Horro cattle – هورو غوییز

د والېګا په نوم هم یادیږي. د ایتوپیا په لوېدیځ کې په هورو ګودورو والېګا سیمه کې د غوییزو نسل دی. په بنسټیزه توګه د کاري موخې او د شیدو لپاره ساتل کیږي. ځینې خلک یې د غوښې لپاره هم ساتي. ځینو سیمو کې د غلې د غوبل او د سرې د تولید لپاره کاریږي.


فزیکي ځانګړنې
له واړه تر منځنۍ کچې پورې ملا کې کوبی لري. په یاده سیمه کې په ۲۰۰۷ کال کې تر ۴۷۷۰۰ پورې غوییز اټکل شوي وو. د شیدو تېزابي کچه یې تر معمولي کچې زیاته ده خو د څکلو وړ دي. د شیدو باکتریالوجیکي کیفیت یې هم کمزوری دی.


نسل اخیستنه
بزګر یې د نسل اخیستنې او کاري موخې لپاره ساتي. په پادو کې غواګانې تر ۷ کلنۍ او غویی تر ۱۳ کلنۍ پورې له غواګانو سره یو ځای پرېږدي. وروسته د جلا کېدو لامل یې د غوا ګانو زړېدل دي او په زاړه عمر کې یې بلاربېدل نا بریالي وي. تر ډېره له اووه کلنۍ وروسته بزګر غوا پلوري او یا یې حلالوي.
نسل اخیستنه یې طبیعي وي او د کوم ځانګړي پلان له مخې نه وي. څومره چې غوییز خپله کې یو ځای سره څریږي همدومره یې نسل اخیستنه ممکنه کیږي خو په سیمه کې د څرځایونو د کمېدو له امله یې نسل اخیستنه تر پخوا کمه شوې.


روغتیا
تر ډېره یې د نسل د مړینې لامل پرازیتونه، د ګېډې خرابېدل، په خوله او پښو کې ناروغۍ او د باکتریا له امله پاسټوریلوسیس دی.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons