Blue-eyed black lemur – شین سترګی تور لېمر
د ډول علمي یا ساینسي نوم یې (Eulemur flavifrons) دی. د سکلېټر لېمر (Sclater’s lemur) نوم هم ورته اخیستل کیږي. د ریښتیني لېمر یو ډول دی. د تنې اوږدوالی یې له ۳۹ تر ۴۵ سانتي متره پورې او د لکۍ اوږدوالی یې له ۵۱ تر ۶۵ سانتي پورې رسیږي. وزن یې له ۱.۸ تر ۱.۹ پورې وي. سره له دې چې لومړني ژوي دي خو بیا هم کلک لاسونه لري، د لاسونو رغوي یې انسان ته ورته والی لري. لکۍ یې د نښلېدو وړتیا نه لري او تر تنې یې اوږده ده. ښځه یې له نر سره توپیر لري. نر یې تور رنګ لري او د پای برخې یې کله نا کله کمه اندازه نسواري رنګه شوې وي. ښځې یې د اوښ رنګ ته ورته سور رنګه نسواري رنګ لري او لاندې برخې یې زېړ رنګه نسواري وي. د ښځې د پوز، د پښو د تلو او د لاسونو د رغويو رنګ تور وي. د نر او ښځې دواړو سترګې یې شنې وي. د سترګو رنګ یې لکه د برېښنا د شینوالي، د اسمان د شینوالي په څېر او یا هم خړې شنې وي.
شین سترګې تور لېمر کټ مټ تور لېمر ته ورته دی، یوازینی توپیر یې د سترګو په رنګ کیږي. تور لېمر نارنجي سترګې لري. دوېم توپیر په غوږونو او د بدن په وړۍ کې دی، تور لېمر څرګند غوږونه لري. کومو بندو ځایونو کې چې دواړه ډولونه یو ځای سره ساتل شوي دوه رګه نسل یې هم زېږولی دی. تر ۲۰۰۸ کال پورې شین سترګی تور لېمر د تور لېمر فرعي ډول ګڼل کېده خو وروسته جلا ډول وګڼل شو.
چلند
تور شین سترګې لېمر په وحشي چاپېریال کې زیات نه دی مطالعه شوی خو بې کچې زیات ټولنیز چلند لري. لږ نه لږ له شپږو تر یولس غړو پورې سره ډله کیږي. لکه د لېمر د نورو ډېرو ډولونو په څېر ښځه په نرانو او ځوانو ښځو واکمنه وي. په هره ټولنیزه ډله کې د ښځو په پرلته نران زیات وي. پولیګاموس دي په دې مانا چې یو غړی یې له څو غړو سره جنسي اړیکه نیسي. ښځه یې په جون یا جولای کې تر دوه پورې بچیان زېږوي. د بلاربښت موده یې له ۱۲۰ تر ۱۲۹ ورځو پورې وي. له پنځه تر شپږ میاشتو خپله مور روي له دې مودې وروسته یې مور له خپل تي جلا کوي. په دوه کلنۍ کې جنسي بلوغ ته رسیږي. په بند ساتل شوي ځای کې له ۱۵ تر ۳۰ کالو پورې ژوند کولای شي خو په وحشي چاپېریال کې یې د عمر په اړه کره مالومات نشته. د ورځې لخوا فعال وي خو د ورځې اوږدو کې د فعالیت لپاره ځانګړی وخت نه لري. د شپې لخوا فعالیت یې د سپوږمۍ د رڼا له زیاتوالي سره مل وي.
پیغام رسونه
د پیغام رسونې لپاره د مخ شکل، د بوي اېښودنې نښې او غږ کاروي. د بوي نښې اېښودنې باندې د لېمر نورو ډولونو ته پیغام ورکوي. دواړه نر او ښځه یې په مقعد کې مرغړي لري کوم چې د بوي پرېښودنې او نښې لپاره کاروي، ډېری وخت خپل مرغړي په ونو موښي. نر یې په مړوند او رغوي کې هم مرغړي لري او ډېری وخت یې په پاڼو موښي تر څو د خپل ځان د شتون په اړه د لېمر نورو غړو ته پیغام ورکړي.
نر یې چې کله نا ارامه وي نو چغې ته ورته غږ کوي، له دې پرته کلېک، غپېدو، چهچه جېر جېر او غر غر ته ورته غږونه هم کوي. برید کوونکی چلند هم لري او ډیری وخت د ډلې غړي له یو بل سره شخړه کې بوخت وي په ځانګړې توګه د مثل د تولید موده کې د ښځې په سر شخړه کې بوختیا پکې عامه ده. په بندو ځایونو کې که چېرې د لېمر د بل ډول بچیان پیدا کړي سملاسي یې وژني، دا چلند په نورو ډولونو او ژو کې ډېر کم دی په ځانګړې توګه په بند ځای کې.
خواړه
میوه، ګرده او د بوټو شیره یې د خوړو لویه برخه جوړوي. په وچ موسم کې کله چې یاد خواړه کم وي په پاڼو، تخمونو او توتانو ځان تغذیه کوي ډېر کم وخت حشرې هم خوري. د کرنې سیمو ته هم تګ کوي او په غلې برید کوي. د باراني ځنګلونو د بوټو په خپرونه کې مرسته کوي : کله چې د بوټي میوه وخوري نو میوه کې موجود تخم یې د هاضمې سیستم نشي هضمولی او په خپلو غایطه مواد کې یې د ځنګل نورو سیمو ته انتقالوي. تر ۵۰ ډوله پورې د بوټو تخمونو په انتقال کې مرسته کوي. د نر او ښځې ګل ګرده هم یو بل ته انتقالوي او په القاح کې یې مرسته کوي ځکه چې له ګلانو شیره او ګرده خوري.
د ژوند لپاره چاپېریال
د شمال ختیځ ماداګاسکار د نیمه استوایي په لندو او وچو ځنګلونو کې ژوند کوي. په شمال کې له اندرا نومالازا سیند نیولې تر د سوېل مایوارانو سیند پورې سیمه کې پیدا کیږي.
ساینسي ډلبندي |
پاچایي | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | لومړني |
فرعي ډله | سټرېپ سېریني |
کورنۍ | لېمیوریډای |
نسل | ایولېمر |
Comments
So empty here ... leave a comment!