Chalcides ebneri – کلسیډېس اېبنېري

په انګریزۍ کې ورته د اېبنېر استوانه اي کربوړی (Ebner’s cylindrical skink) نوم هم اخلي. د کربوړي یو ډول دی. اصلي ځای یې مراکش دی. نوم یې د اتریش د حشره پېژندونکي ریچارډ اېبنېر (Richard Ebner) له نوم اخیستل شوی. په ډبریزو سیمو کې له وښو سره نږدې ژوند کوي. بچی یې په هګۍ کې وده کوي خو هګۍ تر هغو نه اچوي تر څو یې چې بچي بشپړ وده نه وي کړي. د بچي له بشپړ ودې وروسته یا د مور ګېډه کې له هګۍ راوځي او بیا زېږول کیږي او یا هم له هګۍ اچول کېدو وروسته سملاسي له هګۍ بهر راوځي. همدې چارې ته انګرېزۍ کې (ovoviviparity) وایي. د انسانانو لخوا د کرنیز فعالیت له امله نسل ډېر کم شوی او د ژوند لپاره چاپېریال یې ویجاړ شوی. د کورنۍ نوم یې (Scincidae) سینسیډای یا سکینکیډي دواړه ډوله تلفظ کیږي.

ساینسي ډلبندي
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس په سینه څښېدونکي
ډله سکواماټا
کورنۍ سینسیډای یا سکینکیډي
نسل کلسیډېس

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons