Kostroma cattle – کوستروما غوییز
د روسې د غوییزو نسل دی او د ۲۰ پېړۍ په پیل کې یې نسل د روسې د برې ولګا د سیمې په کوستروما بلاسټ کې اخیستل شوی. نسل یې له سیمه ایزو غوییزو سره د سویس د نسواري، الیګاو او اېر شېر غوییزو دوه رګه شوی نسل دی. په فزیکي جوړښت کې د سویس نسواري غوییزو ته ورته والی لري خو تنه او سر یې د سویس له نسواري غوییزو اوږده او تندی یې ترې نرۍ دی.
په روسۍ ژبه کې یې نومونه (костромская порода крупного рогатого скота, kostromskaya poroda krupnogo rogatogo skota) لیکل کیږي.
د نسل رامنځته کوونه
په کوستراما سیمه کې دوه د غوییزو سیمه ایز داسې نسلونه یې د نسل اخیستنې لپاره کارېدلي د کومو چې نسل کې ښه والی رمنځته شوی وو. یاد دوه نسلونه میسکوف او بابایف نسلونه وو. د بابایف نسل له غوا او د جرمني له الیګاو غویي پیل کې دوه رګه نسل اخیستل شوی وو، وروسته یې نسل د سویس له نسواري سویس سره په ۱۹۱۲ کې ګډ شوی، او په ۱۹۲۰ کې د یادو غوییزو غواګانې د انګلستان په اېر شېر سخندرانو بلاربې شوې وې. په ۱۹۴۰ کې یاد نسل ترې رامنځته شوی. په ۱۹۴۴ کې د نومبر په ۲۷ نېټه د شوروي اتحاد د خلکو کمیسارۍ په نوم ادارې د نسل په توګه راجستر کړ.
ځانګړنې
روښانه خړ رنګ کې وي، د تنې پاسه برخه یې د زېړ رنګ کرښه لري. د دې نسل غوییز کلک او اوږد عمر لرونکي دي. ځینې غواګانې یې تر ۲۰ کالو پورې تولید لري. له لنګېدو وروسته د شیدو په ټوله موده کې له ۳۹۰۰ تر ۵۰۰۰ کیلو ګرامه پورې شیدې کوي. شیدې یې له ۳ تر ۴ % پورې شحم لري. همداسې ۴ % پورې پروتین لري. که چېرې زیاته پاملرنه یې وشي نو له لنګېدو وروسته وچېدو پورې په ټوله د شیدو موده کې تر ۸۰۰۰ کیلو ګرامه پورې شیدې کولای شي. ځینې خلکو چې ډېرې بې کچې ښې ساتلي تر ۱۰۰۰۰ کیلو ګرامه پورې یې هم شیدې کړي. کوستروما نسل د غوښې لپاره هم درنده تنه لري.
Comments
So empty here ... leave a comment!