Cross River gorilla – د کراس سیند ګوریلا
د ډول علمي یا ساینسي نوم یې (Gorilla gorilla diehli) دی. د لوېدیځ د ګوریلا (ګوریلا ګوریلا) ترټولو کم پاتې نسل دی. په ۱۹۰۴ کال کې د تی لرونکو ډلبندي کوونکي پال ماتسچي جلا ډولو ګڼه خو په سیستماتیکه توګه یې د ډول غړي تر ۱۹۸۷ کال پورې نه وو مطالعه شوي.
د ګوریلا لوېدیځوال او شمالي ډول ګڼل کیږي. د کامېرون او نایجریا د پولو ترمنځ په ځنګل لرونکو غرونو او غونډیو کې د نایجریا د کراس سیند سرچینو سره نږدې سیمو کې پیدا کیږي. د لوېدیځ د ټیټو سیمو له ګوریلا (ګوریلا ګوریلا ګوریلا) تقریبا ۳۰۰ کیلومتره لرې واټن کې ژوند کوي. په ۲۰۱۴ کال کې سروې موندلې وه چې ټولټال بشپړ ودې ته رسېدلي غړي یې تر ۲۵۰ پورې پاتې دي.
د مورفولوجیکي توپیر تصدیق یې په ۱۹۸۷ کې وشو. له دې وروسته د سر د کوپړۍ او غاښونو مورفولوجي یې له نورو سره توپیر په ګوته کړ او په ۲۰۰۰ کال کې فرعي ډول وګڼل شو.
د کراس سیند ګوریلا د لوېدیځ د لاندې سیمو له ګوریلا سره پرتله کېدنې دا وموندله چې د خولې تالو یې کوچنی دی، د سر د کاسې منحني شوې برخه یې وړه ده، د سر د کوپړۍ کاسه یې لنډه ده. خو د بدن او د غړو کچه یې زیات توپیر نه ورسره لري. خو کوم نران یې چې کچه شوي داسې ښي چې د لوېدیځ په لاندې سیمو کې د ګوریلا په پرتله یې نران لنډ لاسونه او لنډې پښې لري.
د نر قد یې له ۱۶۵ تر ۱۷۵ سانتي متره پورې او وزن یې له ۱۴۰ تر ۲۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د ښځې قد یې تر ۱۴۰ سانتي متره او وزن یې تر ۱۰۰ کیلو ګرامه پورې وي.
د کراس سیند ګوریلا لکه د ګوریلا د نورو فرعي ډولونو په څېر داسې ګڼ ځنګل کې ژوند کول خوښوي چېرې چې انسانان نه وي مېشت. د کراس سیند د ګوریلا د بدن کچه غټه ده نو له دې امله لکه دنورو لومړنیو ژو په څېر لوی چاپېریال ته اړتیا لري. اوسمهال یې ډېری انسانان د ژوند په چاپېریال کې طبیعي سرچینې لټوي. د کراس سیند ګوریلا چې په کوم چاپېریال کې ژوند کوي د سمندر له سطحې یې لوړوالی له ۱۰۰ متره نیولې تر ۲۰۳۷ متره پورې لوړوالی لري. د ۱۹۹۶ او ۱۹۹۹ ترمنځ دا سیمه مطالعه شوه او د ۳۲ میاشتو موده کې یې د ژوند لپاره د مختلفو چاپېریالونو، اقلیم، خوړو او ونو په اړه مالومات را ټول کړل. په دې موده کې یې د ګوریلا خواړه، چلند او د ټولنیز ګروپ جوړونه هم مطالعه کړه.
په سیمه کې ځنګل وهنې ګوریلا ته د بقا چانس کم کړی دی. په سیمه کې د انسانانو بې کچې زیات نفوس د ګوریلا د خوړو سرچینې له منځه وړلو کې مرسته کړې لکه د کرنې او باغونو کینولو لپاره د ځنګل وهنه.
معمولا که ګوریلا انسان وویني ډېر کم وخت برید پرې کوي او ډېری وخت تېښته کوي خو د امریکا جورنال کې خپرې شوې مقالې دا ښودلې چې له انسان د خطر احساس پر وخت یې په انسان د لرګیو د وارولو برید کړی کوم چې غیرې عادي چلند ګڼل شوی.
د کراس سیند ګوریلا په ځاله جوړونه کې ځانګړی چلند لري لکه په ځاله کې د ګروپ کچه ټاکل، د ځالې سینګار، د ځالې لپاره ځانګړی ځای ټاکل او بیا ځلې د جوړې شوې ځالې کارول. د ځالې جوړونې چلند یې د ژوند لپاره له چاپېریال سره، اقلیم، د خوړو د سرچینو له شتون سره او له خطر سره تړاو لري د بېلګې په توګه په ونه کې او په ځمکه د ځالې جوړونه یې له موسم سره تړاو لري. له اپرېل تر نومبر پورې تر ډېره ځاله په ونو کې جوړوي خو له نومبر وروسته خپله ځاله په ځمکه جوړوي. همداسې کومې ځالې چې د شپې لخوا جوړې شوې وي د ونو په پرتله ډېرې په ځمکه وي. همداسې د وچ موسم په پرتله په لانده موسم کې تر ډېره ځاله په ونو کې جوړوي. د خپلې ځالې بیا ځلې کارونه پکې عامه ده. په یوه ځاله کې ۴ تر ۷ پورې غړي وي. په ځاله کې د غړو شمېر یې له موقیعت سره تړاو لري.
په ځاله کې یې یو نر او نورې ښځې او د ښځو بچیان وي. د ټیټو سیمو د لویدیځ ګوریلا د لوړو سیمو د لوېدیځ د ګوریلا په پرتله کم بچیان له ځان سره لري لامل یې ممکن په دې سیمو کې د بچیانو د مړه کېدو لوړه کچه وي.
د کراس سیند د ګوریلا خواړه تر ډېره میوه، وښو ته ورته بوټي، لیانا، د ونې د ساقو پوستکي، هغه څه چې یوازې یوه موسم کې وي خوري. که چېرې میوه نشته وي د خوړو نورو سرچینو پسې تګ کوي او بل ځای کې ۵ تر ۶ میاشتو پورې مېشت وي. همداسې که چېرې میوه نشته وي تر ډېره په لیانا بوټي او د ونو د ساقو په پوستکي ځان تغذیه کوي.
ساینسي ډلبندي |
پاچایي | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | لومړني |
فرعي ډله | هپلو راینای |
له فرعي ډلې لاندې ډله | سیمي فارمز |
کورنۍ | هومینیډای |
نسل | ګوریلا |
Comments
So empty here ... leave a comment!