته ورته چغې وهي. په بند ساتل شوي ځای کې تر ۳۶ کالو پورې ژوند کولای شي. د ماداګاسکار د ختیځ په باراني ځنګلونو کې پیدا کیږي. د سمندر له سطحې په کمه لوړه ارتفاع کې، په داسې ځنګل کې ژوند کوي چې بشپړ ودې ته رسېدلې ونې پکې وي.
ډلبندي
په (Varecia) نسل کې ټول دوه ډولونه شامل دي : سور توق لرونکی لېمر او تور او سپین توق لرونکی لېمر. د تور او سپین توق لرونکي لېمر تر اوسه درې فرعي ډولونه پېژندل شوي.
تشرېح
اوږدوالی یې له ۱۰۰ تر ۱۲۰ سانتي متره پورې وي، وزن یې له ۳ تر ۴ کیلو ګرامه پورې رسیږي. رنګ یې تل تور او سپین وي. ګېډه، لکۍ، لاسونه، پښې، تلې، داخل کې غړي او مخ یې تور وي. په یو بل څنګ او ملا کې یې رنګ سپین وي. نر او ښځه یې یو بل ته ورته وي.
خواړه
تر ۹۲% پورې خواړه یې مغزي او میوه ده. نور ۸ % خواړه یې د بوټو شیره، مرخېړي، پاڼې او تخمونه دي. خوړو باندې یې فصلونه هم خپل اغیز لري. د بوټو ځینې برخې او ځینې بوټي په کومو چې دا لېمر ځان تغذیه کوي په هر فصل کې نشته وي. اوبه څکل یې هم له فصل او خوړو سره تړاو لري. تر ۴۰ پورې د بوټو او ونو ډولونه یې خواړه چمتو کوي. تر ټولو زیات خواړه یې په (Ravensara, Chrysophyllum boivinianum, Protorhus and Harungana madagascariensis) ونو کې وي.
چلند
ښځه یې په نر واکمنه وي. لمړی خواړه ښځه خوري له هغې وروسته نر ځان تغذیه کوي. د ښځې واکمني په نورو توق لرونکو لېمر او ګوتو کې د ګوتمې یا کړۍ لرونکو لېمر کې هم شته. که چېرې نر له ښځې سره شخړه وکړي د شخړې ګټونکې تل ښځه وي. ښځه سره له دې چې واکمنه وي په خپلو نرانو برید نه کوي. کم وخت د نر تابع خو ډېری وخت پرې برلاسې وي، تابع کېدل یې هم د دې لپاره وي تر څو نر هغه څه کولو ته وهڅوي چې ښځه یې غواړي.
د بچیانو زېږولو، ساتنې او روزنې او جنسي اړیکې بدل کې ښځې په خوړو کې هم لمړیتوب لټوي او د نرانو په پرتله زیات خواړه غواړي. ځوانې ښځې یې واک نه لري، واکمنه پکې د بچیانو لرونکې او زیات عمر لرونکې وي، د خوړو لور ته د لېمر ګروپ هدایت کوي او تر ټولو زیات خواړه خوري.
پیغام رسونه
مختلف ډوله غږونه کوي او غږ یې هم تر څو ثانیو پورې ادامه کوي. کله چې یو غږ وکړي د ډلې ټول غړي یو بل پسې غږ کوي. که چېرې خطر احساس کړي او یا ښکار کوونکی ژوی وویني نو د ډلې نور غړي په خپل غږ خبروي، ګروپ ته د خوځښت کولو پیغام ورکوي، د بل ګروپ ترمنځ د واټن اخیستنې لپاره یې کاروي. یوازې د ورځې لخوا غږ کوي او په غږ کولو خپله سیمه نه ټاکي.
ټولنیز جوړښت
تور او سپین توق لرونکی لېمر په دواړو وحشي او بند ساتل شوي چاپېریال کې، په جوړې او ډله کې مختلف ډوله ټولنیز جوړښتونه ښودلي. د وخت له تېرېدو سره د ډلې شمېر کې د بدلون ډاینامیک (fission fusion dynamics) موجود دی. په دې مانا چې د سرچینو له شتون سره یې شمېر کې زیاتوالی او کموالی راتلای شي د بېلګې په توګه کله چې د خوړو سرچینې پرېمانه وي کوچني چاپېریال کې زیات شمېر لېمر ګډ ژوند سره کوي خو چې کله د خوړو سرچینې کمې شي لوی ګروپ یې په وړو فرعي ګروپونو سره وېشل کیږي تر څو بقا پیدا کړي. فرعي ګروپونه کله چې اړتیا وي سره یو ځای کیږي او بېرته سره جلا کیږي. که چېرې ګروپ کوچنی وي پلار هم د بچیانو خیال ساتنه او روزنه کې ونډه اخلي. خو کله چې ګروپ لوی وي نو یوه ښځه د جنسي مودې پر مهال له زیاتو نرانو سره جنسي اړیکه نیسي او د بچیانو پلار یې نا مالوم وي او له همدې امله یې یوازې مور د بچیانو خیال ساتنه او روزنه کوي.
د مثل تولید
د تور او سپین توق لرونکي لېمر دواړه ښځه او نر یې جنسي بلوغ ته د یو نیم کلنۍ او پنځه کلنۍ ترمنځ رسیږي. د جنسي بلوغ په لمړي کال په بریالۍ توګه د مثل تولید کولای شي. کله یې چې نر جنسي بلوغ ته ورسیږي هګیو کې یې غټوالی رامنځته کیږي، غټوالی یې په څو میاشتو کې زیاتیږي او پای کې د جنسي اړیکې او د مثل تولید لامل کیږي. کله چې له ښځې سره جنسي اړیکه ونیسي او د مثل تولید وکړي د هګیو پړسوب یې په تدریجي توګه بېرته نورمال حالت ته راګرځي.
د ښځې د رحم خوله یې د جنسي اړیکې په ټوله موده کې په پرانیستو پیل کوي، ولوا یې ګلابي رنګه خالونه پیدا کوي، د ولوا چار چاپېره رنګ یې تور دی او ګلابي رنګ پکې څرګند ښکاري. په څو ورځو کې ګلابي رنګه برخه په تدریجي توګه پرانیستل کیږي، کله چې په بشپړ توګه پرانیستل شي نو سپېمه توب یې له دوه تر درې ورځو پورې دوام کوي. په ځینو کې له ۶ تر ۱۲ ساعتو پورې هم ادامه لرلای شي. له دې مودې وروسته یې د رحم خوله په تدریجي توګه بېرته بندیږي او د ټول کال په اوږدو کې بنده پاتې کیږي. د بلاربښت یا اومیدوارۍ موده یې تر ۱۰۲ ورځو پورې وي او پایله کې له دوه تر شپږو پورې بچیان زېږوي.
د بچیانو د ساتنې لپاره ښځه ځاله جوړوي او بچیان تر هغې پکې وي تر څو چې په خودمختاره توګه بهر ته تګ وکړای شي. له بچیانو زېږولو وروسته یې مور تقریبا ۲۴ ساعته تر یوې اوونۍ له بچیانو سره وي. دواړه نر او ښځه د ځالې ساتنه کوي. کله نا کله یوه ښځه د بلې په ځاله کې خپل بچیان اچوي او خپله خوړو پسې تګ کوي په دې مانا چې یوه ښځه د بلې ښځې د بچیانو پالنه هم کوي.
ساینسي ډلبندي |
پاچایي | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | لومړني |
فرعي ډله | سټرېپ سېریني |
کورنۍ | لېمیوریډای |
نسل | وارېسیا |
Comments
So empty here ... leave a comment!