Arado cattle – اراډو غوییز

اراډو غوییز واړه، کلک، تور او سور رنګ کې پیدا کېدونکي د ایتوپیا غوییز دي. د شمالي ایتوپیا په لوړو هوارو سیمو کې ډېر پیدا کېدونکي او عام ساتل کېدونکي دي. اراډو غوییز د زېنګا ګروپ برخه ده. په بنسټیزه توګه د کاري موخې لپاره ساتل کیږي په ځانګړې توګه د کرنې لپاره. خواړه یې د کرنې پاتې شوني دي. د خوړو له فصلي کموالي سره بلدتیا لري. د غویي له لارې او مصنوعي القاح له لارې ترې دوه رګه نسل اخیستل کیږي.


فزیکي ځانګړنې
سور او تور رنګ کې وي. غویی یې لنډ ډبل ښکرونه او ملا کې کوبی لري. د غواګانې ښکرونه یې نري او د منځنۍ کچې وي. د غویي وزن یې تر ۲۵۴ کیلو ګرامه او د غوا تر ۲۰۱ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد له ۱۱۵ تر ۱۲۰ سانتي متره پورې لوړیږي.

تر ټولو ورسره نږدې تړاو لرونکي غوییز ابېر ګیلي، بي ګېټ او فوګېرا غوییز دي.


نسل اخیستنه او د جنتیک سرچینو مدیریت
جنسي نزدیکت په څرځایونو کې کوي او یا هم غوا په ګاونډ کې د بلاربېدو لپاره غویي ته بیول کیږي. بزګر هڅه کوي چې له نورو سیمه ایزو نسلونو سره یې دوه رګه کړي او نسل کې یې ښه والی رامنځته کړي تر څو د بزګرۍ له پراخ سیستم او چاپیریالي حالت سره ښه بلدتیا پیدا کړي.


په اراډو نسل فشارونه
– په ایتوپیا کې کورنۍ جګړې، ښاري پراختیا، ټولنیزې سیاسي ستونزې
– پانزوټیک او پلاګ ناروغۍ
– د ایکو سیستم ویجاړونه او وچکالي

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons