Diademed sifaka – ډایاډېمډ سیفاکا
د ډول علمي نوم یې (Propithecus diadema) دی. په انګرېزۍ کې یې ځینې نومونه د ماداګاسکار له ژبې هم اخیستل شوي، په (diademed simpona) نوم هم یادیږي. د سیفاکا لېمر داسې غړی دی چې نسل یې ډېر کم پاتې او دورکېدو له خطر سره مخ دی. د دې لېمر اصلي ځای د ختیځ ماداګاسکار باراني ځنګلونه دي. د بدن کچه کې ایندري او دا لېمر تر ټولو لېمریانو غټ دي. وزن یې تر ۶.۵ کیلو ګرامه پورې رسیږي، اوږدوالی یې تر ۱۰۵ سانتي متره پورې وي او په دې کې یې تر ۵۰ سانتي متره پورې د لکۍ اوږدوالی وي. په لېمریانو کې تر ټولو زیات د مختلفو رنګونو لرونکی دی. بدن یې اوږده ګڼ وېښته لري. په مالاګې یا د ماداګاسکار ژبه کې ورته (simpona, simpony and ankomba joby) نومونه هم اخلي. مخکې د (diademed sifaka) نوم د لېمر څلور ډولونو ته کارېده.
تشرېح
یوازې نر یې په غاړه کې مرغړي لري. ډایاډېمډ سیفاکا د لېمر له نورو ډولونو سره په رنګ او د بدن کچه کې توپیر لري. د بدن ټول وېښته یې د منځنۍ کچې اوږدوالی لري. په سر کې یې د وېښتو لویه برخه له مخ او پوز تاو شوې وي. سترګې یې سور رنګ ته ورته نسواري وي، لنډ پوز لري، د ملا پورته برخه کې یې رنګ خیره وي خو لاندې برخه کې سلیټي شوی وي. لاسونه او پښې یې تور رنګ لري. خو ورنونه او مټې یې سرو زرو ته ورته زېړ رنګ کې وي.
چلند
له دوه تر لسو پورې ډله جوړوي. په ډله کې یې بلوغ ته رسېدلي نران او ښځې دواړه موجود وي. هره ډله یې له ۲۵ تر۵۰ هکتاره پورې ځمکه د اوسېدنې لپاره ټاکي او له بلې ډلې د خپلې سیمې دفاع کوي. د سیمې په ټاکنه کې یې ښځې او نران دواړه د پولو په څنډو کې بوی پرېدي. د خپل ډول له هغو نورو ډایاډېمډ سیفاکا د خپلې سیمې کلکه دفاع کوي کوم چې بله ډله کې شامل وي خو خپله سیمه بیا د لېمر له نورو ډولونو سره شریکوي لکه له سور ګېډي لېمر سره او له عام نسواري لېمر سره.
د خوړو پیدا کولو لپاره هره ورځ تر ۱.۶ کیلو متره پورې تګ کوي او هره ورځ تقریبا تر ۲۵ ډوله پورې بوټو باندې ځان تغذیه کوي. وروستۍ پښې یې ډېرې ځواکمنې دي او د خپلو پښو په مرسته له یوې ونې بلې ته ټوپ اچوي. په افقي توګه ځان زوړندونکی او په څنګ ټوپ اچونکی دی. په ونه کې ژوند کوونکی دی او ډېر کم وخت د ځمکې تل ته کوزیږي.
که چېرې په ځمکه ښکاري ژوی وویني نو د ډلې د خبرولو لپاره غږ کوي. ښکار کوونکي یې د نیل تمساح او فوسا دي.
په درې کلنۍ کې جنسي بلوغ ته رسیږي. ښځه یې د نر په پرتله ژر جنسي بلوغ ته رسیږي. ښځه یې د کال په اوږدو کې یوازې یو څو ورځې سپېمه وي. ښځه یې په نرانو واکمنه وي او جنسي اړیکه هم د خپلې خوښې له نر سره نیسي.
ساینسي ډلبندي |
پاچایي | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | لومړني |
فرعي ډله | سټرېپ سېریني |
کورنۍ | اېنډرای اېډي |
نسل | پروپي تېکوس |
Comments
So empty here ... leave a comment!