په (Tarzan chameleon or Tarzan’s chameleon) نومونو هم یادیږي. د کربوړي یو ډول دی. اصلي ځای یې د ماداګاسکار الا اوترا منګورو سیمه ده. په نوم کې یې ټارزن کلیمه د خیالي کیسو هغه ټارزن نوم دی کوم چې ځنګل کې اوسېده. د ټارزن د کیسې لیکوال اېدګار رایس باروز د امریکا لیکوال دی. ټول اوږدوالی یې له ۱۱۹ تر ۱۵۰ ملي متره پورې وي. شین او روښانه زېړ رنګ لري. د نر غاړه کې یې توروالی او د ښځې غاړه کې یې زېړوالی موجود وي. هګۍ اچونکی دی. د ډول غړي یې ډېر کم پاتې دي او د ورکېدو له خطر سره مخ دی.
پاچایي |
ژوي |
فایلم |
کورډاټا |
کلاس |
په سینه څښېدونکي |
ډله |
سکواماټا |
فرعي ډله |
ایګوانیا |
کورنۍ |
کمایلیونیډای |
نسل |
کالوما |
Post Views: 621
Comments
So empty here ... leave a comment!