Djibouti spurfowl – د جیبوټي تنزری

د ډول علمي نوم یې (Pternistis ochropectus) دی. د دښتي چرګ په فېزیانیډای کورنۍ (Phasianidae) د مرغانو یو ډول دی. نسل یې د ورکېدو له خطر سره مخ دی. یوازې په جیبوټي کې پیدا کیږي. خړ رنګه نسواري رنګ لري او په خپل رنګ کې سپینې بڼکې لري، سپینې بڼکې یې لاندې برخه کې پراخې وي خو پورته برخې کې نرۍ شوې وي. لنډه لکۍ لري، سر کې د تور رنګ نښې لري. د ټول بدن اوږدوالی یې تر ۳۵ سانتي متره پورې او وزن یې تر ۹۴۰ ګرامه پورې رسېدای شي.

د استوایي او نیمه استوایي د لوړو سیمو په وچو داسې ځنګلونو کې ژوند کوي چېرې چې د افریقا جونیپر ونې موجودې وي خو د جونیپر د ونو ځنګلونه تر ډېره له منځه تللي او دا مرغان هم تر ډېره د نورو ونو د ځنګلونوپه لور ګډوال شوي. په واړه سیل کې ژوند کوي او له انسان ډېر ژر ځان پټوي. په توتانو، تخمونو او د اوبو په سپیانو ځان تغذیه کوي. د ډسمبر او فیبروري ترمنځ د مثل تولید کوي. په تېرو شلو کلونو کې یې د ډول غړي ۹۰% کم شوي. د نسل د کمېدو تر ټولو لوی لامل یې بې کچې زیات ریبل او د وحشي چاپېریال ویجاړونه ده. اوسمهال ځینې ادارې لاس په کار شوي تر څو د جونیپر ونې وکري او خلکو کې پوهاوی رامنځته کړي.


چلند
په وړو سېلونو کې ژوند کوي او د ځان پټ ساتلو لپاره په ګڼو شنو کې پټیږي. په ګرمو میاشتو کې له ټیټو سیمو لوړو سیمو ته ځي او چېرې چې د جونیپر ونې وي هلته مېشت کیږي. طبیعي ښکار کوونکی یې عام جېنېټ دی. تر ټولو زیات فعالیت او نارې د سهار له ۶ تر ۹ بجو پورې کوي. له دې وروسته ډېر وخت بې خوځښته تېروي او ډېری وخت تر ۴ متره پورې لوړه ونه کې ناست وي. خواړه یې تخمونه، اینځر، حشرې او توتان وي. مونوګاموس دی په دې مانا چې له یو غړي سره جنسي اړیکه د مثل د تولید لپاره نیسي. د ډسمبر او فېبروري تر منځ د مثل تولید کوي.


ډلبندي
په فېزیانیډای کورنۍ کې چې کوم مرغان دي لکه د جیبوټي تنزري په څېر، د زړې نړۍ په ځمکه ژوند کوونکي او د جنګ لپاره ساتل کېدونکي مرغان دي. د ډېرو طبیعي د ژوند لپاره چاپېریال ځنګلونه دي. د یادې کورنۍ کوم مرغان چې په افریقا کې پیدا کیږي په ټېرنېس ټېس نسل کې یې ډولونه ډلبندي شوي. په حشرو، تخمونو او د بوټو په ځینو برخو ځان تغذیه کوي. د ډېرو ډولونو د مښوکې څوکه تاو شوې وي. نر یې پیخونه (tarsal spurs) لري. لکۍ کې یې څوارلس بڼکې وي.

ساینسي نوم (Pternistis ochropectus) یې له دوه کلیمو جوړ شوی : لمړۍ کلیمه یې د نسل نوم دی او دوېمه کلیمه د یونانۍ او لاتیني ژبې له دوه کلیمو جوړ شوی نوم دی د (ochre) کلیمه د یونانۍ ژبې له (ochros) اخیستل شوې او مانا یې سره خټه یا له خټې سور، زېړ یا نسواري جوړېدونکی رنګ دی او د (pectus) کلیمه له لاتیني ژبې اخیستل شوې مانا یې سینه ده. په (Pternistis) نسل کې د جرمني طبیعت پېژندونکي (Johann Georg Wagler) ډلبندي کړی.

په جیبوټي کې د سیمې خلک ورته (kukaaqe) نوم اخلي، مخکیني عام نومونه یې انګریزۍ کې (ochre-breasted francolin, the Tadjoura francolin, and the pale-bellied francolin) وو.


 

 

ساینسي ډلبندي
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس مرغان
ډله چرګ ډوله
کورنۍ فېزیانیډای
نسل ټېرنېس ټېس

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons