Abandon / فرانسوي

ترک کوونه، پرېښودنه، تسلیم کېدنه

نوم (اسم) دی.

: Action d’abandonner, de quitter, de cesser d’occuper
۱ – ترک کوونه، پرېښودنه، استوګنځای کې د مېشت کېدو بس کوونه :
.Le ministre a annoncé l’abandon de la réforme
وزیر د اصلاحاتو د پرېښودو اعلان وکړ.
Synonyme
همانیزه
Renonciation
پرېښودنه، ترک کوونه
.Abandon de poste
د دندې، پوست یا مقام پرېښودنه.
Synonyme
همانیزه
Désertion
پرېښودنه

: Fait de renoncer à poursuivre une compétition
۲ – د یوې سیالۍ یا رقابت د ادامې پرېښودنه :
.On signale de nombreux abandons dans le marathon
په ماراتون کې د ګڼ شمېر سیالیو د پرېښودنې راپور ورکړل شوی.

: Fait de s’abandonner, laisser-aller
۳ – تسلیم کېدنه، بې پروا کېدنه :
.Parler avec un total abandon
په بشپړ بې پروایي (په ځان باور لرلو سره) خبرې کول.
Synonyme
همانیزه
Confiance
باور
Contraire
متضاد
Retenue
(د خپل ځان) ساتنه او یا درونه، وروسته کېدنه

(laissésans soin, en désordre) à l’abandon
پرېښودل شوی (له خیال ساتنې پرته ګډوډ پرېښودل شوی)
Des terres à l’abandon = en friche
پرېښودل شوې ځمکه = شاړه ځمکه یا بې کرنې

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons